د افغانستان بانک 35 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۰:۳۲
د افغانستان بانک 35 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

کابل، 1398 کال د غویي 29ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د غویي میاشتې په 30 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 35 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.

هغه صرافانو چې تر اوسه پوري یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له لارې په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د افغانستان بانک 35 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د غویي 29ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د غویي میاشتې په 30 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 35 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر پیل شو

د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سترو معاملو (د اسعارو د مبادلې) د راپورونو د راټولولو بهیر د هېواد په کچه پیل شو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په هغه غونډه کې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۱:۹
Background image

په لویدیځ زون کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک، په هېواد کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ او روزنیزو پروګرامونو د جوړیدو په ترڅ کې دا ځل ګڼ شمېر سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو، ګمرکونو او د. . .

بېرته خبرونه ته