د مالي خدمتونو د پراختیا آمریت د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي ته خپل د کړنو راپور وړاندې کړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۵:۵۸
د مالي خدمتونو د پراختیا آمریت د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي ته خپل د کړنو راپور وړاندې کړ

کابل ۱۳۹۸ د غبرګولي ۳۰ – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د مالي خدمتونو د پراختیا د لوی آمریت له تاسیسیدو څخه تر اوسه پورې د ټولو کړنو او فعالیتونو راپور واورید.

د دې راپور له مخې، د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د جوړېدو (۱۳۹۵ کال د مرغومې ۲۵) سره سم، په بیلابیلو برخو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه لکه د مالي سکتور مفاهیم او اساسات، د شمېرو او شننې مبادي، د کوچني اقتصاد او عامه اقتصاد مفاهیم او د دې ترڅنګ د مالي خدمتونو د پراختیا اساسي مفاهیم، په دې آمریت کې جوړ شوي دي. د دې آمریت کارکوونکو د نړیوال بانک په مالي مرستې د مالي خدمتونو د پراختیا پالیسۍ په برخه کې شپږ میاشتنی تخصصي پروګرام چې د فرانکفورټ مالي او مدیریت پوهنتون لخوا په آنلاین ډول وړاندې شوی، بشپړ کړی او د فراغت تصدیق لیکونه یې ترلاسه کړي دي.

د دې ترڅنګ په دې راپور کې راغلی چې د مالی خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د نړیوال بانک په تخنیکي همکارۍ سره د عرضه کوونکي لوري پوښتنلیکونه طرحه کړي او هغه یې مالي ادارو لکه بانکونو او د الکترونیکي پیسو ادارو ته د بیلابیلو روزنیزو پروګرامو د جوړولو له لارې وړاندې کړی چې د هغه پر بنسټ د پام وړ مالي معلومات او شمېرې یې راټولې کړي او په پلان کې ده چې د ۱۳۹۸ کال شمېرې په آنلاین ډول د مالي ادارو له لوري ډکې او ولېږل شي. په دې موده کې د مالي خدمتونو د پراختیا کاري ډله (Task Force) چې غړي یې مرکزي بانک، د مالیې وزارت، د بانکونو ټولنه او د مسفا ادارې دي، د مرکزي بانک د عمومي رئیس په مشرۍ او د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت په سکرتریت سره جوړه شوې، چې دې ډلې د خپل تاسیس څخه راپدېخوا د تشخیصیه مطالعاتو د لړلیک د نهایي کولو، د مالي خدمتونو د پراختیا په ملي کمیټې کې د اړوندو ادارو د لړلیک نهايي کولو، د داخلي کمیټې د جوړولو په موخه د مرکزي بانک اړوند آمریتونو د لړلیک د برابرولو لپاره درې کاري غونډې جوړې کړي دي.

د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت توانیدلی دی چې د مالي خدمتونو د پراختیا ملي کمیټه چې د ۲۵ دولتي، خصوصي ادارو او نړیوالو سازمانونو څخه جوړه شوې، رامنځ ته کړي چې موخه یې د دغو ادارو سره یوځای د یوه پراخه مشورتي کاري چوکاټ جوړول او د دې ترڅنګ د پالیسیو د ژمنو په اړه خبرې اترې دي. دې آمریت د کاري ډلې د غړو او د نړیوال بانک سره په هوکړه کې په اوو بیلابیلو ساحو کې تشخیصیه مطالعات بشپړې کړي چې له دې ډلې مهم مطالعات؛ د مالي سکتور د مشتریانو د حقونو څخه ملاتړ، د مالي خدمتونو پراختیا او د مالي سکتور یو ټوټه والی، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو او د تادیاتی بیخ بنسټونو تمویلول دي.

د مالي خدمتونو د پراختیا آمریت توایندلی دی څو د مالي سکتور د مشتریانو د حقونو مقرره او له نمایندکۍ پرته د بانکدارۍ مقرره او د موبایل له لارې د بانکدارۍ متحدالمال د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت په همغږۍ بشپړه کړي. د مالي خدمتونو د پراختیا او د مالي سکتور د یووالي په برخه کې دې آمریت د اړوند ډیپارټمنټ په توګه د پیسو وینځلو د ملي خطرونو په بهیر کې چې د هغه مدیریت د مالي معاملو او راپورنو د څېړنې په لوی آمریت پورې تړاو لري، په فعاله توګه ونډه اخیستي ده او د هغه راپور یې له یاد آمریت او نړیوال بانک سره شریک کړی دی. د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت د مالي پوهې په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي چې له دې ډله کولای شو په ساده ژبه د مالي او بانکي مفاهیمو د کتاب د ۱۶ زره جلدو جوړول او چاپول په ګوته کړو. باید یادونه وشي چې پورته موارد دوه پړاوونه رانغاړي چې لومړی پړاو یې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ پر تدوین او دویم پړاو یې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ پر تطبیق، څارنې او ارزونې باندې تمرکز کوي.

همدا ډول د یادونې وړ ده چې اوس مهال د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت د پالیسیو د طرحې د پیاوړتیا او د هغه د ځانګړو اقداماتو په برخه کې په بېلابېلو څېړنو باندې چې له دې ډلې د مالي خدمتونو د پراختیا په پالیسیو، د مالي سکتور د بېخبنسټ په پرمختګ او د مالي خدمتونو او جنډر په پراختیا باندې کارکوي او د هغه په بشپړیدو سره په پام کې لري څو د پالیسۍ ټاکل شوي اقدامات د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي ته وړاندې کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د افغانستان بانک 17میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 رمضان المبارک ‍15 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د رمضان المبارک د میاشتې په 16 نېټه (1403/01/07) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (17) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۵
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د اټیالیا هېواد له سفیرې سره لیدنه

۱۴۴۵ د رمضان المبارک ۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد سفیرې آغلې نتالیا او مل پلاوي سره لیدنه تر سره شوه.

په یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۴
Background image

د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي پالیسیو په اړه ننګرهار ولایت کې د روښان لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۲۴ -  د افغانستان بانک پلاوي، چې د بانکي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ د ترویج په موخه یې د یوې ولسي غونډې جوړولو په پار د ختیځ زون ننګرهار ولایت ته سفر کړی وو، د. . .

بېرته خبرونه ته