په لویدیځ زون کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۱:۹
په لویدیځ زون کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک، په هېواد کې د ورکړې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ او روزنیزو پروګرامونو د جوړیدو په ترڅ کې دا ځل ګڼ شمېر سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو، ګمرکونو او د سوداګرۍ د خونې استازو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر ښاغلي انور شاه یوسفي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ورکړې په سیستم کې د چمتو شویو اسانتیاوو په کارونې سره سوداګر او د دولت د عوایدو ورکوونکي کولای شي د سوداګریزو بانکونو له لارې د دولت عواید له جغرافیايي محدودیت پرته او په خپل وخت اړوندو حسابونو ته ولیږدوي.

وروسته د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو مرستیال ښاغلي شفیق الله شفق په مالي نظام کې د ورکړې د سیستم د ارزښت په اړه د پرزینټیشن د وړاندې کولو تر څنګ د ورکړې د برېښنايي سیستم چې د سوداګرو د ځان او مال د خوندیتوب لامل کیږي، د موخو، ګټو او ترلاسه شویو پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

ورپسې د اداینو د آمریت د څېړنې او پراختیا مدیر ښاغلي فرید سکندري د ورکړې په سیستم کې د معاملو د طی مراحلو د څرنګوالي او د ماليې وزارت استازي ښاغلي حمید سلطاني د معاملو د ګمرکي پړاونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره د افغانستان پلاوي غونډه ترسره کړه

د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان بانک او مالیې وزارت نوبتي غونډه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د میاشتې تر ۱۹- ۲۴ نیټې پورې د ګرجستان په هېواد کې ترسره شوه.

دا غونډه د یادو ادارو د جوړښتونو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د چنګاښ  30ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د چنګاښ میاشتې په 31 نېټه د دوشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ ۲۶ مه – په افغانستان بانک کې د بانکونو د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي. . .

بېرته خبرونه ته