عامل پلاوی

د افغانستان بانک د عامل پلاوي غړي د بانک لوی رئیس، لومړی مرستیال او دویم مرستیال دي. عامل پلاوي د افغانستان بانک د ادارې او ټولو عملیاتي چارو د پرمخ وړلو مسئولیت لري.

د عامل پلاوي غړي

 

 

first deputy

 

واحد الله نو شیر، سرپرست او لومړی مرستیال

واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۵/۱۰/۰۴ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۳۳۶۵ ګڼې ۱۳۹۵/۱۰/۰۷ نېټې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د لومړي مرسیتال په توګه وټاکل شو.د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی واحدالله نوشیر یو تکړه اقتصاد پوه او بانکر دی چې د ماسټرۍ سند یې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې په مالي او د نړیوالې بانکوالۍ په څانګه کې د بریتانیې د برمنګهم له پوهنتون څخه په اعلی درجه ترلاسه کړی دی. سربېره پر دې ښاغلی واحدالله نوشیر د پاکستان له اسلامي پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې لیسانس او ماسټري هم لري چې د روزنیز ظرفیت په پام کې نیولو سره یې دواړه دورې د سرو زرو د مډال په ترلاسه کولو سره پای ته رسولي دي.په دې وروستیو کې ښاغلي نوشیر د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې د (Invention Gap Model) موډل طرح او وړاندیز کړی دی چې په هغه کې د متحرکو ټکو ترمنځ اختلاف چې پایله یې نوښت او اختراع کیږي، تر بحث لاندې نیول شوی دی.ښاغلي واحدالله نوشیر د نړیواله بانک، د پیسو د نړیوال صندوق، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان، د ګمرک د نړیوال سازمان او نورو نړیوالو مالي مؤسسو لخوا په واشنګټن او سیمه ایزو ادارو کې د لوی اقتصاد د سیاستونو او مالي مدیریت په اړه په بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی.ښاغلی واحدالله نوشیر د هېواد دننه او بهر په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي دي، څرنګه چې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت د اقتصادي پالیسۍ د سلاکار په توکه دنده پر غاړه درلوده او له دې مخکې یې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.ښاغلي واحدالله نوشیر د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو په اوږدو کې د لندن په وال اسټریټ کې د مشتریانو د برخې د اجرايي مرستیال په توګه او د بارکلي د مالي او پور ورکونې په مؤسسه کې د مدیر د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ۲۰۰۱ زیږديز کال کې د (Landon school of Arts) په پوهنتون کې د نړیوالې سوداګرۍ د استاذ په توګه هم دنده ترسره کړې ده.باید وویل شي چې ښاغلي نوشیر د پورته دندو او مسئولیتونو ترڅنګ په لسګونو څیړنیز موارد په ځانګړې توګه په مالي او بانکي نظام کې ترسره کړي دي چې یو شمېر یې د نړۍ د معتبره رسنیو لکه بي بي سي او امریکا غږ له لارې خپرې شوي دي.

 

 

seconddepty

محمد قسیم رحیمي، دوېم مرستیال

محمد قسیم رحیمي د خپل لیسانس سند په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار د همدرد پوهنتون څخه د سوداګرۍ د مدیریت په رشته کې او د ماسترۍ سند په ۲۰۰۸ کال کې د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د مالي او بانکدارۍ چارو په رشته کې لاسته راوړی دی. ښاغلي رحیمي د افغانستان په مرکزي بانک کې تر دندې دمخه په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د Action Against  Hunger موسسې کې د مالي مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده. ښاغلي رحیمي په ۲۰۰۴ کال کې په د افغانستان بانک کې دنده پیله کړه او د بانک په بیلابیلو څانګو کې یې دنده ترسره کړې ده. نوموړی د بازار د عملیاتو په آمریت کې د مالي شننونکي په توګه وګومارل شو او وروسته بیا د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي د تصمیم له مخې د افغانستان بانک د اسعارو د مبادلې د نرخ او پانګې اچونې مدیر پست ته ترفیع ورکړل شو. ښاغلي محمد قسیم رحیمي د ماسترۍ سند د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې آمریت د مرستیال په توګه وګومارل شو چې د سوداګریزو بانکونو څخه د څارنې مهم او خطر لرونکی دنده پرغاړه واخیسته. ورپسې، عامل پلاوي د نوموړي د مالي او بانکي تجربو په پام کې نیولو سره د مالي چارو د لوی آمر په توګه وګوماره. ښاغلي رحیمي د یوه کال څخه لږې مودې لپاره د افغانستان بانک د خطراتو د عمومي آمر په توګه هم دنده سرته رسولې ده. تر دې وروسته په ۱۳۹۱/۱۱/۳۰ نیټې کې نوموړی د ټولو ناظر ادارې د سرپرست په توګه او بیا د افغانستان بانک د عالي شورا د کتنې کمیټې د نظر وروسته د افغانستان بانک د ټولو ناظر په توګه تعیین شو.