د پولي سیاست لوی آمریت

د پولي سیاست د لوی آمریت د موخو او دندو پیژندنه

د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مهمه موخه د کورنیو بیو او د ملي پیسو د ارزښت د ساتلو په موخه د هېواد د پولي سیاست او اسعاري سیاست طرح، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول دي. د توکو او خدمتونو د بیو پر وړاندې د ملي پیسو د ارزښت د ثبات له تأمنیولو پرته دې موخو ته رسیدل ناشونی ده. مرکزي بانک د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې بدلونونه په بشپړه ځیرتیا سره تر پام لاندې لري او د بیو په کچه او نورو اقتصادي شاخصونو باندې د هغه د منفي اغیزو د مخنیوۍ په موخه په بازار کې د متحول مدیریت شوي اسعاري نظام (Managed Floating Exchange Rate ) په اډانه کې لاسوهنه کوي.

موخې او دندې:

۱.  د پولي سیاست طرح:

د افغانستان بانک د قانون د دویمې مادې پر بنسټ، د مرکزي بانک لومړنۍ موخه د کورنیو بیو د ثبات تأمینول او ساتل دي. بې له شکه د توکو او خدمتونو پر وړاندې د ملي پیسو د ارزښت د ثبات له ساتلو او تأمینولو پرته دې موخو ته رسیدل ناشونې ده.

له هغه ځایه چې افغانستان د یو نسبتاً پرانیستي اقتصاد او د سوداګرۍ د کسر لرونکی هېواد دی، له همدې امله د کورنیو بیو ټیکاو د مبادلې نرخ له نوساناتو هم اغیزناکه دی. په همدې موخه مرکزي بانک د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې بدلونونه تر پام لاندې نیسي او د پولي او اسعاري سیاست د همغږۍ په موخه له متحول مدیریت شوی اسعاري رژیم

(Managed Floating Exchange Rate) څخه ګټه پورته کوي.

د پولي سیاست د ارزونې په موخه د افغانستان بانک درې مقداري موخې ټاکلي دي چې عبارت دي له:

• احتیاطي زیرمو کچې لپاره د حد ټاکل(Reserve Money)

• په ګردښت کې پیسو لپاره د حد ټاکل(Currency in circulation)

• د اسعاري زیرمو د کچې لپاره د حد ټاکل(Net International Reserves)

سیالیت یا نقدینه ګي:

د سیالیت کچه په اقتصاد کې زیات ارزښت لري او د ټیټیدو او یا زیاتیدو څرنګوالی یې باید د اقتصادي کړنو د ودې له کچې او پیسو ته د اقتصاد د اړتیا سره په همغږۍ کې ترسره شي. د افغانستان بانک د بانکي سکتور د پرمختیا او د هېواد د اقتصادي وضعیت د څرنګوالي په پام کې نیولو سره، پولي زیرمې(Reserve Money) د نقدینه ګۍ د لومړي شاخص او په ګردښت کې پیسې د نقدینه ګۍ د دویم شاخص په توګه ټاکلي دي. د افغانستان بانک، د پولي زیرمو د کچې د کنټرولولو په موخه له دوه وسیلو یعنې د اسعار پلور او د بیه لرونکو پاڼو له لیلام څخه د پولي سیاست د لومړنیو وسایلو په توګه کار اخلي.

۱.۱ - د پولي سیاست اجراء:

د افغانستان بانک د پولي سیاست له طرح او ترلاس لاندې نیولو وروسته د پولي سیاست د شته ابزارو په کارولو سره پولي سیاستونه اجراء کوي.

۱.۲- د پولي سیاست ابزار:

د افغانستان بانک د پولي زیرمو د کچې د کنټرولولو لپاره له درې وسیلو یعنې د اسعار پلور د مرکزي بانک د بیه لرونکو پاڼو له لیلام او ودیعه لیلام څخه د پولي سیاست د لومړنیو وسایلو په توګه کار اخلي.

a  .د اسعارو پلور: د اسعارو پلور د اسعارو د پیر او پلور د مقررې په اډانه کې د لیلام د ازادې او رڼې پروسې له لارې د سوداګریزو بانکونو او مجوزو صرافانو په ګډون په اونۍ کې دوه ځلې د افغانستان بانک لخوا ترسره کیږي.

b. د بیه لرونکو پاڼو لیلام: دویم ابزار چې د افغانستان بانک لخوا د پولي زیرمو د کچې د کنټرولولو په موخه کارول کیږي د بیه لرونکو پاڼو (Capital Notes) دی.

د ودیعې لیلام: ودیعه د اسلامي پولي سیاست یو ابزار دی چې د پانګه ایزو پاڼو سره ورته والی لري چې ګټه یې له مخکې ټاکل شوې نه وي، بلکې د سررسید مودې له پای ته رسېدو وروسته د بازار عملیاتو د کمېټې د پرېکړې مطابق ټاکل کېږي. بانکونه خپل د اسلامي بانکوالۍ د حسابونو په کارولو سره کولای شي د دې ابزار په لیلام کې ګډون وکړي او هغه ګټه چې د دې ابزار له درکه د مرکزي بانک لخوا ورکول کېږي د "سهوله" په نوم یادېږي.

د دې ترڅنګ، د افغانستان بانک د پولي سیاست نور ابزارونه لکه اجباري زېرمې (Required Reserves) هم په واک کې لري چې د اړتیا له مخې له دې ابزار څخه د احتیاطي- څارنیزو موخو د تأمین سربېره د پولي سیاست د اجراء په موخه هم کار اخلي.

اوس مهال په افغانۍ او اسعاري امانتونو د الزامي زېرمو سلنه د کیمل CAMEL د درجه بندۍ پر بنسټ ډلبندي شوې ده.

د افغانستان بانک د یاد شويو ابزارو د کارولو ترڅنګ، نور پولي وسایل او ابزار لکه اجباري زیرمې (Required Reserves) هم په واک کې لري چې د اړتیا په صورت کې د احتیاطي- څارنیزو موخو د تأمینولو سربېره د پولي سیاست د اجراء په موخه هم کار ترې اخیستل کیږي.

۲  - د افغانستان بانک اسعاري سیاست

د هېواد د اسعاري سیاست طرح، ترلاس لاندې نیول او اجراء د افغانستان بانک له منحصرو دندو څخه شمېرل کیږي چې د افغانستان بانک د قانون ۶۹ ماده په دې اړه صراحت لري. د افغانستان بانک د مبادلې د نرخ متحول مدیریت شوی رژیم(Managed Floating Exchange Rate) ټاکلی دی چې په دې رژیم کې د اسعارو پر وړاندې د مبادلې نرخ په بازار کې د عرضې- تقاضا په بنسټ ټاکل کیږي.

 د اقتصادي شرایطو، د تادیاتو د بیلانس (واردات او صادرات)، د اقتصاد د پرانیستنې درجې ( د اسعارو د دننه کیدو او بهر کیدو) او د افغانستان د سیاسي لید لوري په پام کې نیولو سره دا اسعاري رژیم له نورو پیژندل شويو او ټاکل شویو نظامونو څخه مناسب ګڼل شوی دی.

۲.۱ - د افغانستان بانک اسعاري زیرمې 

څرنګه چې پورته یادونه وشوه یو له مقداري موخو څخه چې د افغانستان بانک د پولي سیاست د ارزونې په موخه له هغه څخه ګټه پورته کوي د خالصو اسعاري زیرمو (Net International Reserves) د کچې له ټاکل دي. د نورو مقداري موخو په څیر د خالصو اسعاري زیرمو د کچې ټاکل د اقتصادي شاخصونو، هېواد ته د اسعارو د دننه کیدو او د بهرنیو اسعارو د لیلام د کچې د وړاند وینې په پام کې نیولو سره ټاکل کیږي. د خالصو اسعاري زیرمو راټولول د ملي پیسو د ډاډمنتیا او ثبات لامل کیږي.

په تیرو کلونو کې د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو زیاتوالی د هېواد د مالي نظام له سترو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي او د ملي اقتصاد د بنسټیزو شاخصونو له ډلې څخه ګڼل کیږي. بې له شکه چې د اسعاري زیرمو کچه او د هغه د زیاتیدو څرنګوالی د پولي سیاستونو په ښه پلي کیدو او د افغانۍ د مبادلې د نرخ، د پولي پړسوب او سربیره پر دې د تادیاتو د بیلانس او نورو دا شان شاخصونو په ثبات او انډول ساتلو کې هم نېغ په نیغه اغیز لري.

د پولي سیاست د لوی آمریت جوړښت:

د پولي سیاست د لوی آمریت تشکیلاتي جوړښت د پولي سیاست د لوی آمر په شمول له لاندې درېیو معاونیتونو څخه جوړ دی:

• په حقیقي او بهرنۍ برخه کې د پولي سیاست معاونیت

• په پولي او مالي برخه کې د پولي سیاست معاونیت 

•د تحقیق او راپور ورکولو په برخه کې د پولي سیاست معاونیت

د پولي سیاست لوی آمریت څلور مهم سکتورنه تر مطالعې او ارزونې لاندې نیسي:

• پولي سکتور (Monetary Sector)

• حقیقي سکتور (Real Sector)

• بهرنۍ سکتور (External Sector)

• مالي سکتور (Fiscal Sector)

پولي سکتور :(Monetary Sector)

پولي سکتور:

پولي سکتور د پولي سیاست د لوی آمریت یو له هغو سکتورونو څخه دی چې ارقام له بیلابیلو منابعو څخه راټولوي او له ترتیب او غور وروسته په هغه باندې یو لړ محاسبې ترسره کوي. د محاسبو له ترسره کولو وروسته، پورته ارقام څیړل کیږي او په پای کې د دې سکتور د کړنو د څرنګوالي په اړه څیړنیز راپورونه ترتیبږي او هغه د معقولو پولي سیاستونو د پلان جوړونې په برخه کې له ګټې اخیستنې سربېره بیلابیلو مراجعو ته لیږل کیږي.

د پولي سکتور فعالیت:

د شمېرو راټولول:

۱ - د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ د وضعیت د پوهیدو په موخه د دې سکتور یو کارکوونکی هره ورځ د افغانستان بانک د بازار عملیات د مدیریت له کارکوونکو سره یو ځای سرای شهزاده (د اسعارو عمده بازار) ته ورځي او له ۱۰ صرافانو څخه د بهرنیو ۹ ډوله پیسو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې د نرخ ځانګړې فورمې راټولوي. هغه پیسې چې پر وړاندې یې د افغانۍ نرخ اخیستل کیږي عبارت دي له:( امریکايي ډالر، یورو، انګلیسي پونډ، سویسي فرانک، هندي روپۍ، د اماراتو درهم، د سعودي ریال او ایراني تومان).

۲ - د پولي متحولونو د وضعیت د محاسبې او پوهاوۍ په موخه، پولي سکتور هره ورځ له لویې خزاندارۍ، د بانکنوټونو د نشر او مراقبت له شعبې او د مرکزي بانک له پوستکالي( CBS) څخه شمېرې راټولوي څو د هغه له وضعیت څخه خبر شي او د زیات ټیټوالي او زیاتوالي په صورت کې د هغه لامل او د حل لاره ولټول شي.

۳ - د هېواد د خالصو اسعاري زیرمو د وضعیت د محاسبې او پوهیدو په موخه، پولي سکتور د افغانستان بانک له پوستکالي ( CBS) او د پیسو د نړیوال صندوق له ویب سایټ څخه د شمېرو په اخیستلو سره، د هېواد اسعاري زیرمې محاسبه کوي او د هغه د ټیټیدو او زیاتیدو لاملونه تر مطالعې لاندې نیسي. همدا ډول د اسعارو د رادننه کیدو شمېرې هم د بازار عملیات له مدیریت څخه اخیستل کیږي. د یادونې وړ ده چې د هېواد د اسعاري زیرمو ټولیز ارزښت په ډالرو بیانیږي.

د شمېرو او پولي متحولونو څیړل:

له بیلابیلو منابعو څخه د شمېرو د راټولیدو او محاسبې وروسته، پولي سکتور د افغانۍ د مبادلې د نرخ بهیر، خالصه اسعاري زیرمې او پولي متحولونه بررسي او مطالعه کوي. د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ د وضعیت د معلومولو په موخه او د مبادلې په نرخ کې د زیاتو نوساناتو د موجودیت په صورت کې د هغه لامل او د حل ممکنې لارې پلټل کیږي.

په ربعواره خپرونه کې د پولي پرمختیاوو خپرول

پولي سکتور، د پولي سکتور پرمختګونو د افغانستان بانک په اقتصادي خپرونه کې په ځانګړې توګه په ربعواره خپرونه کې چې د پولي سیاست د لوی آمریت لخوا خپریږي، انعکاس ورکوي او په هغه کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د نرخ منفي نوسانات، د پولي متحولونو شمېرې او د هغه د نوساناتو لاملونه بیانیږي.

حقیقي سکتور (Real Sector)

حقیقي سکتور د سترو اقتصادي شاخصونو د احصائیوي شمېرو د څیړلو او راټولولو مسئولیت په غاړه لري. دا سکتور د احصائیې له مرکزي ادارې سره په نږدې همکارۍ کې فعالیت لري، اومه شمېرې او معلومات لکه؛ د کورنيو ناخالصو تولیداتو حجم(GDP)، د مصرفوونکو بیو شاخص(CPI) او داسې نور شاخصونه له دې ادارې څخه ترلاسه کوي. د دې سکتور د احصائیې د برخې کارکوونکي د لومړنیو شمېرو له راټولولو وروسته هغه ګوري او د شمېرو له سلامتیا (صحت) څخه ډاډ تر لاسه کوي. د شمېرو له کتنې وروسته، د اقتصادي ودې، د پولي تورم د نرخ او د لوی اقتصاد د داسې نورو بدلونونو د سنجش په اړه لازمې محاسبې ترسره کوي او پایله کې یې د دې سکتور څیړونکو ته د اقتصادي څیړنو د ترسره کولو په موخه په ټاکلي وخت سره  تسلیموي. د دې سکتور د څیړنې برخه په میاشتني، ربعوار او کلني ډول څیړنیز راپورونه ترتیبوي او هغه د مرکزي بانک د اقتصادي خپرونو له لارې د کورنیو او بهرنیو ګټه اخیستونکو په لاس کې ورکوي. د اغیزناکه او مناسب پولي سیاستونو د طرح، تدوین او پلي کولو په موخه د ځینو اقتصادي بدلونونو لنډ مهاله او اوږد مهاله وړاند وینې ته مهمه اړتیا ده. له همدې امله د دې سکتور له مهمو دندو څخه یو هم د ستر اقتصاد د ځینو بدلونونو وړاند وینه جوړوي. د دې سکتور کارکوونکي د نړیوالو منل شویو چلندونو په کارولو سره اقتصادي بدلونونه په اجمالي توګه پیش بیني کوي څو له مخې یې اغیزناکه او معقول پولي سیاستونه طرح او پلي شي.     

بهرنی سکتور (External Sector):

دا سکتور د توکو او خدمتونو د راکړې او ورکړې، د لومړنيو او ثانوي عوایدو او همدا ډول د نړۍ له نورو هېوادونو سره د هېواد د پانګونې او مالي معاملو په برخه کې د بهرنۍ سوداګرۍ د احصائیوي شمېرو د څیړلو او راټولولو مسئولیت په غاړه لري. د بهرنۍ سکتور احصائیې، مرکزي بانکونو او مالي ادارو لپاره مهم اقتصادي شاخصونه دي. دا ډول احصایې د هېواد د اسعاري شتمنیو او پورونو د موقف په شمول د نقدینه ګۍ او بهرنيو پورونو په اړه لازم معلومات وړاندې کوي. د بهرنۍ سکتور د احصائیو سر بیره په بهر کې د میشتو افغان کارکوونکو او د هېواد دننه میشتو بهرنیو کارکوونکو او له بهر څخه هېواد ته او د هغه برعکس د عوایدو د لیږدولو په اړه لازم معلومات وړاندې کوي. په ځانګړې توګه، د تادیاتو د بیلانس د اړتیا وړ احصائیوي شمېرې په یو اقتصاد کې د میشتو او غیر میشتو واحدونو تر منځ د معاملو له شمېرو څخه عبارت دي.

د وخت له پلوه، د بهرنۍ سکتور احصائیې په ربعواره توګه ترتیبیږي. سربېره پر دې، بهرنۍ سکتور د دې سکتور په اړه د مرکزي بانک په ربعواره احصائیوي او اقتصادي مجله کې څیړنیز راپورونه په انګلیسي ژبه خپروي. د هېواد د بهرني سکتور د احصائیوي شمېرو د کیفیت د لوړولو په موخه د شمېرو له بیلابیلو منابعو څخه لکه د نړیوالو معاملو د راپور ورکونې سیستم (ITRS) چې په ټولیزه توګه له سوداګریزو بانکونو څخه راټولیږي او له اړوندو دولتي او غیر دولتي ادارو استفاده کیږی او په ټاکلي وخت د دې احصائیو له لیږد څخه د پولي او اسعاري سیاست د فورمولبندۍ په موخه ګټه پورته کیږي. همدا ډول د ستر اقتصاد او خصوصي سکتور پالیسی جوړونکو لپاره یادې شوې احصائیې هم د ارزښت وړ دي.

مالي سکتور (Fiscal Sector):

پولي او اسعاري سیاستونه له مالي سیاستونو سره په نږدې همغږۍ کې طرح او پلي کیږي. له همدې امله مرکزي بانک له مالیې وزارت سره نېغ په نېغه اړیکه کې دی. د پولي سیاست د لوی آمریت مالي سکتور بیلابیلې شمېرې او ارقام لکه؛ د دولت عواید او لګښتونه، د ملي بودجې د تمویل منابع او داسې نورې شمېرې د مالیې وزارت له بیلابیلو برخو څخه ترلاسه کوي. له راټولیدو وروسته، یادې شوې شمېرې د دې برخې د احصائیې د مامور لخوا کتل کیږي او د دې ادارې د اړتیا په صورت کې په ځانګړو جدولونو کې درج کیږي. نهایي شمېرې د دې برخې څیړونکوته ورکول کیږي چې له مخې یې بیلابیلو زماني دورو لپاره اقتصادي څیړنې ترتیبیږي او د کتنې او څیړنې په موخه د مالي او پولي سکتور د برخې څیړنیز مرستیال ته وړاندې کیږي. له کتلو وروسته، څیړنیز راپورونه د مرکزي بانک د اقتصادي خپرونو له لارې خپریږي.

د څیړنې او پلان جوړونې واحد

د څلور سکتورونو سربېره چې پورته ترې یادونه وشوه، د څیړنې (تحقیق) واحد هم د پولي سیاست د لوی آمریت په اډانه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د اقتصادي څیړنو د ترسره کولو په موخه جوړ شوی دی. د دې واحد بنسټیزه موخه د هېواد د ټولیز اقتصادي وضعیت او همدا ډول د سیمې او نړۍ په کچه د اقتصادي کړنو په اړه د لازمو څیړنو ترسره کول جوړوي. دا واحد دنده لري څو په اقتصادي متحولونو کې هر ډول بدلونونه تر کتنې او څیړنې لاندې ونیسي څو د هېواد په اقتصاد باندې له شونو اغیزو څخه معلومات ترلاسه شي.

څرنګه چې پورته یادونه وشوه، د اقتصادي څیړنو ترسره کول او د څیړنیزو راپورونو ترتیبول د څیړنې د واحد له بنسټیزو دندو څخه شمېرل کیږي. نهايي راپورونه په ټاکلي وخت سره د پالیسۍ جوړونې د آسانتیا په موخه د پولي سیاست د لوی آمریت رهبرۍ ته ورکول کیږي. د یادونې وړ ده چې له ترسره شويو څیړنو په لاس راغلې پایلې پالیسۍ جوړونکو سره مرسته کوي څو په هېواد او نړۍ کې له موجوده اقتصادي وضعیت او همدا ډول په اقتصادي متحولونو کې د احتمالي بدلونونو له څرنګوالي څخه یو جامع انځور په راتلونکي کې ولري څو د پالیسۍ جوړولو پر مهال د هېواد په اقتصاد باندې د هغه احتمالي اغیزې په پام کې ونیسي.

د راپور ورکونې برخه

د افغانستان بانک د قانون د حکمونو پر بنسټ، مرکزي بانک، اړوندو ادارو ته د هېواد د اقتصادي وضعیت د څرنګوالي او همدا ډول بیلا بیلو دورو کې د هېواد د پولي سیاست د کړنو او پلانونو د راپور ورکونې مسئولیت لري. د افغانستان بانک د قانون یو سلو پنځمې مادې، دا بانک په تیرو شپږو میاشتو کې د پولي سیاست د تدبیرونو او اجرأتو په څیړلو او ارزولو او همدا ډول په راتلونکو شپږو میاشتو کې د پولي سیاست ترلاس لاندې نیول شويو دلیلونو په تشریح او توضیح کولو او د افغانستان او اړوندو ادارو ته د هغه په لیږدولو اړ کړی دی. سر بیره پر دې، په ربعواره او کلنۍ مجلو کې د هېواد د احصائیوي او اقتصادي راپورونو ترتیبول چې د هېواد په کچه یو له مهمو  اقتصادي خپرونو څخه ګڼل کیږي، د پولي سیاست د لوی آمریت د دې برخې له مهمو دندو څخه دي.

له نیکه مرغه د مرکزي بانک خپرونې د ډېرو کورنیو او بهرنیو ګټه اخیستونکو د خوښۍ وړ ګرځیدلي او تشویقي مکتوبونه یې د مرکزي بانک په آدرس د الکترونکي پُست له لارې رارسیدلي دي. د یادونې وړ ده چې دا راپورونه په سافټ بڼه د مرکزي بانک د وب سایټ له لارې هم د لاسرسۍ وړ دي.