د بانکونو د څارنې لوی آمریت

د بانکونو د څارنې لوی آمریت د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې یو له مهمو او بنسټیزو آمریتونو څخه دی چې موخه یې په ټولیزه توګه له بانکونو سره د امانت اېښودونکو د امانتونو له خوندیتوب او په بانکي نظام باندې د اړوندو قوانینو او مقرراتو له پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول دي. د بانکونو د څارنې لوی آمریت د ۲۰۰۳ میلادی کال په وروستیو کې او د بانکونو د څارنې د لوی آمریت تر نوم لاندې د بانکوالۍ د قانون له تصویبېدو وروسته پرانېستل شوی دی چې بنسټیزه موخه یې د مشتریانو د امانتونو د خوندیتوب په موخه د افغانستان بانک د بانکوالۍ د قانون، مقرراتو، دستورونو او لارښوونو له رعایتولو او پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول دي. په هېواد کې د بانکوالۍ  او د مالي مؤسسو د کړنو له ودې او بشپړتیا سره سم د دې آمریت تشکیلاتي جوړښت او کړنو د پام وړ وده کړې ده. څرنګه چې د دې آمریت د جوړیدو پر مهال د یاد آمریت تشکیل له ۱۲ کارکوونکو جوړ چی د بانک له نورو آمریتونو څخه دې آمریت ته تبدیل شوي وو. خو د لږ وخت په تیریدو سره د کارکوونکو ګمارنه د آزاد رقابت له لارې پیل شوه او نه یوازې د دې آمریت کارکوونکو لپاره د داخلي او بهرنیو تجربه لرونکو سلاکارانو او متخصصینو لخوا اوږد مهاله روزنیز پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول شول، بلکې د بانکونو د څارنې بهیر د همدې متخصصینو تر څار او لارښوونې سره سم پر مخ وړل کېده. خو په وروستیو کلونو کې، دې آمریت ډېره پراختیا وکړه او د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت تر څار لاندې د بانکي مالي مؤسسو او د غیر بانکي مالي مؤسسو مالي چارې تر ارزونې لاندې نیول کېدې. اوس مهال، له غیر بانکي مالي مؤسسو (۱۳۹۸ کال) څخه د څارنې د آمریتونو او د مالي چارو د څارنې له لوی آمریت څخه د بانکوالۍ او اسلامي مالي خدمتونو د لوی آمریت (۱۳۹۷ کال) له جلا والي وروسته د بانکونو د څارنې لوی آمریت په هېواد کې یوازې جواز لرونکي بانکي مالي مؤسسې څاري او د کیمل (CAMEL) سیستم د معیارونو او د خطر پر بنسټ د څارنې د طریقې په پام کې نیولو سره هغه درجه بندي کوي. حال دا چې د اړتیا په صورت کې د بانکونو د څارنې د لوی آمریت کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو او د مسلکي او څارنیزې پوهې د کچې د لوړولو لپاره د انلاین روزنو او د هېواد په داخل او بهر کې د عملي کاري پروګرامونو په ګډون روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي چې په ټولیزه توګه د بانکونو او مالي مؤسسو د څارنې پر مسائلو باندې متمرکزه دي او لاندې موضوعات لکه: مالي تحلیلونه، د خطرونو، ادارې، سیالیت او د کمزوره بانکونو د مدیریت شننه، د شتمنیو/پوراینو مدیریت او څارنیز منل شوي معیارونه رانغاړي.

 د بانکونو د څارنې لوی آمریت د شرایطو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د بانکوالۍ په قانون او اړوندو مقرراتو کې اړین تعدیلات وړاندیز کړي او له قانوني طی مراحلو او تصویبېدو وروسته، هغه په دوامداره توګه پر بانکونو پلي کوي د دې ترڅنګ، د بانکونو د چارو د ښه والي او د اړینو اجرااتو د ترسره کولو لپاره د اړتیا پر بنسټ موارد او لازمې پرېکړې د متحدالمالونو له لارې بانکونو ته صادروي. دا آمریت د بانکي نظام د لا خوندیتوب په موخه؛ د ساحې دننه د عمومي هر اړخیزو څارنو او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د هر اړخیزو څارنو چې په کلني ډول ترسره کېږي، سربېره د وضع شویو شرایطو له پلي کېدو، د نغدي پیسو د غیر مترقبه څارنو او د مالوماتي تکنالوژۍ او بانکونو د سیسمتونو د برخو له بیا کتنې او اختصاصي بیاکتنو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه اختصاصي او تعقیبي څارنې ترسره کوي. سربېره پر دې پورته څارنې چې د ګمارل شوو ډلو په شتون کې د بانکونو دننه ترسره کېږي، د بانکونو مالي وضعیت او په ټولیزه توګه د بانکي نظام وضعیت د ساحې بهر ډلو لخوا په میاشتني، درې میاشتني او کلني ډول شنل کېږي.

لید لوری او رسالت (Vision)

د بانکونو د څارنې د لوی آمریت لیدلوری (Vision) د یو باثباته، با اعتباره او انعطاف مننونکي (Resilient Banking System) بانکي نظام درلودل، دی.

د دې آمریت رسالت (Mission) د تر ټولو ښو څارنیزو طریقو د عملي کولو له لارې د بانکونو د وضعیت او کړنو ښه والی  او د هېواد او سیمې په کچه د مشتریانو د امانتونو د خوندیتوب، د سالم بانکي نظام د درلودلو، د بانکي نظام د شهرت او د اعتبار د ساتلو او د بانکي خدمتونو او اسانتیاوو د پراختیا لپاره په هغوي باندې د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول دي.

موخه

د بانکونو د څارنې د لوی آمریت عمده او بنسټیزې موخې:

• د خلکو د امانتونو د خوندیتوب او د غیر خوندي بانکي کړنو د مخنیوي په موخه د افغانستان بانک د بانکوالۍ د قانون، مقرراتو، متحدالمال مکتوبونو او نورو دستورونو له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛

• د یو سالم او با ثباته بانکي نظام (Sound & Robust Financial System) درلودل؛

• په بانکي نظام او اقتصادي ټیکاو باندې د داخلي او بهرنیو وګرو د دوامداره باور ساتل؛ او

• د سالمې څارنیزې، مقرراتي اډانې جوړو او پرمختیا او د جدي او اغیزناکه بانکي مراقبتي تدابیرو تر لاس لاندې نیول. 

دندې او مسئولیتونه:

د بانکونو د څارنې د لوی آمریت بنسټیزې دندې او مسئولیتونه:

• د اړوندو اسنادو له بشپړیدو وروسته د شرایطو وړ اشخاصو لپاره د بانکي کړنو د جواز صادرول او د بانکونو لپاره د نمایندګیو د جوړولو د اجازه لیک صادرول؛

• د ناخوندي بانکي کړنو د مخنیوي په موخه د قانون، مقرراتو او بانکي لارښودونو جوړول، تدوینول او یا تعدیلول؛

• د بانکوالۍ د قانون، مقرراتو او متحدالمالونو له پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د ساحې دننه د هر اړخیزو څارنو ترسره کول او د کیمیل د درجه بندۍ له سیستم سره سم د بانکونو درجه بندي کول؛

• د وضع شوو تنفیذي اقداماتو د پلي کولو او د ځانګړو مواردو د بیا کتنې په موخه د ځانګړنو، موخه ایزو او تعقیبي څارنو ترسره کول؛

• د ریاست د قدرمن مقام او د بانکونو د څارنې د لوی آمریت د لازم لیدو پر بنسټ د نغدو پیسو د نه تمې وړ (غیر مترقبه) څارنو ترسره کول؛

•  د تنفیذي اقداماتو د شرایطو وضع کول، د بانکي ستونزو له منځه وړل او کمزوره بانکونو د وضعیت ښه کول؛ او

• په میاشتني، درې میاشتني او کلني توګه د بانکونو او بانکي نظام د مالي وضعیت د پوهاوي په موخه د ساحې بهر شننه او بیا کتنه.

تشکیلاتي جوړښت:

د بانکونو د څارنې د لوی آمریت تشکیلاتي جوړښت له ۱۴۳بستونو څخه جوړ دی چې یو د لوی آمر بست، درې د مرستیالیتونو بستونه ( د ساحې بهر د څارنې، د ساحې دننه د څارنې مرستیالیتونه او مقرراتي مرستیالیت)، د کیفیت د کنټرول مدیریت، د اجرائیې سکرتریت او مدیریت رانغاړي چې تفصیلات یې په لاندې ډول وړاندې کېږي:

د ساحې بهر د څارنې لوی مرستیالیت

د ساحې بهر د څارنې مرستیال د دندو د لایحو، د پلان د پلي کولو، د افغانستان بانک د عالي شورا د تصویبونو او په اړونده برخه کې د افغانستان بانک د عامل پلاوي د پرېکړو د اجراء کولو او پلي کولو سربېره له علمي او تخنیکي پلوه د خپلو اړوندو مدیریتونو د دندو او چارو په ارزولو او څارلو هم اړ دی. د ساحې بهر د څارنې لوی مرستیالیت د محاسبې او راپور ورکونې، د ساحې بهر څارنې، د مالي ټیکاو او تنفیذي اقداماتو مدیریتونه رانغاړي چې د هر مدیریت د دندو او مسئولیتونو لنډیز په جلا ډول لاندې وړاندې کېږي:

د محاسبې او راپور ورکونې مدیریت: دا مدیریت مسئولیت لري څو له بانکونو څخه په ورځني ډول د نغدو پیسو او امانتونو د وضعیت د راپورونو او په میاشتني او کلني ډول مالي راپورونو ترلاسه کوي او هغوي له موجه والي او مقدماتي شننې څخه د ډاډ ترلاسه کولو وروسته یاد راپورونه د بانکونو د څارنې نورو اړوندو مدیریتونو ته د شننې، څېړنې او راتلونکو لازمه اجرااتو په موخه وړاندې کېږي. که چېرې بانکونه له غوښتل شوي بېلګې او جوړښت سره سم، یاد راپورونه وړاندې کړي نه وي ( ناسم راپورونه یې وړاندې کړي وي)، موضوع د دې مدیریت لخوا له اړوند بانک سره شریکېږي او د سم راپور له ترلاسه کولو وروسته د هغه تصحیح شوې نسخه د بانکونو د څارنې د لوی آمریت له اړوندو مدیریتونو سره شریک کېږي.

د ساحې بهر د څارنې مدیریت: د دې مدیریت عمده او بنسټیزې دندې، له بانکونو څخه د رارسیدلو انفرادي راپورونو پر بنسټ د بانکي نظام د متراکمو راپورونو ترتیبول او په میاشتني، درې میاشتني او کلني ډول د بانکي نظام د وضعیت او کړنو په تړاو د تحلیلي راپورونو ترتیبول رانغاړي. سربېره پر دې، دا مدیریت د بانکونو مالي وضعیت په انفرادي توګه په میاشتني ډول تحلیل او بررسي کوي او خپل راپورونه د وروستیو اجرااتو په موخه له نورو اړوندو مدیریتونو سره شریکوي. د دې ترڅنګ، د بهرنيو پلټوونکو د راپورونو مرور او د هغو سرغړونو چې د بانک لخوا ترسره شوي دي په تړاو د غوښتونکو اقداماتو تر لاس لاندې نیول هم د دې مدیریت لخوا ترسره کېږي. دا مدیریت اړ دی څو د اړیکې د درلودلو په توګه اړین مالومات او راپورونه د افغانستان بانک په بولټن کې د هغه د خپرولو په موخه ترتیب کړي او د احصائیې او مالوماتو ادارې ته د بانکونو د مالي راپورونو پر بنسټ اړین مالومات وړاندې کړي.

د مالي ټیکاو مدیریت: په ټولیزه توګه د دې مدیریت دندې د هېواد د بانکي نظام د وضعیت شننه، د مالي ټیکاو د راپور ترتیبول د مالي ټیکاو ملي کمېټې ته د هغه وړاندې کول چې مشري یې د مالیې وزارت او سکرتریت یې د افغانستان بانک درلوده، دي. د مالي ټیکاو مدیریت چې په ربعواره او د اړتیا په صورت کې د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د مالي ټیکاو د کمېټې د عادي او بېړنیو غونډو همغږی کوونکی هم دی؛ ترڅنګ یې د هېواد د مالي ټیکاو د راپورونو د جوړولو او ترتیبولو په موخه د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو، د مالیې وزارت او د نورو اړوندو ادارو څخه د مالي مالوماتو په راټولولو اړ دی.

د تنفیذي اقداماتو مدیریت: د دې مدیریت بنسټیزې دندې د کمزوره بانکونو د ښه والي لپاره د ځانګړي ستراتیژي پلي کول، د تنفیذي اقداماتو د شرایطو وضع کول او د تنفیذي اقداماتو د شرایطو په پام کې نیولو سره د بانکونو د اصلاحي پلان بیا کتل دي. که چېرې بانکونه د وضع شوو شرایطو په بشپړ پلي کېدو او یا د هغه په تړاو په اړینو اجرااتو برلاسی شوی نه وي، دا مدیریت اړ دی څو د قانونو له مفرداتو سره سم، بانکونه د شدیدو تأدیبي تنفیذي شرایطو لاندې ونیسي. همدا ډول د دې مدیریت له دندو څخه یو هم د نورو ښکیلو شعبو په همکارۍ داخلي او تنفیذي همکارانو ته د اړتیا وړ راپورونو ترتیبول او د کمزروه بانکونو له وضعیت څخه د راپور ترتیبول دي.

د ساحې دننه څارنې لوی معاونیت

د ساحې دننه څارنې لوی آمریت سربېره پر دې چې په خپلو اړوندو برخو کې د دندو د لایحو، د پلان د پلي کولو، د افغانستان بانک د عالي شورا د تصویبونو او د عامل پلاوي د پرېکړو په اجراء کولو او پلي کولو اړ دی، له علمي او تخنیکي پلوه د خپل تر کنټرول لاندې مدیریتونو د دندو او چارو د ارزونې او څارنې مسئولیت هم لري. سربېر پر دې، دا مرستیالیت باید د ساحې دننه څارنو په جریان کې د ساحې دننه څارنې د ډلو څارنه او د څارنیزو ډلو د فعالیتونو له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کوي. دا مرستیالیت د ساحې دننه څارنې مدیریت، د مالوماتي تکنالوژۍ او سیستمونو د څارنې مدیریت، د اختصاصي او تعقیبي څارنې مدیریت او د سیمه ایزې څارنې د همغږي کوونکي مدیریت رانغاړي چې د هر مدیریت د دندو او مسئولیتونو لنډیز په جلا ډول لاندې وړاندې کېږي:

د ساحې دننه څارنې مدیریتونه: د ساحې دننه څارنې مدیریتونه له پنځه څارنیزو ډولو څخه جوړ دي چې د بانکي څارنې د لوی آمریت د دندو د لایحو او کلني پلان سره سم د هېواد بانکونه په کلني ډول څاري چې دا څارنې د مالي راپورونو، د ساحې بهر راپورونو، د تنفیذي اقداماتو د مدیریت راپورونو، د بهرنیو پلټوونکو د راپورونو او اداري لیکنو د شننې پر بنسټ ترسره کوي. د دې ترڅنګ، د څارنیز پلان ترتیبول، د څارنې لاندې بانکونو د داخلي پالیسیو بیا کتل او څېړل او د بانکونو د اړوندو راپورونو وړاندې کول د دې مدیریتونو له دندو څخه دي.

د یادونې وړ ده چې د ساحې دننه د هر اړخیزې څارنې په اوږدو د کیمل ټولې اجزاوې لکه د پانګې کفایت، د شتمنیو کیفیت، اداره (مدیریت)، عواید، سیالیت، د اسعارو د نرخ او د ټکټانې د نرخ پر وړاندې حساسیت ارزول شوی د کیمل د درجه بندۍ له سیستم سره سم درجه بندي کېږي.

د مالوماتي ټکنالوژۍ او سیستمونو مدیریت: دا مدیریت د بانکونو د سیستمونو او د مالوماتي ټکنالوژۍ د برخې د څارنې او ارزونې مسؤلیت پر غاړه لري او د ترسره شوو کړنو او وړاندې شوو راپورونو له سموالي څخه ډاډ ترلاسه کوي.

د اختصاصي او تعقیبي څارنې مدیریت: د اختصاصي او تعقیبي څارنې مدیریت مسئولیت لري څو تعقیبي او موخه ایزې څارنې ترسره کړي او د تنفیذي اقداماتو د وضع شویو شرایطو د پلي کېدو په تړاو د وړاندې شوو راپورونو د سموالي له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کوي. د دې ترڅنګ، دا مدیریت اړ دی څو د اړتیا په صورت کې اختصاصي څارنې ترسره کړي.

د سیمه ایزو څارنو د همغږی مدیریت: د دې مدیریت بنسټیز مسئولیت د نغدو پیسو، د پوروړو د کړنو د څرنګوالي بیا کتل او څارل او د هېواد په ولایتونو کې د بانکونو د نمایندګیو د کړنو غیر مترقبه څارنه ده. د دې مدیریت کارکوونکي اړ دي څو د افغانستان بانک/ د بانکونو د څارنې د لوی آمریت په استازیتوب په ولایتونو کې د څارنیزو ځانګړو موضوعاتو د بیا کتنې او ارزولو په اړه اجراات ترسره کړي.

مقرراتي لوی مرستیاليت:

مقرراتي مرستیال د دې ترڅنګ چې د دندو د لایحو، د پلان د پلي کولو، د عمل ترسره کولو او په اړونده برخه کې د افغانستان بانک د عالي شورا د تصویبونو او د افغانستان بانک د عامل پلاوي د پرېکړو د پلي کېدو پر وړاندې اړ دي او همدا ډول دا مرستیالیت له علمي او تخنیکي پلوه د خپل تر کنټرول لاندې مدیریتونو د دندو او چارو د ارزونې او څارنې مسئولیت هم په غاړه لري. دا مرستیالیت له څلورو مدیریتونو څخه جوړ دی چې د جواز ورکولو، د بانکونو د تصفیې، مقرراتو او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې مدیریتونه رانغاړي چې د هر مدیریت د دندو او مسئولیتونو لنډیز یې په جلا توګه لاندې وړاندې کېږي:

د جواز ورکولو مدیریت: د شرایطو وړ اشخاصو ته د بانکي فعالیت د جواز صادرول د افغانستان بانک له بنسټیزو دندو څخه ګڼل کېږي چې دا کار د دې آمریت د جواز ورکولو د مدیریت لخوا ترسره کېږي. د شرایطو وړ شخص ته د فعالیت د جواز له صادرېدو مخکې، دا مدیریت یو لړ د اړتیا وړ مالومات او سندونه راټولوي او بیا یې ارزوي چې لاندې موارد لکه: د لازمه سندونو راټولول او د ونډه لرونکو ارزونه، د سوداګریز پلان ارزونه، د بانکونو د تګلارو او کړنلارو، د نظار پلاوي په ګډون د لوړ پوړو چارواکو د غړو د مرکو او د منظورۍ لپاره د بانکونو د غوښتنلیکونو طی مراحل رانغاړي. همدا ډول، د بانکونو د نمایندګیو د فعالیت د اجازه لیک لپاره د اړینو سندونو راټولول، بانکونو د اسانتیا لپاره د غرفو جوړول، د صرافیو د خپل کاره ماشینونو او د POS ماشینونو د نصبولو لپاره د اجازه لیک صادرول د دې مدیریت د دندو له ډلې څخه دي. سربېره پر دې، د بانکونو د څارلو او پلټلو لپاره د اجازې د ترلاسه کولو په موخه د پلټنې د بهرنیو شرکتونو طی مراحل هم د دې مدیریت له دندو څخه ګڼل کېږي.

د بانکونو د تصفیې مدیریت: د بانکونو د تصفیې مدیریت عمده او بنسټیز مسئولیت د تصفیې په حال کې د تصفیې د مدیریت لخوا د بانکونو تصفیې ته رسیدنه ده، څو د ورسپارل شوو دندو او د هر بانک د تصفیې د مدیریت لخوا د بانکونو تصفیې ته د رسیدنې پر وړاندې اړین اجراات ترسره کړي او د هغوي کاري بهیر تر څار لاندې ونیسي.

• د مقرراتو مدیریت: د دې مدیریت بنسټیز مسئولیتونه د بانکي مقرراتو جوړول او ترتیبول او د بانکونو د اغیزناکه څارنو د ترسره کولو لپاره د کړنلارو جوړول رانغاړي. د یادونې وړ ده چې د بانکي کړنو د تنظیمولو په موخه د شرایطو او د متحدالمال مکتوبونو د صادرېدو په پام کې نیولو سره د اړوندو بانکي مقررو او کړنلارو تعدیلول هم د مقرراتو د مدیریت له کړنو څخه ګڼل کېږي.

د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې مدیریت: د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې اړوند د څارنو ترسره کول، د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د برخې د تعقیبي څارنو او د نړیوالو پولي لېږدونو د اختصاصي څارنو ترسره کول د دې مدیریت دندې دي. د یادو څارنو د ترسره کېدو بنسټیزه موخه د بانکوالۍ قانون، د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د مخنیوي قانون، د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون، د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مسئولیتونو او مخه نیوونکو اقداماتو د مقررې او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې د نورو لارښوونو او دستورونو له ښه پلي کولو او رعایتولو څخه د ډاډ ترلاسه کول دي.

د کیفیت د ډاډمنتیا مدیریت: د کیفیت د ډاډمنتیا مدیریت، د بانکي څارنې د لوی آمریت د مرستیالیتونو ترڅنګ، نه یوازې د بانکو د څارنې لوی آمر ته د ورسپارل شویو چارو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او د راپور ورکولو په برخه کې اړ دی، بلکې د دې آمریت د تشکیلاتي جوړښت له مخې د مرستیالانو لخوا د ورسپارل شوو دندو څخه هم په قسمي ډول ډاډ ترلاسه کوي. دا مدیریت اړ دی څو څارنیز راپورونه له کیفي پلوه تر ارزونې لاندې ونیسي او د هغه د کیفیت له څرانګوالي څخه ډاډ ترلاسه کړي. سربېره پر دې، د څارنیزو راپورونو طی مراحل او بانک ته (له تصویب وروسته) د هغه لېږل او د بانکونو د څارنې د لوی آمریت د شتمنۍ او ملکیت په توګه د راپورونو د اصلي نسخې ساتل د دې مدیریت په غاړه دي. د دې ترڅنګ، د بانکونو د څارنې د لوی آمریت د کلني پلانونو توحیدولو، تدوینول او ترتیبول او طی مراحل او له دې وروسته د آمریت په لارښوونه د بانکونو د څارنې د پلان پلي کول هم د کیفیت د ډاډمنتیا د مدیریت له مسئولیتونو څخه دي.

سکرتریت او د اجرائیې مدیریت

د اجرائیې مدیریت چې د بانکونو د څارنې د لوی آمریت د سکرتریت تر چتر لاندې کار کوي، د مراسلاتو او مکتوبونو د ثبت او لېږلو او ترلاسه کولو مسئولیت په غاړه لري.