د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمریت

د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان بانک په اډانه کې رامنځته شوې ده. د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د انفرادی اشخاصو او شرکتونو اعتباري معلومات (د پور اخیستونکي د پیژندګلوۍ معلومات، د ورکړې مخینه او تضمین) راټولوي، تحلیلوي او د اعتباري راپورونو په ترڅ کې یې نورو بنسټونو ته وړاندې کوي. د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د اړتیا وړ معلومات له بیلا بیلو سرچینو لکه سوداګریزو بانکو او مالي موسساتو څخه راټولوي او د یوه منسجم رپوټ په ترڅ کې چې د پیردونکي درجه بندي هم په کې شامله وي، اړوند مراجعو ته یې وړاندې کوي.  د عامه اعتباراتو د لوی آمریت کړنې په بانکي معاملاتو کې د منقولو مالونو د رهن قانون او په بانکی معاملاتو د غیر منقولو مالونو د رهن قانون په رڼا کې پرمخ وړل کیږي.

د عامه اعتباراتو د ثبت د لوی آمریت موخې:

۱. د اعتباراتو د اخیستلو لپاره د تقلبی اسناد او غوښتنلیک مخنیوی.

۲. استفاده کوونکی ته وړتیا ورکول تر څو ښه اعتباری مخینه تر لاسه کړي، د هغوی د قرض اخیستلو لګښت کموي او اعتباراتو ته د لاسرسي کچې لوړوی.

۳. بانکونه دا وړتیا پیدا کوي تر څو په ښه توګه د اعتباراتو خطرات کنترول کړي.

۴. دریمګړي ته د رهن د موجودیت په اړه معلومات ورکول.

۵. د  رهن د تقدم حق رامنځته کول د ثبت د نیټې او وخت پر بنسټ

د عامه اعتباراتو د ثبت  لوی آمریت دوه لاندې یاد شوي سیستمونه لري:

۱. د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم

۲. د بانکی معاملاتو د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستم

د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم

په هیواد کې د اعتباري معلوماتو د ثبت کولو په موخه د لومړي ځل لپاره د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم د دافغانستان بانک له خوا د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ په ۲۵ نیټه پرانیستل شو. دغه سیستم په بشپړ ډول بریښنايي دی او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ سمبال شوی دی. په هیواد کې ددې سیستم څخه استفاده ، مالی وجوده ته د لاسرسي اسانیتاوې زیاتوي او هغه پیردونکي چې د مالي وجوه غوښتنه لري، ددې سیستم له ګټو څخه برخمن کیدای شي. دغه سیستم د پور ورکولو معقول تصمیم نیولو په برخه کې له مالي بنسټونو سره مرسته کوي او هغوی د پړاوونو بهیر بشپړولو او د وخت ضایع کیدو پرته د اړتیا وړ اعتباري معلومات په آنلاین ډول لاسته راوړي.

د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې د اعبتاري رپوڼونو لومړنی بنډل چې د انترنیت له لارې د لاسرسي وړ دی، د ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۲ نیټه مالي بنسټونو او پیردونکو ته وروپیژانده، چې د هیواد په بانکي سکتور کې یو لوی بریالیتوب شمیرل کیږي. هغه اعتباري رپوڼونه چې د انټرنیټ له لارې وړاندې کیږي، اعتباري خطرونه کموي، د پیردونکو اعتباري معلومات په منظم ډول راټولوي او مالي بنسټونو ته یې وړاندې کوي چې دا د پور ورکولو لګښتونه کموي او په هیواد کې مالي وجوه ته لاسرسی زیاتوي .

د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم د افغانستان بانک قانون او د اعتباراتو د راپور ورکولو مقررې په رڼا کې فعالیت کوي او همدا اوس ټول سوداګریز بانکونه  او ځینې مالي موسسات ورڅخه ګټه پورته کوي.

پر منقول مالونو د رهني حقونو د ثبتولو سیستم

د افغانستان بانک د رهني حقونو د ثبتولو نوی او بشپړ برښنایي سیستم د منقول مالونو د رهن قانون د احکامو او د رهني حقونو د اطلاعیو د ثبتولو مقررې په رڼا کې له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ کړی دی. دغه سیستم په ملي کچه د یوه برښنایي سیستم ټول شرایط لکه سراسري والی، اغیزمنتیا او روڼتیا لري.

نوموړی سیستم دوه اساسي موخې لري: لومړنۍ موخه یې د رهني حقونو د اطلاعیو له موجودیت څخه د ثالث اشخاصو خبرول او دویمه موخه یې د رهني اطلاعیې د نیټې او وخت پر بنسټ د رهني حقونو د تقدم تثبیتول دي.د مالکیت ثبتولو لکه د غیر منقول جایدادونو د ثبت پر خلاف، د مالکیت ثبتولو ډاډمن معاملات د مالکیت حق نه انتقالوي او د ثبتولو دفتر یوازې پر منقول جایداد د پور ورکوونکي رهني حق چې په اطلاعیه کې توضیح شوی، خپروي. د رهني اطلاعیو د ثبتولو مقررې پر بنسټ، د افغانستان بانک د منقول جایدادونو د تضمین ثبتولو د دفتر سیستم او مسؤولین د ثبت شویو معلوماتو د اعتبار یا سموالي مسؤولیت او اختیار نه لري، ځکه رهني اطلاعیې د شته اسنادو پر بنسټ د مالي مؤسسو لخوا په سیستم کې درج کیږي او د اشتباه یا ناسمو معلوماتو په حالت کې، اړوندهمالي مؤسسه د رهني تقدم حق، امتیاز له لاسه ورکوي.ثبت شوې رهني اطلاعیه یوازې لاندیني موارد لري:

  • د پور اخیستونکي هویت (رهن ورکوونکی)
  • د پور ورکوونکي نوم او د اړیکې معلومات (رهن اخیستونکی)
  • د وړاندې شوي تضمین په اړه ټولیز یا ځانګړي توضیحات

د ثبتولو دفتر د مسئولینو د څیړنې لپاره هیڅډول اسناد اړین نه ګڼل کیږي. که څه هم، ځینې احصائیوي معلومات باید د افغانستان بانک ته وسپارل شي خو دغه ارقام پټ دي او دریمګړي کسان ورته لاسرسی نه لري. له هیڅ محدودیت پرته د ثتبولو له دفتر څخه استفاده کول د ټولو لپاره د انټرنیټ له لارې د لاسرسۍ وړ ده.

هرڅوک کولای شي له هیڅ محدودیت پرته ۲۴ ساعته د اوونۍ په اووه ورځو کې د رهني حقونو د ثبتولو سیستم ته لاسرسی ولري. د ثبتولو په سیستم کې لټون د پور اخیستونکي د مالیاتي تشخیصه شمیرې، د تذکرې شمیرې او د پاسپوړت شمیرېڅخه په استفادې تر سره کیدای شي. د نوموړ اسناد استفاده په دې پورې اړه لري چې پور اخیستونکی شرکت دی او یا انفرادي شخص. د اطلاعیې د ثبت شمیره او د نقلیه واسطې د پیژندنې شمیره (د شاسي شمیره) چې د تضمین په توګه ایښودل شوي وي، هم د لټون لپاره کارول کیدای شي.

سوداګریز بانکونه، پور ورکوونکي بنسټونه او یا نور مالي بنسټونه چې په افغانستان کې د رهني حقونو د ثبت او ساتنې غوښتونکي وي، کولای شي د «پیرودونکي حساب» د ثبتولو په دفتر کې پرانیزي او د انټرنیټ له لارې د اطلاعیو د ثبتولو بهیر پیل کړي. د «پیرودونکي حساب» جوړول ډیر ساده دي او د یوې فورمې په ډکولو سره د انټرنیټ له لارې تر سره کیږي. کله چې نوموړې فورمه ومنل شوه، پيرودونکی کولای شي د افغانستان بانک له هرې څانګې څخه خپل حساب ته پیسې ورزیاتې کړي او د منقول مالونو پر تضمینانو د رهني حقونو د ثبتولو سیستم څخه استفاده وکړي. د پيرودونکي حساب څخه په استفادې تاسې کولای شئ رهني اطلاعیې ثبت او د اړتیا په حالت کې تصدیق شوي رپوټونه لاسته راوړئ.