د مالي او محاسبې لوی آمریت

د مالي او محاسبې د لوی آمریت د دندو او موخو پېژندنه:

د مالي او محاسبې لوی آمریت د افغانستان بانک قانون د نهمې مادې او یو سلو یومې مادې د درېيم جز پر بنسټ جوړ شوی او د افغانستان بانک د مالي راپورونو ترتیبول، د افغانستان بانک د بودیجې جوړول او ترتیبول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د معاشونو او امتیازونو اجراء کول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د پورونو اجراء کول، د مالي طلباتو او اداینو اجراء کول، د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو ثبت او کنټرول، د افغانستان بانک د مالي معاملو کنټرول، د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مدیریت، د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو ساتنه او د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو مدیریت یې بنسټیزې دندې دي.

تشکیلاتي جوړښت

د مالي او محاسبې لوی آمریت په خپل جوړښت کې درې مرستیالیتونه (معاونیتونه) لري: ۱- د محاسبې مرستیالیت، ۲- د راپور ورکونې، کنټرول او بودېجې مرستیالیت، ۳- د سي بي اېس مرستیالیت چې هر یو يې په جلا ډول تر خپل کنټرول لاندې بېلابېلې کاري برخې لري.

  1. د محاسبې مرستیالیت

د مالي او محاسبې لوی آمریت د محاسبې مرستیالیت اړ دی څو ټولې محاسبې او مالي معاملې د محاسبې له کړنلارې او د مالي راپور ورکونې له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کړي. د مالي او محاسبې د لوی آمریت د ټولو شعبو محاسبوي معاملې( معاشونه، پورونه، اداینې او طلبات، تطبیقات، راکد حسابونه او ثابتې شتمنۍ) د محاسبې د مرستیالیت لخوا ترسره او وروسته د ارزونې او کنټرول په موخه د بودیجې، راپور ورکونې او کنټرول مرستیالیت ته استول کېږي. د دې ترڅنګ د معاشونو، امتیازونو، پورونو، طلباتو د معاملو ترسره کول، تطبیقات، راکد حسابونه او ثابتې شتمنۍ، مخکې اداینې او د اداینو وړ عواید او لګښتونه او همدارنګه د ازمایښتي او وروستي بیلانس ترتیبول د دې مرستیالیت له بنسټیزو دندو څخه ګڼل کېږي.

د معاشونو مدیریت

دا مدیریت اړ دی، څو  د افغانستان بانک کارکوونکو ته له نافذه کړنلارو سره سم د معاشونو، اضافه کاریو، د زده کړې او تخصصي امتیازونو او د افغانستان بانک کار کوونکو ته د اړوندو نورو ورکړو معاملې ترسره کړي.

د پور ورکړې مدیریت

دا مدیریت اړ دی څو د افغانستان بانک کارکوونکو ته له نافذه کړنلارو سره سم د متفرقه، واده،  زده کړې، کور جوړونې او کور پیرنې پورونه اجراء کړي.

د طلباتو او مالي اداینو مدیریت

دا مدیریت د تدارکاتي معاملو، د ودانیزو تړونونو، د تعمیراتي طلبونو د فسخه کولو، د ورځنیو لګښتونو د لېږد، د سفر طلبونو اجراء کول، د ماليې وزارت حساب ته د شپنیو امانتونو او پانګه ایزو پاڼو د مالیاتو د لېږدولو، د ماکولاتو لګښتونو د اجراء کولو، د ورکړې وړ معاملو او د هغه د تصفیې د اجراء کولو، د مخکې ورکړې او د هغه تصفیې د لګښتونو د اجراء کولو، د پيسو د خپرېدو حساب د دوران، د سرو زرو او تاریخي معاملو د هر اونۍ د ارزښت موندنې مسوولیت په غاړه لري.

د ثابتو شتمنیو مدیریت

دا مدیریت د افغانستان بانک د شتمنیو د حصول/عمومي مالکیت، د افغانستان بانک د شتمنیو د تثبیبتولو، د بسپنه شوو پوستکالو او تجهیزاتو ارزښت د محاسبې، د افغانستان بانک د شتمنیو د بیا ارزښت ټاکنې پروسې د مدیریت، د افغانستان بانک د شتمنیو د زیاتېدو او کمېدو په برخه کې د ارزښت ټاکنې، د بیا ارزښت ټاکنې د وخت د تثبیتولو، د استهلاک/ د تایزیشن چارو سجول او د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو اړوند د نورو چارو د تر سره کولو مسوولیت په غاړه لري.

د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مديریت

دا مدیریت اړ دی څو د غیر فعالو حسابونو، د غیر فعالو حسابونو د پیسو لېږدولو، پېرودونکو ته د پیسو د ورکړې، مالیې وزارت ته د پیسو د لېږدولو او د پیرودونکو غیر فعالو حسابونو ته د حسابونو پرانېستلو او د پیسو لېږدولو په اړ  راپور ترتیب کړي.

د تطبیقاتو مدیریت

د افغانستان بانک د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو د تطبیقاتو اجراء کول، د لیټراف کرېډيټونو د حسابونو د تطبیقاتو ترسره کول، د پانګونې او نورو پېرل شوو بیه لرونکو پاڼو د حسابونو د تطبیقاتو اجراء کول، د ناتطبیق شوو مبلغونو تعقیبول او د معامله لرونکو بانکونو د تطبیقاتو د راپور ترتیبول د دې مدیریت بنسټیزې دندې دي.

د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو د بک افس مدیریت

دا مدیریت د افغانستان بانک د مجازو لاسلیک کوونکو د پیژندنې او مدیریت، د بانکوالۍ په سېستم کې د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو د معاملو د درجولو، له بهرنیو بانکونو سره د موده ایزو امانتونو او اسعارو د تبادلې د تائیدولو، پانګونې لپاره د پیسو د لېږدولو او په بهرنیو بانکونو کې د ورکړو د ترسره کولو او د افغانستان بانک د بهرنیو سندونو/ بيه لرونکو پاڼو د پېر او پلور مسووليت په غاړه لري.

  1. د کنټرول، راپور ورکونې او بودېجې مرستیالیت:

د کنټرول، راپور ورکونې او بودېجې مرستالیت اړ دی څو مالي راپورونه جوړ او د مالي او مجاسبې لوی آمریت مالي او محاسبوي اجراات کنټرول کړي. دا مرستیالیت د دې آمریت له نورو شعبو سره په همغږۍ د یو غړي او سر ټیم په توګه د افغانستان بانک د کلني مالي راپور د جوړولو او ترتیبولو مسوولیت لري او د دې مرستیالیت تر کنټرول لاندې د مالي کنټرول، راپور ورکونې او بودیجې مدیریتونه کار کوي.

د بودیجې مدیریت

د مرکزي بانک بودیجه د مالي کال پر بنسټ ترتیبېږي چې د عادي عوایدو او لګښتونو او پانګه ايزو لګښتونو په برخو باندې ډلبندي کېږي، د بودیجې مدیریت د بودیجې د تفسیر، توحید، همغږي او د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې له نورو آمریتونو سره اوږه په اوږه کار کوي. په ورته وخت کې د بودیجې د پلي کېدو په تړاو د بېلابېلو راپورونو جوړول او واک لرونکو مقامونو او اړوندو مراجعو ته د هغه وړاندې کول هم د دې مدیریت دندې دي. د افغانستان بانک د بودیجې مسوده د دې مدیریت لخوا له شننې او ارزونې وروسته د بودیجې کمېټې ته وړاندې شوې چې له بحث او نظر شریکولو وروسته د نهايي کولو لپاره د افغانستان بانک عامل پلاوي ته وړاندې کېږي او په پای کې د بودیجې مسوده له نهايي کېدو وروسته د منظورۍ په موخه د افغانستان بانک عالي شورا ته وړاندې کېږي.

د مالي کنټرول مدیریت

دا مدیریت د مالي محاسبې د مرستیالیت تر کنټرول لاندې د مدیریتونو د کړنو په دوام کې د سندونو د بیا کتنې، د محاسبوي جدولونو د بیا ځلې محاسبې له لارې د مالي کنټرول له کړنلارو سره سم د کنټرولي پړاونو د ترسره کولو او د هغو کړنو د کمیت او کیفیت له پلي کېدو څخه د ډاډ تر لاسه کولو مسوولیت په غاړه لري چې د تصویبونو او حکمونو، مکتوبونو او استعلامونو، تصدیقونو، مالي آوېرزو، محاسبوي جدولونو، اېنوايسونو او بېلونو، د کیفیت آزموینې د قراردادونو سندونو، جوازونه، د سفر سندونو او فورمو پر بنسټ ترسره کېږي.

د مالي راپور ورکونې مدیریت

دا مدیریت د حسابونو چارټ د خوندي ساتلو او پلي کولو مسئول دی. ددې ترڅنګ دا مدیریت اړ دی څو د مالي مالوماتو او موادو امنیت بک آپ او يا يې وساتي. د یادونې وړ ده چې اړوندو مرجعو ته د افغانستان بانک میاشتنۍ او کلنۍ راپور ورکونه او آزمایښتي بیلانس د صورت حساب، د ګټې او زیان صورت حساب، د مالي بیلانس صورت حساب، د نغدي بهیدنې صورت حساب او د ذینفع شریکانو صورت حساب ترتیبول هم د دې مدیریت له بنسټیزو دندو څخه دي.

  1. د سي بي اېس مرستیالیت:  

د دې پرمختګ په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د سي بي اېس مدیریت مسوول دی، څو د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو سربېره د محاسبې چارې چټکې، رڼې او ډاډمنې کړي او په ورته وخت کې، کارکوونکو لپاره د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان بانک کارکوونکو او پېرودونکو ته د سي بي اېس سېستم او له هغه سره د نورو نښلول شوو سېستمونو د ماډیولونو له لارې د خدمتونو وړاندې کول، له ټولو مدیریتونو/ آمریتونو او خصوصي بانکونو سره ګډې هلې ځلې او همکاري، له قانوني التزاماتو سره سم د افغانستان بانک د اپلیکېشنونو تنظیمول او نوي کول، د دې مرستیالیت بنسټیزې موخې ګڼل کېږي.