د مالي خدمتونو د پراختیا  لوی آمریت

مالي خدماتو ته لاسرسی د بشري ټولنې یو اساسی اړتیا ده. څیړنې ښیي چې دمالي خدمتونو پراختیا په هیواد کی د لویو اقتصادي (Macroeconomic)  پالیسو د اهدافو په ترلاسه کولو، لکه ټول شموله اقتصادي وده، د فقر کمول، د عایداتو د نابرابرۍ کمول اودرفاه رامنځ ته کول کې مهم رول لوبوي. د مالي پراختیا د اهمیت لپاره، نړیوالو سازمانونو لکه نړیوال بانک (World Bank) او نړیوالی مالی صندوق (IMF) د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک یو ځانګړې آمریت په ۱۳۹۵ کال د جوزا په میاشت کې جوړ کړ تر څو دمالي خدمتونو دپراختیا او زیاتوالي لپاره منظم قانونی چارچوب جوړ کری.

لیدلوری (Vision):

د افغانستان ټول اتباعو لپاره په ځانګړې توګه د ټولنې د ټیټ عاید لرونکو او د بانکی سکتور څخه د محرومو برخو لپاره کیفیت لرونکي رسمي مالي خدماتو ته اسانه، خوندي، مناسبه، ارزانه او دوامداره مالي خدمات چمتو کول دي. همدارنګه د قرض حسنه حساب، سپما حساب، د تقاعد حساب، بیمی، مالی تمویلات ، د مناسبو تادیاتې وسایلو کارول او نورو مالی خدمات ته اساسی وده ورکول دی.

موخي(Objective):

د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت مسؤلیت لري چي  رسمي مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات کړي، په ځانګړې توګه د ټولنې د ټیټ عایدلرونکو برخو لپاره ځانګړې مالي اسانتیاوو برابرول دي. همدارنګه، په خصوصي بانکونو کې د پیرودونکو دحقوقو خوندي کول، په افغانستان کي د وګړو مالي سواد او مالي وړتیا لوړول، د ټول شموله اقتصادي ودې لپاره د قوي او متحرک چاپیریال رامنځته کول، د رسمي مالي خدمتونو کارولو کلتور ته وده ورکول او پیاوړي کول دی. ددې آمریت اوږد مهاله موخې د بې وزلۍ کچه کمول، د عوایدو نابرابرۍ کمول، د عامه هوساینې لپاره کار کول شامل دي.

دندې او مسؤلیتونه  :(Tasks and Responsibilities)  

د مالي خدماتو د پراختیا عمومي آمریت مسؤلیت لری چي په هیواد کې د مالي خدمتونو پراختیا په وړاندې د ننګونو او خنډونو د پیژندلو لپاره په مالي سکتور کي وخت په وخت څیړنی ترسره کړي. همدارنګه، مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي لپاره د وړاندیزونو وړاندې کول، د دودیزي بانکدارۍ، اجنټ بانکدارۍ، د کوچنیواو دمنځنیو تشبثاتو(SME) مالي تمویل، کرنې او مالدارۍ مالی تمویل، ډیجیټلی خدمتونو وړاندی کولو کی لازمه همکاری، د ښځولپاره مالی تمویلات، اجارې او د کورونو اخستلو لپاره منظم مالی چارچوکات لپاره د طرحی رامینځته کول، د سوداګریزو بانکونو څخه د مالي معلوماتو راټولول او تحلیل کول، او په اساس یی لازم وړاندیزونه چمتوکول، د مالی زدکړو او عامه پوهاوی لپاره لازم اقدامات تر سره کول، د مالی پراختیا ملی ستراتیژی  (NFIS ) د پلی کولو لپاره د څارنې یو اغیزمن سیسټم رامینځته کول، د مالي دګټه اخیستونکو د خوندیتوب لپاره د قوانینو او مقرراتو جوړول، د مالي شمولیت لپاره د روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او عامه پوهاوي کمپاینونو ترسره کول شامل دی.

اداري جوړښت :(Organizational Structure)

مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت یوولس تخنیکي کارکونکو لري، چي عمومي آمر، دو مرستیالان او دري مدیریتونه پکي شامل دي .

1 . دودیزه بانکداري او بانکداري د نماینده له لاري :(Banking Traditional and Agent)  

دا برخه وظیفه لري چې هغه فیسونه مشخص او تحلیل کړي چې دافغانستان بانک یی له تجارتي بانکونو څخه اخلي او د مالي شمولیت لپاره اغيزه ناك ثابت شي. د دې بخش موخه د قانوني او مقرراتي خنډونو پیژندل دي چې په هیواد کې د مالي شمولیت محدودیت لري او اړوندي سپارښتنی وړاندي کړي ترڅو د یو متحرک او فعال قانوني چوکاټ رامینځته کړي چې په هیواد کې د مالي شمولیت د زیاتوالي لپاره ملاتړ وکړي. همدارنګه، دا مدیریت خصوصي بانکونه هڅوي تر څو بانکداري د نماینده له لاری (Agent banking) رایج او تشویق  کړي.

1.1.  د پیرودونکو د حقونو د ساتنې برخه :(Consumer Protection)

دا برخه وظیفه لري چی په مالي سکتور کې د پیرودونکو د حقونو ساتنه او د هیواد په مالي موسساتو باندې د خلکو باور لا زیات کړي. همدارنګه، پیرودونکو ته د محصولاتو او مالي خدماتو په اړه معلومات (لګښتونه، ګټې، او خطرونه) چمتو کول، د مالي محصولاتو او خدماتو په عرضه کې د روڼتیا رامنځ ته کول، د پیرودونکو د معلوماتو محرمیت ساتل، د پیرودونکو سره مناسب چلند لپاره مناسب چاپیریال برابرول،  د مالي محصولاتو او خدماتو په عرضه کې سالمه سیالي او نوښت را منځ ته کول، د مالي محصولاتو او خدماتو کیفیت ښه کول، د پیرودونکو د شکایتونو اداره کول او د دوی مالي شخړې حل کول شامل دۍ.

2 د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SMEs) او زراعتي تمویلاتو مدیریت:

 دا مدیریت وظیفه لري چي په زراعتی سکتور او کوچنییو او منځنیو تشبثاتو (SME) لپاره مالي ملاتړ ته لاره هواره کړي. همدارنګه، دمیرمنو اړوند تشبثاتو  لپاره د مالي ملاتړ اسانتیاوي رامنځته کول او د زراعتي  سکتور او کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SME) ته  دلنډ اواوږد مهالي مالي تمویلاتو کی اسانتیاوو برابرول شامل دي.

3. د مالي نوښتونو مدیریت:

دا برخه په افغانستان کې د ګروي او مالی اجارې د بازار لپاره د طرحو او پلانونو جوړولو مسولیت لري او  په کلیوالي او ښاري سیمو کې رسمي مالی سیستم  ته د ښځو د لاسرسي د زیاتوالي لپاره د نوښتونو په اړه مربوطه اداراتو سره کار کوي. همدارنګه د بریښنایی پیسو بنسټونه(EMIs) او د تادیاتو بنسټونه(PIs)  سره کار کوي ترڅو په ټول هیواد کې د بانکداری نماینده (Agent banking) شبکه رامینځته او پراخه کړي، برسېره پدی د پلور اتومات ماشینونه (POS) او د صرفی اتومات ماشینونو (ATMs)  پراختیا لپاره د خصوصي بانکونو سره تخنیکي همکاري کوي.