د تدارکاتو آمریت

د تدارکاتو لوی آمریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامه تدارکاتو له قانون سره سم د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲ نېټه د افغانستان بانک په اډانه کې د یو جلا ډیپارټمنټ په توګه تأسیس شو. د تدارکاتو لوی آمریت د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي او د قراردادونو د اړوندو فعالیتونو د اداره کولو مسئولیت په غاړه لري. د دې آمریت موخه په د افغانستان بانک کې د ټولو تدارکاتي او د قراردادونو د مدیریت د اړوندو فعالیتونو لپاره د اړیکې د یو واحد مرکز جوړول دی.

موخې:

د تدارکاتو د لوی آمریت موخه د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا او د لاندینیو ټکو په پام کې نیولو سره او د افغانستان بانک د کلنۍ داخلي اړتیاوو له مخې د توکو، کارونو او خدمتونو تدارک، ترسره کول او وړاندې کول دي. 

۱ـ د تدارکاتو د بهیر له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کول.

۲ـ د مالي چارو او عمومي لګښتونو اغیزناکه کنټرول.

۳ـ د توکو، کارونو او خدمتونو په تدارک کې اقتصادي (پیسو ته ارزښت ورکول) ترلاسه کول.

۴ـ د تدارکاتو په بهیر کې د شرایطو وړ ټولو داوطلبانو ته د ګډون لپاره د داوطلبۍ د فرصتونو برابرول.