مالي برخه

پولي سیاست د هېواد له مالي سیاست سره په همغږۍ کې طرحه او تطبیق کېږي. د همدې لپاره، د افغانستان بانک له مالیې وزارت سره نږدې همکاري لري. دا برخه، ارقام لکه د دولت عواید او لګښتونه، د ملي بودجې د تمویل سرچینې او دې ته ورته نورې شمېرې له ماليې وزارت څخه راټولوي او له هغه څخه د مالي وضعیت، د نغدینګۍ مدیریت او پولي سیاست په پلي کولو کې کار اخلي.