د صرافانو ټولنې له استازو سره د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه غونډه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ مه –د افغانستان بانک مسئولینو د صرافانو د سراسري ټولنې له استازو سره د کرونا یروس څخه د مخنیوي لپاره غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې چې په همدې اړه د افغانستان بانک د پولي سیاست په لوی آمریت کې جوړه شوې وه د اسعارو په راکړو او ورکړو کې د کرونا ناروغۍ د ویروس د مخنیوي په اړه هر اړخیزه بحثونه وشول.
په دغه غونډه کې یادونه وشوه چې د کرونا ناروغۍ له ویروس څخه د مخنیوي په اړه باید د صرافانو او پېرودونکو د پوهاوی لپاره لازمې خبرتیاوې رامنځته شي او په دې اړه دې لازم تدبیرونه ونیول شي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د صرافانو له لوري د بولۍ پر بندولو، د صرافیو په بازارونو کې د ګڼې ګوڼې په راکمولو، له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د هر ډول پیسو د ضد عفوني کولو، په آنلاین ډول د پیسو د لیلام (آکشن) ترسره کولو او د صرافۍ بازارونو ته د ورتلونکو پېرودونکو او صرافانو روغتیایي چک او کنټرول کولو په اړه خبرې وشوې.