د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست کړنې وستایل شوې

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۹:۳۹
د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست کړنې وستایل شوې

۱۳۹۹ د وږي ۳- د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست، ښاغلی اجمل احمدي د صرافانو او پولي خدمتونو د سرتاسری ټولنې لخوا وستایل شو.

د هېواد د صرافانو او پولي خدمتونو د ټولنې غړو د یو غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست کړنې وستایلې او د صرافۍ او پولي خدمتونو په برخه کې شوي پرمختګونه یې د نوموړي د بې درېغه هلو ځلو او دوامداره هڅو پایله یاده کړه.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست د صرافانو د ټولنې مسؤلینو سره د لا ډیرو همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د صرافۍ او پولي خدمتونو په کړنو کې د لا ډیرو اسانتیاوو، ښه وضعیت او زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو غوښتونکی دی.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست، ښاغلي اجمل احمدي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په وروستیو دوو میاشتو کې په د افغانستان بانک کې د جواز ورکولو په برخه کې د دې ټولنې او د افغانستان بانک ترمنځ لا ډیره همغږي او نورې اړینې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

په دې غونډه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د سرتاسري ټولنې مسؤلینو د افغانستان بانک له رهبرۍ سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د ښاغلي احمدي کړنې وستایلې.

د غونډې په پای کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ته د یادې ټولنې د مسؤلینو لخوا د اعزاز لونګۍ او چپن ډالې شوه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۴:۲۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 رمضان المبارک 25 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د رمضان المبارک د میاشتې په 27 نېټه (1403/01/18) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې. . .

بېرته خبرونه ته