د افغانستان بانک د مرستیالانو د ګوښه کولو په تړاو د عالي شورا د راپور او پریکړې استماع

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۹:۴۳
DAB

خبرپاڼه

نېټه: ۱۳۹۹ د چنګاښ ۹

موضوع: د افغانستان بانک د مرستیالانو د ګوښه کولو په تړاو د عالي شورا د راپور او پریکړې استماع

په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر په د افغانستان بانک کې د وروستیو بدلونونو، په ځانګړې توګه د دې بانک د ځینو لوړ پوړو کارکوونکو د فساد د دوسیو په اړه د غونډې له غړو سره بحث او خبرې وکړې. په دې وروستیو کې د افغانستان بانک عالي شورا چې د مرکزي بانک د تصمیم نیولو تر ټولو ستره مرجع ده، په اوو دوسیو کې په فساد تورن څلور لوړ پوړي کارکوونکي، له دندې ګوښه او دوسیې یې د لا څېړنې په موخه د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته لیږدوي. سربېره پر دې له قانون سره سم ۳ تنه کارکوونکو ته توصیې او ۱ تن کارکوونکي ته اخطاریه صادرې شوي.

د افغانستان بانک د قانون د دولسمې مادې پر بنسټ، د ۱۳۹۹/۴/۸ هجري لمریزې نېټې په غونډه کې چې د افغانستان بانک د اسلامي جمهوریت جلالتمآب ولسمشر په مشرۍ د ګلخانې په ماڼۍ کې د افغانستان بانک د مرستیالانو د ګوښه کولو په تړاو د عالي شورا د پریکړې د استماع او د افغانستان بانک د پخواني لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د دفاعیې د استماع په موخه په ۱۱:۳۰ دقیقې، مخکې له غرمې جوړه شوې وه، په پیل کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ټولو د ناظر د راپور مستندات چې مخکې یې د جلالتمآب ولسمشر حضور ته وړاندې شوي ؤ، ولوستل.

ورپسې ښاغلي پوهندوی محمد نعیم عظیمي د دوو نورو کلیدي موضوعګانو پر بنسټ د عالي شورا د پریکړې موضوع چې د افغانستان بانک د قانون د اتمې مادې د (۱) فقرې او د شلمې مادې (۳) فقرې او ۷ بند پر بنسټ د یوې دوسیې د اجزاوو په تړاو وه، د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر ته وړاندې کړه. وروسته له هغه ښاغلي دکتور شاه محمود محرابي هم د دویم مرستیال په ګډون د ځینو آمرینو د قانون ماتولو، کمزوره مدیریت او وظیفوي واکونو د ناسمې استفادې په تړاو د اداري فساد ځینې موضوعات د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر حضور ته وړاندې کړل.

د عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، ورپسې ښاغلي واحدالله نوشېر هغه بېلابېل موضوعات چې د افغانستان بانک د عالي شورا او د لوی ریاست د سرپرست لخوا وړاندې شوي ؤ، توضیح کړل.

په پای کې د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني څلور کلیدي موارد په لاندې ډول بیان کړل:

۱- " ولسمشر له قوانینو او مقرراتو سره سم د ادارو واکونو ته درناوی لري. د افغانستان بانک د مسؤلینو او عالي شورا واکونه د افغانستان بانک په قانون کې مشخص شوي دي.

۲- د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر موقف د قانون د حمکونو ملاتړ دی، عدلي او قضايي چارې خپل استقلالیت لري او حکومت د دې قوې په اجرااتو کې لاسوهنه نه کوي.

۳- د ذمې برائت اصلي حال دی، د هرې ادعا لپاره د هېواد په عدلي او قضايي نظام کې قانوني واک لرونکي مراجعې شته چې په خپلواکه توګه رسیده ګي او اجراات کوي.

۴- د دې موضوع بعدي اړخونه د عدلي او قضايي ادارو په وروستیو اجرااتو او پریکړو پورې تړاو لري."

د پورته مطالبو له وړاندې کولو وروسته، د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر د عالي شورا د غړو د وړاندیز پر بنسټ، د دویم مرستیال په اړه د ولسمشر ۲ بند شفاهي حکم په صراحت سره تلقي کړه چې د عالي مقام د تائید وړ وګرځیده او په ورته وخت کې د افغانستان بانک لومړی مرستیال هم له دندې ګوښه شو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د افغانستان بانک 52 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1400 کال د زمری 10 مه- د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د زمری میاشتې په 11 نېټه د دوشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 52 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۸:۳۳
Background image

د کوچنیو او منځنۍ کچې تشبثاتو لپاره د پورونو په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو غونډه

۱۴۰۰ د زمري ۹ – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د بانکونو ټولنې له مسئولینو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د پور ورکړې په برخه کې د لا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د بیرغ د ملي ورځې په ویاړ د افغانستان بانک د سرپرست د مبارکۍ پیغام!

د افغانستان بانک د عالي شورا او مشرتابه پلاوي په استازولۍ د افغانستان عزتمند او با افتخاره ملت ته د بیرغ د ملي ورځې مبارکي وایم. ملي بیرغ؛ زمونږ د ملي یووالي، افتخار، اقتدار او ملي هویت. . .

بېرته خبرونه ته