د تش بست خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۴:۵۶
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست ځانګړتیاوې

د بست نوم: د برېښنا انجنیر (مدیر)

آمریت : د خدماتو لوی آمریت

ګرید: اتم (۸)

د پیل نېټه: ۱۴۴۳ ذوالقعده ۲۷ مه (۱۴۰۱/۰۴/۰۵)  

د پای نېټه : ۱۴۴۳ ذوالحجه ۶ مه (۱۴۰۱/۰۴/۱۴)  

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه :

د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول او د اداري او تقنیني اسنادو په تعدیل کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول.

په  ملي او نړیواله کچه د منل شويو  معیارونو سره سم د افغانستان بانک د ودانیزو پروژو اړوند د برېښنا سیستم د چارو د ډيزاین، طرحې او اجراء په اړه لازم تدابیر نیول.

د افغانستان بانک د ودانیزو پروژو د برېښنا اړوند د ټولو چارو ترتیبول او تخمیني برآورد کول.

د افغانستان بانک د ودانیزو پروژو د برېښنایي سامان آلاتو او تجهیزاتو برآورد کول او د تخنیکي نظرونو وړاندې کول.

په تعمیراتي غونډو کې د تخنیکي او مسلکي مشورو د وړاندې کولو په موخه ګډون کول.

د افغانستان بانک د دوانیزو پروژو د برېښنا د تجهیزاتو لپاره د تخنیکي ځانګړنو ترتیبول.

د اړوندې برخې د کاري کیفیت د ښه والي په موخه د برېښنا په چارو کې د انجینرۍ د عصري سافټویرونو څخه کار اخیستل.

د اړندو اسنادونو او مکتوبونو د ساتنې لپاره د دوسیه بندۍ د منظم سیستم جوړول.

د افغانستان بانک د شعبو د برېښنایي چارو د تخنیکي او فني ځانګړنو ترتیبول.

د تمې وړ پایلو د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان بانک د برېښنا سیستم برآورد، سنجش او د نقشو ترتیبول.

د برېښنا د اغېزناک تأمین لپاره په ودانیو کې په تخنیکي ډول د برېښنا د مزو نصبول او انتقالول.

د بانک په سطحه او اړوندو ساحو کې د برېښنا له امله د رامنځته شویو عوارضو ترمیم او رفع کول.

د برېښنا رسونې شبکو او سیستمونو، سب ستیشنونو او ترانسفرمرونو د تخنیکي ځانګړنو ترتیبول.

د کار د مؤثریت د زیاتوالي په موخه د ډیزلي جنراتورونو د ظرفیت ټاکل.

په څو طرحو (لمریزه انرژي، د اوبو انرژي او د باد انرژي او داسي نور) باندي د انجینرۍ محاسبو او تحلیلونو ترسره کول او د کار د کیفیت د لوړولو په موخه د اغیزناکې، اقتصادي او مناسبې طرحې غوره کول.

د افغانستان بانک اړوند د ودانیزو پروژو د برېښنا رسولو چارو کنټرول او مراقبت کول.

د اړوندو برخو د فعالیتونو د پرمختګ او لاسته راوړنو څخه د خبرولو په موخه اړوندو چارواکو ته د میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونو ترتیبول.

د کاري پلانونو ترتیبول او  واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول.

د نورو ټولو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د طرزالعمل او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او هدایتونو پر بنسټ ورته سپارل شوي وي.

د بست اړین شرطونه

د زده کړو کچه: د برېښنا انجینرۍ په برخه کې لیسانس.

تجربه: د دندې اړوند (۲) دوه کلنه تجربه

وړتیاوي او مهارتونه:

د برېښنا انجینرۍ له مقررو، نورمونو او معیارونو سره پوره بلدتیا، د رهبرۍ، پالیسي جوړونې او ستراتیژي جوړونې وړتیا، د ادراې د تګلارې د طرحه کولو او تطبیق وړتیا، د اصولو او اغیزناکو اجراآتو په اړه د پام وړ پوهه لرل، دکاري مدیریت د اغیزناک افهام او تفهیم قوه درلودل، په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبې د خبرو کولو وړتیا، د برېښنا انجینرۍد کمپیتوټري پرګرامونو د کارولو سره پوره بلدتیا درلودل، په راپور ورکولو او راپور اخیستلو کې کاري نوښت او چټکتیا، په یواځې او ډله ایزه توګه د کار کولو  وړتیا لرل، صداقت او په دنده کې د محرمیت ساتل او کاري انعطاف منل، په سختو شرایطو کې په کارونو کې لومړیتوب ټاکل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورنو د لیکلو وړتیا لرل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابنده، ډله یز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله (CV)، د تذکرې رنګه کاپی او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af  ته ولېږي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو ته اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies