د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۱:۴۸
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست ځانګړتیاوې

د بست نوم: د برېښنا تخنیکر

آمریت: د خدماتو لوی آمریت

ګرید: (۶)

د پیل نېټه: ۱۴۴۳ ذوالقعده ۲۷ مه (۱۴۰۱/۰۴/۰۵)

د پای نېټه : ۱۴۴۳ ذوالحجه ۶ مه (۱۴۰۱/۰۴/۱۴)

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول

د برېښنا د اغېزناک تأمین لپاره په ودانیو کې په تخنیکي ډول د برېښنا د مزو نصبول او انتقالول.

د بریښنايي تجهیزاتو لګول او د ادارې او د بریښنا د سیتسمونو فعالول او د برېښنا د جریان تنظیمول

د ساکت ګروپ د شیټونو او بریښنایی وسایلو نصبول، او د شعبو د برېښنایي لینونو لګول

 د سهار لخوا د للیتر د اوبو، مبلایلو، د اړتیا وړ تیلو او د جنراتورونو د بطریو چک کول او په دوامداره توګه د جنراتور ماشینونو پاکول

په اړینو وختونو کې د چمتو کولو په موخه د سهار لخوا د جنراتور ماشینونو روښانه کول او د هغې د اړتیا وړ تیلو اکمالول

د فیوز بکسې په داخل کې د برېښنا له عمومي لین څخه د جنراتور لین ته او د هغې برعکس د چنج آورونو چک کول او بدلول

د برېښنا د نشتون په صورت کې د ثبت په اړوند کتاب کې د جنراتور ماشین د فعالیت د ساعتونو د پیل او پای ثبتول او سنجول

په بانک او اړوندو ساحو کې د بریښنا له امله د رامنځته شویو عوارضو ترمیمول او رفع کول

د اړتیا پر مهال د بانک اړوند بریښنايي وسایلو او تجهیزاتو ترمیمول

د کار د ابزارونو سموالی او سالمه ساتل او د اړتیا په وخت کې له هغې څخه سمه ګټه اخیستل

د دندې ترسره کولو پر مهال د تخنیک د بې خطره امنیتي لوازمو څخه کار اخیستل

د کاري پلانونو ترتیبول او  واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول.

د نورو ټولو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د طرزالعمل او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او هدایتونو پر بنسټ ورته سپارل شوي وي.

د بست اړین شرطونه

د زده کړو کچه: د برېښنا انجینرۍ په برخه کې لیسانس.

تجربه: د دندې اړوند (۲) دوه کلنه تجربه

وړتیاوي او مهارتونه :

د برېښنا انجینرۍ له مقررو، نورمونو او معیارونو سره پوره بلدتیا، د رهبرۍ، پالیسي جوړونې او ستراتیژي جوړونې وړتیا، د ادراې د تګلارې د طرحه کولو او تطبیق وړتیا، د اصولو او اغیزناکو اجراآتو په اړه د پام وړ پوهه لرل، دکاري مدیریت د اغیزناک افهام او تفهیم قوه درلودل، په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبې د خبرو کولو وړتیا، د برېښنا انجینرۍد کمپیتوټري پرګرامونو د کارولو سره پوره بلدتیا درلودل، په راپور ورکولو او راپور اخیستلو کې کاري نوښت او چټکتیا، په یواځې او ډله ایزه توګه د کار کولو  وړتیا لرل، صداقت او په دنده کې د محرمیت ساتل او کاري انعطاف منل، په سختو شرایطو کې په کارونو کې لومړیتوب ټاکل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورنو د لیکلو وړتیا لرل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابنده، ډله یز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله (CV)، د تذکرې رنګه کاپی او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af  ته ولېږي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو ته اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies