د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۶:۶
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست ځانګړتیاوې

د بست نوم: IT Team Leader

آمریت: د ټولو ناظر اداره

ګریډ: (۱۰)

د پیل نېټه: ۱۴۴۳ ذوالحجه ۲۰ مه (۱۴۰۱/۰۴/۲۸) 

د پای نېټه : ۱۴۴۳ محرم ۱ (۱۴۰۱/۰۵/۰۸) 

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

  • د اړوندې برخې د چارو او کارکوونکو مدیریت، نظارت، کنټرول او ارزول
  • د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو طرحه او ترتیبول او د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند اداري او تقنیني اسنادو په تعدیل کې همکاري کول لکه د تبدیلۍ مدیریت، د فعالیت د دوام پلان او د معلوماتو بېرته ترلاسه کول، د معلوماتو د ساتنې پالیسي او داسې نور
  • د پلټنې د پلانونو د ترتیب او جوړولو، اسنادو او مدارکو مدیریت، چک کول، او د مرکزي بانک د د دفترونو د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخو او سیستمونو څېړل او تحلیلول
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو او سیستمونو کې د عامل پلاوي او عالي شورا د تصویبونو د پلي کولو څخه ډاډ ترلاسه کول
  • په کره توګه او ټاکلي وخت د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند اسنادو د څېړنې په موخه د شعبو له مسؤلینو او اړوندو کارکوونکو سره همغږي او د اړیکو ټینګول او د هغوی د ستونزو رفع کول
  • د طرحه شوي پلان، مقررې او د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخو د کاري کړنلارې سره سم د مرکز او ولایتونو د شعبو تر پلټنې لاندې دفترونو د چارو د ترسره کولو د سموالي څخه ډاډ ترلاسه کول او د معلوماتي ټکنالوژۍ د ټولو سیستمونو، پروګرامونو او عملیاتونو څېړل او د ستونزو د موندلو په صورت کې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپور ترتیبول، تنظیمول، ساتل او وړاندې کول
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو او مدیریت د مخکنیو او وروستیو چارو بیاکتل او د مقررې او کاري کړنلارې سره سم په قیدي توګه د بیلابیلو نېټو د اسنادو د څېړنې مدیریت کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپور ترتیبول، تنظیمول، ساتل او وړاندې کول.
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د خطرونو ترتیب او تحلیلول او د هغو ټکو په ګوته کول چې د ټولو ناظر ادارې لخوا ورته پاملرنه کېږي
  • د تکنالوژيکي خطرونو په ګوته کولو سربېره د ټکنالوژۍ د خوندیتوب د برخو مدیریت او څېړل لکه شبکه، عامل سیستمونه او د معلوماتو مرکز او د دې ترڅنګ د خوندیتوب د سیستمونو ارزول او د هغې د سیستماتیک تطبیق او تنظیم د سموالي څخه د ډاډ ترلاسه کول
  • د بانک د ساحې دننه او له ساحې بهر ټولو سیستمونو د بیک اپ (Back up) له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول
  • د امنیتی کمرو د DVR دستګاوو د فعالیت او د هغې له بیک اپ له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول
  • د ټیم د غړو ترمنځ د کار مدیریت او ویشل او د پلټنې، تعقیب، څېړڼې د ډلو تنظیمول او د هغوی د ورځنیو چارو ارزول او د کاري چارو د ښه والي په موخه مشورې ورکول
  • د ساحې بهر څارنې ترسره کول او د پلټنې د ډلو سره چې د ساحې بهر څارنې پلټنې له لارې خپله څېړنه ترسره کوي، د آمریت د هدایت سره سم د پلټنې لاندې شعبو د کارول کېدونکو سیستمونو په برخه کې همکاري کول
  • د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر څخه د هغو مواردو په پلټنه کې د کاري بهیر د چټکوالي په موخه چې په ورځني پرمختګ کې د رکود لامل کېږي، د هدایتونو ترلاسه کول
  • د پلټنې لاندې شعبو څخه د اړتیا وړ معلوماتو او پوښتنو غوښتل
  • د طرحه شوي پلان سره سم د ضمیموي اسنادو د بشپړوالي او سموالي په پام کې نیولو سره د قضیو د څېړنې او د څېړنې د پایلې په اړه د مفصل راپور ترتیبول او د نظرونو، قناعت او عدم قناعت ترلاسه کولو په موخه د اړوندې شعبې، مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره شریکول
  • د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمرته راپور ورکول
  • د هغه دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ مقام د هدایتونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ راجع کېږي.

د بست اړین شرایط:     

د زده کړې درجه او رشته: د معلوماتي ټکنالوژۍ، کمپیوټر ساینس، معلوماتي سیسټمونو په برخو کې د لیسانس سند (او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي)

د مالیې، محاسبې او بانکوالۍ پوهه درلودل.

تجربه: د دندې اړوند پنځه (۵) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پیژندل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د پروپوزل د لیکلو وړتیا او د پروژو مدیریت، د عملیاتي چارو سره بلدتیا، او د وظیفوي محرمیت ساتل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی، په کاري برخه کې مسلکي او د غوره همغږۍ رامنځته کوونکی.

یادونه:

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله (CV)، د تذکرې رنګه کاپي او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af ته ولېږي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies