د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۱:۵۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

آمریت: د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز

د بست نوم: د سیستم اداره کونکی

ګرېډ: اتم (۸)

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۴د شوال المکرم ۲۹

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۴ د ذوالقعده الحرام ۱۵

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

  • د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د ډیټابیس او شبکې مدیریت او ساتنه؛
  • د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د منطقي او فزیکي موډلونو طرحه؛
  • د راپورونو ترلاسه کول او د راپور ورکوونکو ادارو ته د رسید وړاندې کول؛
  • د بک اپ او بیا رغونې د سیستم د پالیسیو طرحه او پلي کول؛
  • د مالوماتي ټکنالوژۍ د سیستم د ستونزو حلول
  • د سرورونو، کمپیوټرونو، پرنټرونو، روټرونو، سویچونو، فایر والونو، پوسکالو نصبولو او د مالوماتي ټیکنالوژۍ د نورو تجهیزاتو مدیریت؛
  • د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د ویب پاڼې ډیزاینول او مدیریت کول
  • د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د ډیټابیس د کارونې په اړه د دې ادارې کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو برابرو؛
  • د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
  • د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، دستوالعملونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د بست اړین شرطونه

د زده کړې کچه او څانګه:

په کمپیوټر ساینس او د مالوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې د تخصصي مهارتونو په برخه کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ سند ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

  • د هېواد له رسمي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛
  • د دندې د محرمیت ساتل؛
  • د مرکزي بانک له دندو او موخو سره بلدتیا؛
  • له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
  • له شبکې، ډیټابیس، معلوماتي ټکنالوژۍ او د بریښنایی اړیکو سره آشنا؛
  • په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛
  • د مدیریتي او رهبرۍ د مهارتونو درلودل؛
  • د ملکي خدمتونو کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛
  • د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
  • د پروپوزلونو د ترتیبولو او پروژو د مدیریت وړتیا؛
  • د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندنه.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادق، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي

مهم ټکي:

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره خپلې سوانح (سي وي او د دندې غوښتنلیک) د تذکرې رنګه کايي او دیپلوم یا ترانسکریپټ سره یو ځای د پي ډي اف (pdf) په یو فایل کې چمتو او دې برېښنالیک   dab.jobs@dab.gov.af ته یې راولېږئ.

  • د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتنلیک کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
  • د ازموینې نېټه وروسته اعلانېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies