د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: IT Auditor
آمریت : د ټولو ناظر اداره
ګریډ: اتم (۸)
د پیل نېټه: ۱۴۴۳ ذوالحجه ۲۰ (۱۴۰۱/۰۴/۲۸)
د پای نېټه : ۱۴۴۳ محرم ۱ (۱۴۰۱/۰۵/۰۸)
د ګمارنې ډول: دایمي
د بستونو شمیر: ۲
د دندې لایحه:
- د معلوماتي ټکنالوژۍ د خطرونو ترتیب او تحلیل، او ورسره د هغو ټکو په ګوته کول چې د ټولو ناظر ادارې د پاملرنې وړ ګرځي.
- د معلوماتی ټکنالوژۍ د برخو د څېړنې ترسره کول او د ټولو تکنالوژیکي سیستمونو، پروګرامونو او د تکنالوژۍ د عملیاتو څېړل.
- د ټکنالوژۍ د سیستمونو مخکینۍ او وروستۍ بیاکتنې ترسره کول.
- د ټکنالوژۍ د خوندیتوب د برخو لکه د شبکې، عامل سیستمونو او د معلوماتو مرکز څېړل او ترڅنګ یې د خوندیتوب د سیستمونو ارزول او د هغو د سیستماتیک تطبیق او تنظیم څخه ډاډ تر لاسه کول.
- د بانک د ساحې دننه او له ساحې بهر د بیک اپ (Back up) د ټولو سیستمونو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د امنیتی کمرو د DVR دستګاوو د فعالیت او د هغې د بیک اپ د څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د پالیسي، او د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو هغو برخو چې په معلوماتي ټکنالوژۍ پورې تړاو ولري لکه؛ د تبدیلي مدیریت، د فعالیت د دوام پلان او د معلوماتو بیرته تر لاسه کول، د معلوماتو د خوندي ساتنې پالیسي او د نورو برخو بیاکتنه کول.
- د زونونو د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستم د فعالیت د پلټنې لپاره ولایتونو ته سفر کول.
- د پلان سره سم د پلټنې په اوږدو کې له ټیم مشر سره همکاري او همغږي کول.
- د ساحې بهر پلټنې تر سره کول او د پلټنې له هغو ټیمونو سره مرسته کول چې د ساحې بهر له لارې د آمریت له هدایت سره سم د پلټنې لاندې شعبو د کارونې وړ سیستمونو په برخه کې خپله پلټنه تر سره کوي.
- د اړتیا پر مهال د پلټنې لاندې شعبو له ارتباطي شخص او واک لرونکو مسؤلینو سره اړیکه نیول.
- د استعلام له لارې له اړوندې شعبې څخه د هغو معلوماتو بشپړول چې زیات وضاحت ته اړتیا ولري.
- د ترلاسه شویو معلوماتو د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره په خپلواکه توګه او یا د ټیم په ترکیب کې د ترسره کړې پلټنې راپور برابرول.
- د نورو هغو دندو تر سره کول چې د آمریت/مدیریت لخوا سپارل کیږي.
د بست اړین شرطونه
د زده کړې درجه او رشته: په کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ کې لیسانس او ترڅنګ یې د CISSP، CEH، CISA، CISM، CCIE، CCNP، CCNA تصدیق پاڼو درلودل یو مثبت ټکی ګڼل کېږي.
تجربه: د دندې اړوند (۳) کلنه تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي او رهبرۍ د مهارتونو درلودل، د بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د موضوعاتو د تحلیل وړتیا، د مناسبو تګلارو وړاندې کول، له داخلي ادارو سره د اغېزناکو اړیکو تأمینول، د کره راپور وړاندې کول، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو په ګوته کول، د داخلي پلټنې له نړیوالو معیارونو سره بلدتیا او د PENETRATION, LOG ANALYSIS, SQL SERVER, ORACLE TEST پروګرامونو مناسبه وړتیا لرل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل او د وظیفوي محرمیت ساتل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوي.
یادونه:
په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله (CV)، د تذکرې رنګه کاپي او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af ته ولېږي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو ته اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.