د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د مالي شخړو د حل کمېسیون منشي
آمریت : د مالي شخړو د حل کمېسیون
ګریډ: یولسم (۱۱)
د پیل نېټه: ۱۴۴۴ صفر المظفر ۱۶ (۱۴۰۱/۰۶/۲۲)
د پای نېټه : ۱۴۴۴ صفر المظفر ۲۷ (۱۴۰۱/۰۷/۰۲)
د ګمارنې ډول: دایمي
د دندې لایحه:
رهبري او مدیریتي
د کاري اجراآتو د ښه والي لپاره د انګیزې رامنځته کولو، د کار د اغیزمنتوب او ګټورتوب زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو په موخه تر اثر لاندې کارکونکو مدیریت، نظارت، کنټرول او ارزول
دوامداره همکاري او د مشورو وړاندې کولو او وارده قضیو ته د رسېدنې د بهیر د لا چټکتیا او اسانتیا په موخه د کمیسیون د مسلکي غړو ترمنځ د لیدلوري او ستراتیژیکې اډانې په اړه د اړیکو ساتل
د افغانستان بانک له ستراتیژۍ سره د مناسبو اړیکو په رامنځته کولو سره د اداري اصلاحاتو او نوښتونو ښه مدیریت کول
تخنیکي او مسلکي
د کمیسیون د پالیسیو، مقرراتو، لایحو، طرزالعملونو، معیاري فورمونو، لنډ مهالو او ستراتیژیکو پلانونو ترتیبول، نوي کول او جوړول
د وارده قضیو په اړه د اړوندو ادارو ، په ځانګړې توګه د عدلیې وزارت د دولتي قضایاوو ریاست، د عدلیې وزارت عمومي حقوقي ریاست، خصوصي او سوداګریزو بانکونو، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA)، مخابراتی شرکتونو (افغان بیسیم، روشن، اتصالات، ام ټي ان، افغان ټیلیکام) او... سره د واک لرونکي امر سره له مخکې هوکړې په کولو سره د اړیکو او همغږۍ رامنځته کول
د قانوني ټاکل شوې مودې په اوږدو کې د شخړې ترلاسه شویو اسنادو ثبتول او واک لرونکي امر ته یې وړاندې کول
د قانوني مودې دننه د کمیسیون مشر ته د اسنادو سپارل د لومړنۍ غونډې د تنظیمولو لپاره
د ابتدايي غونډې د دایرولو په موخه د قانوني مقررې په موده کې د کمیسیون مشر ته د اسنادو وړاندې کول
اداري او عملیاتي
وارده قضیو ته د کمېسیون د رسیدنې د پېښو ثبتول
د اړتیا په صورت کې قضیو ته د رسېدنې لپاره د قانوني اسنادو برابرول
د هېواد په نافذه قوانینو کې د رامنځته شویو تعدیلاتو په اړه معلومات ترلاسه کول او کمېسیون ته د اړوندو موضوعاتو وړاندې کول
د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې د اړوندو قضایي تصویبونو راټولول او کمیسیون ته یې وړاندې کول
د غونډو د اجنډا ترتیبول، د مسلکي کمیسیون غړو او د شخړې ښکیلو خواوو ته یې لیږل او ابلاغول، د حقوقي او قانوني اصولو او مقررو په رعایتولو سره د کمیسیون لخوا د شویو پرېکړو لیکل او د قانون د صراحت سره سم د شخړې دواړو اړخونو ته په رسمي توګه د پرېکړو لېږل
د ثبت لیکنې په کتاب کې د موضوع، نیټې، د پریکړې د صادریدو او د پریکړې د متن لنډیز په قیدولو سره د صادرو شویو پریکړو د نوملړ ترتیبول
اړوندو ادارو او چارواکو ته د وارده دعوو ترتیبول، چمتو کول او لیږل
په هارډ او سافټ بڼه د اداري او شخړو د دوسیو او په اړه یې د کمېسیون لخوا د شویو پرېکړو ترتیبول او تنظیمول
د کمېسیون د حقوقي مقام په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو د برابرولو هڅې کول
د کاري راپورونو او پلانونو ترتیبول او واک لرونکو چارواکو ته یې وړاندې کول
د نورو ټولو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د طرزالعملونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او هدایتونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورته سپارل کېږي
د بست اړین شرطونه
د زده کړې درجه او رشته: په حقوق، شرعیات (فقه او قانون)، کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه: د دندې اړوند (۵) کلنه تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: له ملي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د وظیفوي محرمیت ساتل، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د هېواد له حقوقي نظام سره بلدتیا، د بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د افغانستان د عدلي او قضایي سیستم سره بلدتیا، د دندې د موضوعاتو د تحلیل وړتیا، د مالي موضوعاتو تفسیر او تعبیر، د صورت جلساتو، مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پیژندل، د مدیریتي او حقوقي لیکنو لکه: (صورت دعوه، قضایي قرارونه او پرېکړې) مهارتونه درلودل.
شخصی صفتونه او ارزښتونه: په کار کې جديت، په دقت سره د بیلابیلو موضوعاتو لوستنه، صادق، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوونکی.
یادونه: په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله(CV)، د تذکرې رنګه کاپي او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af ته ولېږي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.