د کارموندنې خبرتیا 

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۵:۲۰
د کارموندنې خبرتیا 

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

 د ساحې دننه څارنې د مدیریت څارونکي پُست د ازادې سیالۍ لپاره اعلانیږي. 

د پُست نوم: د ساحې دننه څارنې د مدیریت څارونکی

  ګریډ: اتم 

 د ګومارنې ډول: دایمي

  دندې او مسوولیتونه:

  • د بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د مشخص شوي برخې کتل، د څارنیزې کړنلارې او د CAMEL سیستم لخوا د تعیین شویو معیارونو سره سم ارزول او راپور ورکول
  • د څارنې لاندې بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د پالیسیو کتل او د افغانستان بانک د قوانینو، مقررو او کړنلارو سره د هغه د مطابقت درلودلو او عملي کولو څخه ډاډ ترلاسه کول
  • د هر بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د مشخص شوي برخې په اړه د بشپړ مالي راپور جوړول او د ساحې بهر څارنې د تحلیل برخې سره په همغږۍ کې د ساحې دننه څارنې څخه مخکې او وروسته د همدغو برخو تحلیل او تجزیه کول
  • د څارنیز پلان په جوړولو او د بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د ساحې دننه څارنې د ترسره کولو په اړه د نظرونو په وړاندې کولو کې برخه اخیستل
  • د څارنې په ټاکلو شوو کمیټو کې ګډون کول او د مدیریت د ټیم په همغږۍ د اړوندو برخو بیاکتنه ترسره کول
  • د څارنې پرمهال د مستقیم مدیر یا د مدیر له مرستیال سره د څارنیزو چارو شریکول او د څارنیزو لاسته راوړنو په اړه د راپور ورکول
  • د هر بانک یا د اسلامي بانکوالۍ څانګې د څارنې پرمهال د اړتیا وړ سندونو راټولول او د څارنې پرمهال د لارښوونو عملي کول
  • د بانک یا نورو اړوندو ادارو لخوا په جوړ شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول
  • د کاري پلانونو جوړول او مستقیم مدیر او باصلاحیته آمر ته د کاري راپور وړاندې کول
  • د نورو دندو ترسره کول چې د مستقیم مدیر، د بانکي څارنې مرستیال او یا د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو د آمر لخوا ورته سپارل کېږي.

  د شخص ځانګړنې: 

د زده کړې درجه: په اسلامي بانکدارۍ، بانکي او مالي چارو، اقتصاد، محاسبې او د سوداګرۍ مدیریت کې د لیسانس تحصیلي سند ولري، او په اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي. 

  کاري تجربه:  په اړوند برخه کې لږ تر لږه (یو) کال کاري تجربه. 

 وړتیاوې او توانايي:  د بانکي سکتور او د ترسره شوو څارنو د ارزونې او تحلیل او په دې تړاو د راپورونو جوړولو توانایی، د اسلامي بانکدارۍ او د بانکې قوانینو او مقررو په برخه کې کافي پوهه ، د غږیدلو او لیلکلو لوړ توان،  رسمي ژبو او انګریزۍ سره بلدتیا، او د کمپوټر دفتري پروګرامونو سره آشنایی

  شخصي صفتونه او ارزښتونه :  صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخو کې مسلکي وي.

 نوټ: د شرایطو سره برابر کسان کولای شي چې د یو غوښتنلیک سره چې پکې د اوسني او انتخابي پست نوم سره د فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د یوې CV سره یوځای د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې د ۱۱ نیټې څخه مخکې د افغانستان بانک بریښنالیک پتې ته واستوي: Dab.jobs@dab.gov.af   

مهم ټکی:

  • د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي کاندیدانو سره اړیکه نیول کېږي. 
  • د مرکې نیټه وروسته اعلانیږي. 
  • کاندیدان اړ دي چې له اړوندې مرجع (وزارت) څخه د فراغت دیپلوم یا د تائیدۍ سند هم واستوي، که نه نو نه شارټ کېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies