د کارموندنې خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۵:۵
د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د داخلي ساحې د څارنې مدیریت د مرستیال پُست ازادې سیالۍ ته سپارل کیږي.

د پُست نوم: د داخلي ساحې د څارنې د مدیریت مرستیال

ګریډ: اتم

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

  • د ساحې په داخل کې څارنې په مهال د اسلامي بانکدارۍ بانک/څانګې د مشخصو شویو برخو د څېړنې په موخه د مدیریت سره مستقمیه همکاري کول او د کړنلارې له مخې د هغې درجه بندي او څېړنه کول او د څارنې د کړنلارو په پام کې نیولو سره د ساحې په داخل کې څارنې وروسته د هغې دوامداره څېړنه کول.
  • د اسلامي بانک/اسلامي بانکدارۍ د څانګې د څېړنې لاندې پالیسیو بیاکتنه او پر وخت د دې پالیسیو د بیاکتنې او تطبیق په موخه د څارنې د ټیم د نورو غړو سره همغږي او د اړونده کتنو او نظریاتو راټولول او د کړنلارې پر بنسټ اقدام کول.
  • د معلومو شویو نیمګړتیاوو شریکول او د څارنې ټیم د غړو او د څارنې لاندې د اسلامي بانکدارۍ بانک/څانګې د مدیریت سره د یادو نیمګړتیاوو په اړه بحث کول.
  • د اسلامي بانکدارۍ بانک/څانګې د مالي راپورونو د تحلیل په موخه د څارنې ټیم له غړو سره د ساحې په داخل کې له څارنې مخکې او وروسته همکاري کول.
  • د څارنې د پلان په ترتیبولو او د ساحې په داخل کې څارنې د ترسره کولو په اړه د نظریاتو په وړاندې کولو کې د څارنې د ټیم سره همکاري کول.
  • د څارنې په اوږدو کې د اړونده مدیر یا د بانکي څارنې معاونیت/د اسلامي بانکدارۍ او مالي اسلامي خدمتونو آمریت سره د څارنې د موضوعاتو شریکول او د څارنې د موندنو د راپور وړاندې کول.
  • د څارنې د ټیم له غړو څخه د مختلفو برخو د څارنې د راپورونو راټولول او سمول.
  • د هر اسلامي بانک/ اسلامي بانکدارۍ څانګې د څارنې په اوږدو کې د اړتیا وړ اسنادو د راټولولو په موخه د څارنې د ټیم غړو ته لارښوونه کول.
  •  د اړونده مدیر د نه شتون په صورت کې د څارنې د ټیم مدیریت او د څارنې د کړنلارې له مخې ورته لارښوونه کول.
  • د کړنلارې پر بنسټ د اسلامي بانکدارۍ مشخص شوي بانک/ څانګې په اړه د آمریت د کمېټو په غونډو کې ګډون کول.
  • د بانک یا نورو اړوندو ادارو له لورې په جوړو شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول.
  • د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر یا اړونده آمر ته د خپل کاري راپور وړاندې کول.
  • د نورو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د طرزالعملونو، کړنلارو او د لوړ پوړو مقاماتو د لارښوونو مطابق او د لایحې او مقرراتو پر بنسټ راجع کیږي.

د شخص ځانګړنې:

تحصیلي درجه: د اسلامي بانکدارۍ، مالي او بانکي چارو، اقتصاد، محاسبې، ادارې او سوداګرۍ په څانګو کې لیسانس او د اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو په برخو کې ماسترۍ ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه: په پورتنیو برخو کې لږ تر لږه څلور کاله کاري تجربه

وړتیاوې او توانايي:

  • له انګلیسي ژبې سره بلدتیا
  • د کمپیوټري پروګرامونو  او بانکي سیستمونو پوهه
  • له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
  • په خبرو کې فصاحت او بلاغت
  • د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
  • د پروپوزلونو د ترتیبولو وړتیا او د پروژو مدیریت

شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، مبتکره، منظم، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوې وي، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې له ۱۱ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي. 

مهم ټکي:

  • د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شويو نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.
  • د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.
  • نوماندان اړ دي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies