د کارموندنې خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۳:۴۸
د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د ساحې بهر څارنې د مدیریت د مرستیال پُست د ازادې سیالۍ لپاره سپارل کېږي.

د پُست نوم: د ساحې بهر څارنې د مدیریت مرستیال

ګریډ: نهم

د ګومارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د اړوند مدیریت د کارکوونکو سره همکاري کول او د محاسبې او د ساحې بهر څارنې مدیر سره یو ځای هغوی ته د دندو ویشل

• د ټاکل شویو بانکونو د غړو د انفرادي تحلیلونو په کتلو او تصحیح کې برخه اخیستل

• د مشخص شویو بانکونو په اړه د تحلیلي راپورونو چمتو کول

• په دوره اي توګه د مستقیم مدیر سره یوځای د بانکي نظام د وضعیت او کړنې په اړه د تحلیلي راپور په چمتو کولو کې برخه اخیستل

• د کلني پلان په چمتو کولو او د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د آمریت د ستراتیژیک پلان د موادو په تطبیقولو کې برخه اخیستل

• د څارنیزې کړنلارې سره سم د بانکي سکتور په اړه د څانګړو راپورونو چمتو کول

• د مستقیم مدیر د لارښوونې سره سم داړوندو ادارو مکتوبونو او پوښتنلیکونو ته ځواب ویل

• د اړتیا سره سم د څارنیزو مسایلو په اړه د آمریت په خبرو اترو او غونډو کې ګډون کول

• د مستقیم مدیر د نشتوالي په صورت کې د اسلامي بانکوالۍ سکتور د راپورونو د حلولو په موخه د بانکونو د جګپوړو غړو سره په غونډو کې ګډون کول

• د افغانستان بانک او نورو اړوندو ادارو لخوا په جوړ شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول او د اړتیا سره سم کارکوونکو ته د روزنې ورکول

• د کاري پلانونو جوړول او مستقیم مدیر او باصلاحیته آمر ته د کاری راپور وړاندې کول

• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د لایحې او مقررو سره سم د کړنلارو، دستورالعملونو او لارښوونو له مخې سپارل کېږي.

د شخص ځانګړنې:

د زده کړې درجه: د اقتصاد، مدیریت، بانکوالۍ او مالي چارو، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبې په څانګو کې لیسانس ولري او په پورتنیو رشتو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه: په اړوندو برخو کې لږ تر لږه څلور کاله کاري تجربه ولري.

وړتیاوې او توانايي:

په انګریزي ژبې باندې پوهه

د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو باندې پوهه

د بانکي قوانینو او مقررو په اړه پوهه

په وینا کې روانتیا او فصاحت

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو په لیکلو کې وړتیا

د پروپوزلونو په جوړولو او د پروژو په مدیریت کې وړتیا

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی او په اړوند کاري برخه کې مسلکي وي.

نوټ: د شرایطو سره برابر کسان کولای شي چې د یو غوښتنلیک سره چې پکې د اوسني پست نوم او د انتخابي پست نوم سره د فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د یو CV سره یوځای د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې د ۱۱ نیټې څخه مخکې د افغانستان بانک بریښنالیک پتې ته واستوي: Dab.jobs@dab.gov.af

د لازیاتو معلوماتو لپاره د https://dab.gov.af ته مراجعه وکړۍ

مهم ټکی:

- د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي کاندیدانو سره اړیکه نیول کېږي.

- د مرکې نیټه وروسته اعلانیږي.

- کاندیدان اړ دي چې له اړوندې مرجع (وزارت) څخه د فراغت دیپلوم یا د تائیدۍ سند هم واستوي، که نه نو نه شارټ کېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies