د کار موندنې خبرتیا

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۳۹
د کار موندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د پکتیکا د نمایندګۍ د جاري حساب آفیسر پُست ازادې سیالۍ ته سپارل کیږي.

د پُست نوم: د جاري حساب آفیسر

ګریډ: شپږم

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د کاري کړنلارو او دستورالعملونو له مخې د حسابونو د پرانیستلو، بدلولو، ځنډولو او بندولو اړوند ټولیزه اجراات

• د حسابونو د پرانیستلو په موخه د مکتوبونو او فرمایشونو ترلاسه کول او په اړوندو کتابونو کې د هغه ثبت او درجول

• په بانکي سیستم کې مشتریانو لپاره د حسابونو پرانیستل

• د اړوندې کړنلارې په پام کې نیولو سره د متقاضي مشتریانو لپاره د چک بوکونو نمره ورکول، ثبت، درج کول او وېش.

• د محاسب (حسابدار) په فرمایش په سیستم کې د لاسلیک د نمونې د کارتونو وېش او نوي کول

• د صورت حساب او د حساب لرونکو اړوندو پوښتنو ته د ځوابونو وړاندې کول

• مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول

• د نورو دندو او مسؤولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، دستورالعملونو او د لایحې او مقرراتو له مخې د پورته مقام د لارښوونو پر بنسټ ورته راجع کیږي.

د شخص ځانګړنې:

تحصیلي درجه: د اقتصاد، مدیریت، بانکدارۍ او مالي، اداره او سوداګري، عامه اداره او یا محاسبې په برخو کې د لیسانس په کچه د لوړو زده کړو درلودل.

تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه

وړتیاوې او توانايي:

• انګلیسي ژبې باندې پوهه

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره اشنايي

• د مدیریتي مهارتونو درلودل

• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره اشنايي

• په خبرو کې فصاحت او روانتیا

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او د کاري راپورونو په لیکلو کې وړتیا

شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

نوټ: د شرایطو سره برابر کسان کولای شي چې خپله CV له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د اوسني او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د زمری میاشتې له ۱۰ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک  Dab.jobs@dab.gov.af  ته راولیږي.

مهم ټکی:

-  د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.

-  د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.

- نوماندان اړدي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت ) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies