د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

Mpoya
Thu, Sep 15 2022 1:28 PM
د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

د افغانستان بانک یوه خپلواکه اداره ده چې د نړیوالو منل شوو معیارونو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې فعالیتونه ترسره کوي او خپل نړیوالو مکلفیتونه په ځانګړې توګه د پیسو وینځلو او د جنایتکارو ډلو د تمویل سره د مبارزې په برخه کې په ښه ډول مراعاتوي. د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره کافي ظرفیت او تخصص لري، او لا هم خپل پخواني د لوړو زده کړو لرونکي متخصصین په واک کې لري او کړنې یې په شفافه توګه د بې طرفه متخصصو پلټونکو لخوا څېړل کېږي، چې ښه بېلګه یې د تېر کال لاسته راوړنې دي، نو په دې اساس په دې قضیه کې شوې ادعاوې د اعتبار وړ نه دي.

د افغانستان بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او له کلونو راهیسې د پولي ثبات، مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه کارول کېږي. د امریکا د متحده ایالتونو هغه پرېکړه چې په سویس هېواد کې د یوې ادارې د جوړولو او هلته د افغانستان د اسعارو د زیرمو د یوې برخې د لېږد او غیر مرتبطو برخو ته د هغو ځانګړي کول، د خوندیتوب او روڼتیا اړین معیارونه په پام کې نه نیول، د افغانستان بانک اندېښنو ته نه پاملرنه، دا ټول د افغانستان د خلکو په حق کې نا عادلانه پرېکړه ده. دا چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په نه شتون او د افغانستان بانک له ګډون پرته شوې، د منلو وړ نه ده.

د افغانستان بانک غواړي چې د هېواد د بهرنیو اسعارو په زېرمو باندې لګول شوي محدودیتونه په بشپړه توګه لیرې کړل شي، تر څو د خپل اغېزناک او شفاف مدیریت له لارې ټاکل شوو موخو ته ورسېږي. په دې برخه کې هر ډول یو اړخیزه پریکړه او هر ډول توجیه د منلو وړ نه ده.

د افغانستان بانک چمتو دی چې د نړیوالو اندیښنو د حل لپاره د نړۍ له هیوادونو او پېژندل شوو سازمانونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي. تمه کېږي چې په دې مسله کې ښکیل هېوادونه او سازمانونه به د افغانستان بانک او اړوندو ادراتو سره د رغنده خبرو اترو له لارې د منلو وړ او دوامداره حل د ترلاسه کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

Latest news

Thu, Jul 20 2023 1:06 PM
Background image

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank Met with the Norwegian Chargé d’ Affaires for Afghanistan

July 20, 2023– The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Hidayatullah Badri, met with the Chargé d’ affaires of Norway, Mr. Paul Klouman Bekken and the delegation accompanying him. . .

Thu, Jul 20 2023 12:09 PM
Background image

DAB Acting Governor Met the United Nations Secretary-General's Special Representative for Afghanistan

July 19, 2023- The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Hedayatullah Badri, met with the United Nations Secretary-General's Special Representative for Afghanistan, Roza. . .

BACK TO NEWS