د افغانستان بانک 20 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۲۵
د افغانستان بانک 20 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شوال المکرم 11 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شوال المکرم د میاشتې په 12 نېټه (1404/01/21) د پنج شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (20) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شوال المکرم 26 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شوال المکرم د میاشتې په 28 نېټه (1404/02/06) د شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د صرافانو ټولنې له استازو سره ولیدل

د ۱۴۴۶ د شوال المکرم ۲۵ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا په خپل کاري دفتر کې د صرافانو ټولنې له رئیس ښاغلي  بهرام خان ځدران او مل پلاوي سره ولیدل.

د غونډې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د افغانستان بانک د هېواد په شمال زون کې  د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره ورکشاپ جوړ کړ

د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۳ مه - د افغانستان بانک د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره د مالي پوهاوي، برېښنایي بانکوالۍ، وړو مالي تمویلاتو او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په موخه روزنیز ورکشاپ. . .

بېرته خبرونه ته