د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۲۸
اووم

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست مشخصات

د بست سرلیک: د Consumer & Business لوی آفیسر

ګریډ:اووم

د پیل نېټه: 12 زمری 1400

د پای نېټه: 1 و‌‌ږی  1400

د ګومارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

  • د بانک د موخو او اهدافو سره سم د لنډ مهاله او اوږدمهاله سوداګرۍ ، عملیاتي او  سازماني پلانونو چمتو کول
  • اړونده سوداګرۍ او بازارموندنې پالیسۍ او کړنلاره چمتو کول ، بیاکتنه او اپدیټ کول
  • د بازار د اړتیاوو  د روښانه کولو په موخه د بازار، د پیرودونکو تمایلات او غړو سازمانونو څیړنه او د بریښنایی تادیاتو د محصولاتو د تولید ، توزیع او پلور لپاره  مطلوب کړنلارې  لیکل
  • د بازار څیړنه ترسره کول ، د غړو سازمانونو ، مصرف کونکو ، سیالانو ،  دتوزیع عوامل او نورو څخه اړین معلومات راټول او طبقه بندي کول
  • مطالعه ، څیړنه ، بیاکتنه او د بازار د اړتیاو په مطابق نوي محصولات ډیزاین کول.
  • د مختلفو محصولاتو او خدمتونو د پلورل او توزیع لپاره درې میاشتني ، نیمه کلني او کلني اټکل او وړاندوینې.
  • د نويو بازارونو(نوي پیرودونکي) پیژندل ، تجربه او تحلیل.
  • د محصول بدلونونو یا دوامداره تولید په اړه پریکړه یا مشورتي نظر چمتو کول.
  •  د نرخونو او لګښتونو ، تخفیفونو ، جایزو او د تادیې کارتونو  د ډیروالی لپاره هڅی،  مطالعه او پلان جوړول او پیرودونکو ته د تادیې نور خدمات او محصولات وړاندې کول
  •  د قیمت ، توزیع میتودونو ، اعلاناتو ، کیفیت ښه کولو او د بریښنایی تادیاتي خدماتو او محصولاتو پورې اړوند نورو مسایلو په اړه د مشورتي نظر چمتو کول  او پریکړه کول  
  •  د پورته موخو ترلاسه کولو لپاره د پلور هدف ، د ګټې هدف ، د اعلاناتو بودیجې اټکل او د پلور عملیاتي بودیجه مشخص کول
  •  بازار ته وړاندیز شوي نوي محصولات او خدمات معرفي کولو یا د تیرو محصولاتو لپاره نوي بازارونو او پیرودونکو ترلاسه کولو په موخه د نندارتونونو او غونډو ترسره کول
  •    د کاري پلانونو ترتیب کول او مستقیم مدیر او صلاحیت لرونکي آمر ته د کاري راپورونو سپارل
  •     د نورو دندو او مسؤلیتونو اجرا کول چې د لارښوونو او مقررو پر  اساس او د لوړ واک لرونکي  لارښوونو سره سم راجع کیږي

دبست  اړتیاوې:

د زده کړې درجه: په اقتصاد، مالي او بانکوالۍ، اداره او تجارت، عامه اداره او یا محاسبه کې لیسانس

تجربه: (2) کاله د کار اړوند تجربه

وړتیاوې او توانايي:

  • په ملي او انګلیسي ژبو پوهیدل
  • د کمپیوټري برنامو او بانکي سیسټمونو سره آشنایی
  • د مدیریت او رهبریت مهارتونه درلودل
  •  دمکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو لیکلو وړتیا
  •  د کاري مسؤلیت درک کول او د کاري ساحه کې د ستونزې پیژندل 
  • په وینا کې فصاحت او بلاغت
  • د پروپوزلونو ترتیب کولو او پروژو د مدیریت کولو وړتیا  
  • د دندې محرمیت ساتل
  •  د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوۍ

ضروری ټکی:

  • وړ غوښتونکي باید خپل د  رنګه تذکره، (CV) او تصدیق شوي تحصیلی سندونه (ډیپلوم /  تراسکرپټ)  دغه ایمیل Dab.jobs@dab.gov.af   ته واستوي. مهرباني وکړئ د غیر ضروري اسنادو د لیږلو څخه مخنیوی وکړئ.   
  • پورته ذکر شوې  اسناد باید د PDF  په فارمټ کې د غوښتونکي نوم او اعلان شوي بست سره په یوه  خلاصه شوي فایل کې ولیږل شي.
  •  غوښتونکي باید د بریښنالیک  په موضوع لیک کې د  خپل مطلوب بست سرلیک ذکر کړي
  • که پورتنۍ برخه  مراعت و نه شي ، د غوښتونکي غوښتنلیک به ونه منل شي
  • د ازموینې لپاره یوازې ټاکل شوي غوښتونکي سره اړیکه نیول کېږي.
  • د آزموینې نیټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies