د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۰:۱۷
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: صراف

د دندې ځای: پکتیا – خوست – غزني

آمریت: د سویل ختیځ زون آمریت         

ګرېډ: پنځم (۵)     

 د بستونو ټولیز شمېر: ۵         

د ګمارنې ډول: دایمي

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۴ شوال المکرم ۲۷

د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۴ ذوالقعده الحرام ۷

څانګه

د بستونو شمېر

کتنې

پکتیا – مرکزي څانګه

۲

د خپل ولایت یا د سیمې نوماند ته لومړیتوب ورکول کېږي

 

خوست څانګه

۱

 

غزني څانګه

۲

 

 

 

 

 

 

 

 

دندې او مسئولیتونه

د اړوندې کړنلارې له مخې د نقدي چک د صحت او سموالي څخه ډاډ ترلاسه کول.

د اړوندو څانګو چې تر اوسه له CBS سره نښلول شوي نه دي په اندراج دفتر کې یې د چکونو د ځانګړنو ثبتول لکه: صادرونکی، د پیسو اخیستونکی، د بانکي حساب شمېره او د پیسو د نوعیت له ثبتولو سره د پیسو مقدار لیکل او ثبتول.

په بانکي سیسټم کې د پیسو مقدار او د چک اړوند معلوماتو ثبتول، د واک لرونکي شخص د لاسلیک تطبیق، د پېرودونکي د پېژندنې تثبیت او په بانکي حساب کې د کافي پیسو د شتون څخه تصدیق.

له خزانه دار مرستیال/خزانه دار او سیسټم څخه د فزیکي پیسو ترلاسه کول او د فزیکي پیسو تطبیق له سیسټم سره.

د افغانستان بانک له پېرودونکو څخه د پیسو ترلاسه کول او د ترلاسه شویو پیسو شمېرنه او د نقدي چکونو له مخې د پیسو ورکړه.

له جوړو او سالمو پیسو څخه د مندرسو او ناسالمو پیسو جلا کول.

د اړوندې کړنلارې له مخې د پیسو په بنډلو د پیسو د نوعیت، نېټې، انواعیه، نوم او لاسلیک له لیکلو سره د پیسو بسته بندي کول.

د سیسټم له لارې د خزانه دار مرستیال/خزانه دار ته د پیسو لېږل او نوموړو ته د فزیکي پیسو سپارل.

د اړوندې کړنلارې له مخې او د اړتیا پر مهال د اضافي یا د سیالیت د تامینولو لپاره د فزیکي پیسو لېږد.

د نظم او ډسپلین په موخه له اداري مسئولینو سره همکاري او مرسته کول.

مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته کاري راپور وړاندې کول.

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورته سپارل کېږي.

د بست اړین شرطونه

د زده کړې کچه او څانګه:

فوق بکلوریا او د لیسانس ترکچې په اقتصاد، مالي او بانکي، سوداګرۍ ادارې، مدیریت، محاسبه او یا عامه اداره کې لوړو زده کړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

د دندې اړوند (۱) کلنه کاري تجربه.

اړین تضمینونه:

د دوو رسمي کارکوونکو د سر تضمین فورمې بشپړول.

نغديي پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ یا د هغه معادل ځمکه چې شرعي قباله ولري.

د نوماند اړین مهارتونه او وړتیاوې

له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا.

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیسټمونو سره بلدتیا.

له سي بي اس سیسټم او عملیاتي معاملو سره بلدتیا.

له انګلېسي ژبې سره بلدتیا.

د اداري مراسلاتو د لیکلو وړتیا.

د متقابل درناوي درلودونکی، رېښتینئ، راز ساتونکی، دندې او وخت ته پوره ژمن، په کار کې جديت لرل، ډله ایز کار کولو ته لېواله او مسئولیت منونکی.

له دې لارې خپل غوښتنلیکونه راولېږئ

په شرایطو وړ کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې نوم په لیکلو او د خپل ولایت په مشخص کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یو ځای خپله (CV)، د پېژندپاڼې او د ډیپلوم یا ترانسکریپټ رنګه کاپیانو له مل کولو سره د پي ډي اف (pdf) په بڼه چمتو او د برېښنالیک په دې پته یې  dab.jobs@dab.gov.af  راولېږي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له غوره شویو غوښتنکوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies