د تش بست خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۴:۱۳
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: د کیفیت د تضمین پلټونکی (Quality Assurance Auditor)

آمریت : د ټولو ناظر اداره

ګریډ: اتم (۸)

د پیل نېټه: ۷ صفر المظفر ۱۴۴۴(۱۴۰۱/۰۶/۰۷)

د پای نېټه :۱۷صفر المظفر ۱۴۴۴(۱۴۰۱/۰۶/۲۳)

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

•د اړوندې برخې د چارو او کارکوونکو مدیریت، نظارت، د برخې کنټرول او ارزول

• د عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان پلي کول او د تقنیني اسنادو په تنظیمولو کې د ارشد مدیر سره همکاري کول.

• د قوانینو، مقرراتو، پالیسیو او د داخلي پلټنې طرزالعملونو تطبیق او د دې برخې د نورو همکارانو سره همغږي کول

• د پلټنې د  ټیمونو د اجراآتو ارزول، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د پلټنې له نړیوالو معیارونو سره مطابقت لري

• د ټولو ناظر او یا د ټول ناظر مرستیال ته د راپور برابرول او وړاندې کول

•د  اړوندو قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو سره سم د پلټنې د تیمونو د احتمالي خطرونو، سپارښتنو او کتنو تعقیبول

• د اړوندو قوانینو، مقرراتو او لایحو سره سم، د  افغانستان بانک د عامل پلاوي او عالي شورا د تصویبونو پلي کول

• د پلټنې کمیټې او عالي شورا ته د ټولو ناظر ادارې د کړنو د راپور په ترتیب کې همکاري کول

• د خطر ساحو (Risk Areas) پیژندل او د پلټنې په پلان کې شاملول

• د داخلي پلټنو د کړنو د لا اغیزمنتوب لپاره، د پلټنې د  وسیلو (Audit Tools) ترلاس لاندې نیول او کارول او د ټکنالوژۍ کارول

• د فعالیت د سنجش د معیارونو (Performance Metrics) او د داخلي پلټنې د کړنو پلي کول او د هغې څخه دوامداره څارنه کول

• د داخلي پلټنې د کړنو لپاره د ټولو ناظر ادارې د بودجې ترتیبول، تأمینول او څارل

• د پلتنی او کیفیت سیستم د اجراآتو او اغیزمنتیا څخه لیدنه کول

• د کیفیت د تضمین د احصایوي اسنادو ترلاسه کول او راټولول

• د مالي خطرونو د مدیریت له کړنو څخه څارنه کول

• د بهرنۍ پلټونکو سره همغږي کول

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول

• د نورو هغو دندو او مسؤلیتونو تر سره کول چې د طرزالعملونو، او پورتني مقام د لارښوونو او هدایت پر بنسټ د لایحې او مقرراتو سره سم  سپارل کیږي.

د بست اړین شرایط:

د زده کړې درجه او رشته: په اقتصاد، مدیریت، بانکوالۍ او مالي، اداره او سوداګرۍ، حقوق، عامه ادارې او یا محاسبې کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې: له ملي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پیژندل او د وظیفوي محرمیت ساتل.

شخصی صفتونه او ارزښتونه:صادق، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوونکی.

یادونه: په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله (CV)، د تذکرې رنګه کاپي او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af ته ولېږي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies