د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۲:۲۴
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: پلټونکی (Auditor)

آمریت: د ټولو ناظر اداره

ګریډ: اتم (۸)

د پیل نېټه: ۷ صفر المظفر ۱۴۴۴(۱۴۰۱/۰۶/۰۷)

د پای نېټه :۱۷صفر المظفر ۱۴۴۴(۱۴۰۱/۰۶/۲۳)

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

• د اړوندې برخې د چارو او کارکوونکو مدیریت، نظارت، د برخې کنټرول او ارزول

• د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان پلي کول او د کلنۍ داخلي پلټنې د پلان د طرحې لپاره مهم معلومات چمتو کول او د اړوندو اداري او تقنیني اسنادو په تعدیل کې د ارشد مدیر سره همکاري کول

• د اړوندو قوانینو، مقرراتو او لایحو سره سم، د افغانستان بانک د عامل پلاوي د تصویبونو پلي کول

• د قوانینو، مقرراتو، پالیسیو او د داخلي پلټنې طرزالعملونو سره سم د مرکزي بانک د دفترونو د اسنادو او مدارکو راټولولو، بیاکتنې او تحلیل پروسې مدیریت کول

• د څانګو له مسولینو او اړوندو کارکوونکو سره په ټاکلي وخت کی د اسنادو د بررسۍ او د ستونزو د حل په موخه همغږي او د اړیکو تینګول

• د مقرراتو او کاري طرزالعملونو سره سم په قیدي توګه تر پلتنی لاندې دفترونو د کارونو د اجراء د سموالي تعقیبول او مدیریت کول او د ستونزو د پیدا کولو په صورت کې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپور ترتیبول، تنظیمول، ساتل او وړاندې کول

د مقررې او کاري طرزالعملونو سره سم په قیدي توګه د بیلابیلو نېټو د اسنادو د بررسۍ مدیریت کول او د هغې د بشپړوالي او سموالي په پام کې نیولو سره د طرحه شوي پلان سره د بررسۍ د پایلې پلي کول

• مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د ضمیمو د اسنادو، د حسابونو د کتابونو او اسنادو د کتنې د بشپړتیا په پام کې نیولو سره چې په قیدي توګه راټول شوي دي، د مواردو د څیړلو تفصیلي راپور ترتیبول او وړاندې کول

• په ټاکلې نېټه د اړوندو برخو د نظر څرګندولو په موخه تر پلټنې لاندې څانګو سره همغږي او د پایلې لېږل او د اړوندې برخې له نظر څرګندولو وروسته د ټولو ناظر ادارې ته د وروستي راپور ترتیبول

• د افغانستان بانک په خطر لرونکو ساحو کې د خطرونو په ګوته کول او ارزول او د پلټنې په پلان کې د کلیدي معلوماتو برابرول

• د موضوعاتو په ګوته کولو او تعریفولو په ګډون د داخلي پلټنې د طرزالعملونو ترتیبول، د پلټنې د معیارونو ټاکل او د شواهدو او مدارکو تحلیلول او تر پلټنې لاندې څانګو د اړوندو اسنادو برابرول

• د هیواد دننه او بهر روزنیزو پروګرامونو (Trainings) له فرصت څخه په استفادې د مسلکي پوهې ترلاسه کول او همدارنګه د مسلکي ادارو او سازمانونو د غړیتوب ترلاسه کول او د ادارې له ټولو همکارانو سره د معلوماتو شریکول

• د نويو ګمارل شويو غړو په روزنه او د کاري اجراآتو په ارزونه کې همکاري کول او د دوی د کاري اجراآتو د ستونزو په ګوته کولو او حل کولو لپاره د  اصلاحي کړنو ترسره کول

• د پلتنی غړو ته د روزنیزو پروګرامونو او څارنیزو لارښوونو چمتو کول

• د بهرنۍ پلټنې د پلټونکو سره همغږي کول البته د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په مخکنۍ هوکړه‎ کې

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول

• د نورو هغو دندو او مسؤلیتونو تر سره کول چې د طرزالعملونو، او پورتني مقام د لارښوونو او هدایت پر بنسټ د لایحې او مقرراتو سره سم سپارل کیږي

د بست اړین شرایط:

د زده کړې درجه او رشته: په اقتصاد، مدیریت، بانکوالۍ او مالي، اداره او سوداګرۍ، حقوق، عامه ادارې او یا محاسبې کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې: له ملي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پیژندل او د وظیفوي محرمیت ساتل.

شخصی صفتونه او ارزښتونه: صادق، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوونکی.

یادونه: په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله(CV)، د تذکرې رنګه کاپي او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af ته ولېږي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies