د ختیځ زون د ولایتي چارواکو لخوا د ملي پیسو (افغانۍ) د لا دودیدو لپاره هڅې

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۲:۴۱
د ختیځ زون د ولایتي چارواکو لخوا د ملي پیسو (افغانۍ) د لا دودیدو لپاره هڅې

د افغانستان بانک د ختیځ زون آمر ښاغلي احمد زی توحید یار د زون له کارکوونکو څخه د جوړ شوي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت له ولایتي چارواکو او د هغه ولایت د ولایتي شوراګانو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د داخلي راکړو او ورکړو پر مهال یې د ملي پیسو په تبلیغ او دودیدو او د هغه د ژر زړیدو د مخنیوی په څرنګوالی بحث او خبرې اترې وکړې. دا غونډې چې د روان کال په ۲۹ او ۳۰ نېټو جوړې شوې وې، په پیل کې ښاغلي احمد زی توحید یار د افغانۍ د دودیدو د لړۍ او د هغه د ساتلو د طریقو په اړه خبرې وکړې او د ننګرهار ولایت له چارواکو یې وغوښتل څو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي چې په دې ملي پروسه کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

ورپسې د ننګرهار ولایت مرستیال ژمنه وکړه چې د ننګرهار ولایت د اداري غونډې په اجنډا کې به پر دې موضوع بحث وکړي او ټولو اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي څو د افغانۍ د دودیدو په بهیر کې خپل ملي رسالت ترسره کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا مرستیال وویل چې د افغانیو دودیدل زمونږ ملي مسؤولیت دی او ژمنه یې وکړه چې په دې ملي پروسه کې به له د افغانستان بانک سره له هیڅ ډول همکارۍ دریغ و نه کړي.     

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۲:۷
Background image

د افغانستان بانک 35 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، د 1398 کال د لړم 26ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د لړم میاشتې په 27 نېټه د دوشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 35 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۳:۳
Background image

په بانکي خدمتونو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د سوداګریزو بانکو او سوداګرو ټولنې له استازو سره د بانکونو په خدمتونو کې د آسانتیاوو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۲:۵۹
Background image

د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو په اړه غونډه وشوه

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د کرکت لوبغاړي کریم صادق د خیریه بنسټ له استازو سره د افغانۍ د دودولو په اړه لیدنه وکړه.

په. . .

بېرته خبرونه ته