د زونونو د همغږۍ عمومي آمریت

پیژندنه (Introduction)

د افغانستان بانک د بانکي سیستم د ښه والي او د هېواد د مالي سیستم د چارو د سمون په موخه په ولایتونو کې د نړیوالو منل شویو معیارونو سره سم خپل ولایتي نمایندګیو د لا ښه همفږی او د چارو د ښه سمالښت په موخه اووه ګونی زونونه جوړ او رامیځ ته کړل، چې په 1384 کال کې د افغانستان بانک د تشکیل  په چوکاټ کې د نورو امریتونو او مدیریتونو په څیر د اوه ګونی زونونه ایجاد کړل ، ترڅو بانکي خدماتو   ترسره او وړاندې کړي. چې یاد زونونه په ولایتو کی نمایند ګی او یو تعداد جلا غرفی لري. په دې وروستیو کې د زونونو د چارو د همغږۍ او یوالی په خاطر د زونونو او ولایتي نمایندګیو د ستونزو د حل په موخه د زونونو د همغږۍ عمومي آمریت جوړ شو، چې د یادو زونونو او ولایتي او سرحدي نمایندګیو سره تل په اړیکه کې دی. چې همدا امریت د مرکز او زونو سره د یو ارتباطی پل حیثیت لری، چې وخت په وخت د ټولو ورځنیو چارو، اړتیاوو، بشري سرچینو، وړاندیزونو، رسمی لیکونو او نوری اداري چاری تعقیبوي.

لید لوری (Vision):

د اوو زونونو لپاره کاری اسانتیاوی برابرول  او ورځنۍ چارې په لنډه موده کې د لا زیاتو لاسته راوړنو سره پرمخ وړل.

موخې  (Goals ):

 د یو واحد کاري مرکز په توګه د اوه مربوطه زونونو ورځني ورسپارل شوي فعالیتونو او دندو ترسره کول په ښه او چټکه توګه

دنده او مسئولیتونه (Duties and responsibilities)

• د زونونو د همغږۍ آمریت اونیز، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول، د اړوندو څانګو څخه د کاري راپورونو ترلاسه کول، د افغانستان د اوو زونونو او نمایندګیو ترمنځ همغږي رامینځ ته کول، د ټولو رسمی لیکونو، وړاندیزونو تعقیب، د افغانسنان بانګ مرکز څانګو څخه او بیرته د اجرااتو څخه مربوطه زون ته ډاډ ورکول، د دندو په چوکاټ کې د مرکزي بانک د اجرایوي بورډ د لارښوونو او تصویبونو پلي کول، ټول رسمی مکتوبونه ، وړاندیزنه له زونونو نه مرکز ته او برعکس له مرکز نه زونونو ته د بریښنالیک له لارې ترلاسه کول، د افغانستان بانګ د زونونو لپاره د کاري اسانتیاوو رامنځته کول، د اوو زونونو د کاري اجرااتو راپور تر لاسه او د ریاست محترم مقام ته وړاندی کول،  د افغانستان بانګ د ولایتی زونونو او د هغوی د کاری چارو څخه لیدنه، د اووه زونونو د امرینو او د هغوی د مرستیالانو د کړنو ارزونه، د ارزونی فورمو تاید او د ورستنیو کړونو لپاره یې د بشري سرچینو عمومي امریت ته لیږل، د ولایتی زونونو د امرینو د رخصتی فورمی تاید د کارکوونکو د قانون سره سم د بشري منابعو د عمومي آمریت د طرزالعمل په پام کې نیول سره، د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول د هغوی د ظرفیت لوړوالی پخاطر، د مرکز ادارې غونډو او نورو رسمي پروګرامونو کې ګډون، د افغانستان بانګ د اوو زونونو او سرحدی نمایندګیو کې د لوړو چارواکو د طرزالعملونو او لارښوونو پلي کول، د مرکزي څانګو سره همکاري، په ځانګړې توګه د بشري منابعو آمریت د انضباط په برخه کې، د کارمندانو د فعالیت ارزونه او داسی نور، له زونو سره د ستونزو د حل لپاره د پلانونو او وړاندیزونو شریکول او ورځنۍ چارې په ښه توګه پرمخ وړل.

د نورو دندو  او فعالیتونو ترسره کول د مسؤلیتونو په چوکاټ کې چې زموږ د پورتني چارواکي لخوا ورته سپارل کیږی.

جوړښت او دندې (Organization and Duties):

د زونونو د همغږۍ د عمومي آمریت اوسنی تنظیمي جوړښت لاندې څو برخې لري.

د زونونو د همغږۍ عمومي آمریت په ۱۴۰۰ کال کې د اوو زونونو د همغږۍ په موخه د ولایتي نمایندګیو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه رامنځته شو.

په خپل تشکیلاتی جوړښت کې، دا آمریت یو مرستیال (د زونونو د همغږۍ مرستیال) او د هغې اغیزمنې څانګې په لاندی ډول دي.

1 . د زونونو د همغږۍ مدیر

2 . اداری او اجرائیوی بخش

3 . اداري همکار بخش