د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د ساحې دننه څارنې د مدیریت څارونکي پُست د ازادې سیالۍ لپاره اعلانیږي.
د پُست نوم: د ساحې دننه څارنې د مدیریت څارونکی
ګریډ: اتم
د ګومارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
- د بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د مشخص شوي برخې کتل، د څارنیزې کړنلارې او د CAMEL سیستم لخوا د تعیین شویو معیارونو سره سم ارزول او راپور ورکول
- د څارنې لاندې بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د پالیسیو کتل او د افغانستان بانک د قوانینو، مقررو او کړنلارو سره د هغه د مطابقت درلودلو او عملي کولو څخه ډاډ ترلاسه کول
- د هر بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د مشخص شوي برخې په اړه د بشپړ مالي راپور جوړول او د ساحې بهر څارنې د تحلیل برخې سره په همغږۍ کې د ساحې دننه څارنې څخه مخکې او وروسته د همدغو برخو تحلیل او تجزیه کول
- د څارنیز پلان په جوړولو او د بانک او د اسلامي بانکوالۍ څانګې د ساحې دننه څارنې د ترسره کولو په اړه د نظرونو په وړاندې کولو کې برخه اخیستل
- د څارنې په ټاکلو شوو کمیټو کې ګډون کول او د مدیریت د ټیم په همغږۍ د اړوندو برخو بیاکتنه ترسره کول
- د څارنې پرمهال د مستقیم مدیر یا د مدیر له مرستیال سره د څارنیزو چارو شریکول او د څارنیزو لاسته راوړنو په اړه د راپور ورکول
- د هر بانک یا د اسلامي بانکوالۍ څانګې د څارنې پرمهال د اړتیا وړ سندونو راټولول او د څارنې پرمهال د لارښوونو عملي کول
- د بانک یا نورو اړوندو ادارو لخوا په جوړ شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول
- د کاري پلانونو جوړول او مستقیم مدیر او باصلاحیته آمر ته د کاري راپور وړاندې کول
- د نورو دندو ترسره کول چې د مستقیم مدیر، د بانکي څارنې مرستیال او یا د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو د آمر لخوا ورته سپارل کېږي.
د شخص ځانګړنې:
د زده کړې درجه: په اسلامي بانکدارۍ، بانکي او مالي چارو، اقتصاد، محاسبې او د سوداګرۍ مدیریت کې د لیسانس تحصیلي سند ولري، او په اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه: په اړوند برخه کې لږ تر لږه (یو) کال کاري تجربه.
وړتیاوې او توانايي: د بانکي سکتور او د ترسره شوو څارنو د ارزونې او تحلیل او په دې تړاو د راپورونو جوړولو توانایی، د اسلامي بانکدارۍ او د بانکې قوانینو او مقررو په برخه کې کافي پوهه ، د غږیدلو او لیلکلو لوړ توان، رسمي ژبو او انګریزۍ سره بلدتیا، او د کمپوټر دفتري پروګرامونو سره آشنایی
شخصي صفتونه او ارزښتونه : صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخو کې مسلکي وي.
نوټ: د شرایطو سره برابر کسان کولای شي چې د یو غوښتنلیک سره چې پکې د اوسني او انتخابي پست نوم سره د فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د یوې CV سره یوځای د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې د ۱۱ نیټې څخه مخکې د افغانستان بانک بریښنالیک پتې ته واستوي: Dab.jobs@dab.gov.af
مهم ټکی:
- د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي کاندیدانو سره اړیکه نیول کېږي.
- د مرکې نیټه وروسته اعلانیږي.
- کاندیدان اړ دي چې له اړوندې مرجع (وزارت) څخه د فراغت دیپلوم یا د تائیدۍ سند هم واستوي، که نه نو نه شارټ کېږي.