د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د ټیکنالوژۍ د لوی آمریت د ډیټابیس د اداره کوونکي پُست د ازادې سیالۍ لپاره اعلانیږي.
د پُست نوم: د ډیټابیس اداره کوونکی
ګریډ: اتم
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
- د ډیټابیس د جوړښت ډیزاینول، طرحه کول او مستند کول
- د معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره د زیرک سیستم (Data Warehousing & Business Intelligence) جوړول
- د ډیټابیس د مهمو اجزاوو لکه (Schema, Table, Procedure and Permission) جوړول
- د معلوماتو د شریکولو د سیستم نصبول او (Disk Partitioning) کول
- په سیستم کې ګټورو پروګرامونو او اتوماتو راپورونو ته پراختیا ورکول
- د اتوماتو کړنو لپاره د کوچني پروګرامونو جوړول (Shell Scripting)
- د معلوماتو د تنظیموونکي پروګرامونه جوړول، ازمایښت او اجراء کول
- د ډیټابیس د کارونې د ظرفیت او اړتیاوو شننه او دوامداره ساتنه
- د اغیزناکۍ لپاره د ډیټابیس تحلیل، ټینګښت، تنظیم او څارل، په سرور کې سیستمونه په مطلوب حد کې د لاس رسي وړ ساتل
- د بک اپ مدیریت، د ډیټابیس ډل بندي (Clustering)، انعکاس (Mirroring) ، تکرار (Replication) او فیل اور (Failover) او همدارنگه په ټاکلي وخت کې د خارجي بک اپ سايټ ته د بک اپ لېږدول
- د خراب شویو ډیټابیسونو ترمیم او بیا ترلاسه کول
- د اپګریډونو او پیچونو نصبول او ټیسټول
- د پاسورډونو او په ډیټابیس کې د (Encryption ) وړتیا جوړول
د شخص ځانګړنې:
د زده کړې درجه: په کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټیکنالوژۍ او یا اړونده رشته کې د لیسانس تحصیلي سند، د MCSA: SQL Server 2012 او یا OCA: Oracle Database 12c تصدیق لیک درلودل
کاري تجربه: په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3-5) کاله کاري تجربه.
وړتیاوې او توانايي: انگلیسي ژبي سره بلدتیا
Web Server: IIS and Apache Web Server
Database: Oracle, SQL Server & MySQL
Platform: Linux and Microsoft Windows
شخصي صفتونه او ارزښتونه : صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخو کې مسلکي وي.
نوټ: د شرایطو سره برابر کسان کولای شي چې د یو غوښتنلیک سره چې پکې د اوسني او انتخابي پست نوم سره د فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د یوې CV سره یوځای د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې د ۲۹ نیټې څخه مخکې د افغانستان بانک بریښنالیک پتې ته واستوي: Dab.jobs@dab.gov.af
مهم ټکی:
د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي کاندیدانو سره اړیکه نیول کېږي.
د مرکې نیټه وروسته اعلانیږي.
کاندیدان اړ دي چې د فراغت دیپلوم یا د باصلاحیته ادارې (وزارت) د تاییدۍ سند هم راولیږي، که نه نو له شارټ لسټ کیدو محرومیږي.