د کارموندنې خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۶:۱۹
12

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د ساتني او مراقبت د مدیر پُست ازادې سیالۍ ته وړاندې کیږي.

د پُست نوم: د ساتني او مراقبت مدیر

ګریډ: اتم

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

  • د نجارانو، برقیانو، فلزکارانو، مرکز ګرمیو، نلدوانانو، رنګمالانو، قلف جوړونکو په ګډون د تخنیکی کارکوونکو د کارونو دقیق مدیریت او څارنه او د هغوی د کار او اجراات د ښه والي لپاره هغوی ته مشورې ورکول 
  • د اوبو لګونې، برېښنا، جنراتور، مرکز ګرمۍ، نجارۍ، رنګمالۍ، فلزکارۍ، قلف جوړونې، د سیپتیک د څاه ګانو د فاضله اوبو د تشولو، نلدوانۍ، ترمیماتي، سرسبزۍ، او د عمومي خدمتونو د ساتنې او مراقبت مدیریت اړوند ساحو د پاکوالۍ د کړنو د سیستمونو مدیریت، څارنه او د یادو سیستمونو فعال ساتل
  • د ترمیماتي، ساختماني، بیاجوړونې د کړنو او د نورو خدمتونو پر بنسټ د تدارکاتي او بودجوي پلان د اړتیاوو پیژندل او تشخیصول
  • د منظورې شوې اړوندې بودیجې مطابق د اړتیاوو پیشنهاد او طی مراحل کول او د مالي آمریت سره د اړوندو اسنادو تصفیه کول
  • د اړونده برخې د لاسته راوړنو او پرمختګونو دقیق میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر بنسټ د راپورونه جوړول او وړاندې کول
  • د ساختماني، ترمیماتي، نلدوانۍ، برېښنا، مرکز ګرمۍ، ټیلیفوني شبکې، جنراتورونو، اوبو لګونې په ګډون په بیلابېلو برخو کې او د ساتنې او مراقبت د عمومي مدیریت او  اړوندو شنو ساحو او د ساحاتو د پاکوالۍ دکارونو د تخنیکي او غیرتخنیکي کارکوونکو مدیریت او څارنه
  • د ترمیم او ښه مراقبت او ساتنې په موخه د املاکو، ځایونو او ځمکو، او د اوسپنیزو پوښښونو،کړکیو، دروازو، تشنابونو او د ودانیو اړوند نورو اجناسو د ماتیدو څارنه او مدیریت کول
  • په کارونو کې د سکتګۍ د مخنیوي او د برېښنا د سپما لپاره د خدمتونو د لوی آمریت د ساتنې او مراقبت د مدیریت اړوند ټولو دفترونو ته په غوره توګه د برېښنا تنظیمول او کنترولول
  • د بانک د تاسیساتو د سپتیک د څاه ګانو د فاضله اوبو د تخلیې او انتقال په موخه د ښاروالۍ د ادارو او خصوصي کمپنیو سره همغږي
  • د خالي شعبو د کليګانو د راټولولو او توضیع کولو د آمریتونو د غوښتونکو لپاره د یو مناسب ځای چمتو کول
  • د لاس لاندې کارکوونکو د اغیزمنتیا، هڅونې، او کاري انضباط په موخه د کارکوونکو مدیریت او اداره کول او په دې اړه ډاډ لاس ته راوړل چې کارکوونکي د مطلوبو معیارونو سره سم خپلې دندې ترسره کوي
  • د ټاکل شوي معیارونو سره سم او په ښه ډول د چارو د ترسره کولو او د دندو او مسوولیتونو د سالم مدیریت په اړه د ډاډمنتیا تر لاسه کول
  • د ساتنې او مراقبت د اړوندو برخو میاشتنيز او اونیز کاري راپورونه راټولول
  • د ساتنې او مراقبت اړوند اسنادو ساتنه
  • په اړوند آمریت کې د فایلنګ منظم سیستم رامنځ ته کول
  • په مرکز او ښاري څانګو کې د ساحو، ودانیو، شعبو او شنو ساحو کنترول او دوامداره څارنه
  • د شعبو او نورو ودانیزو ستونزو ته په ټاکلې وخت کې رسیدنه
  •  د نورو دندو ترسره کول چې د باصلاحیته مقاماتو لخوا د قوانینو، مقررو او د ریاست له موخو سره سم ورته سپارل کېږي.

د شخص ځانګړنې:

د زده کړې درجه: لږ تر لږه د انجینرۍ او په تخنیکي څانګو کې د لیسانس او له دې پورته تحصیلي درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي. 

کاري تجربه: لږ تر لږه په اړوند برخه کې څلور کاله کاري تجربه ولري.

وړتیاوې او توانايي:

د عمومي پوهې او معلوماتو په ځانګړې توګه د ودانیو په بېلابېلو برخو کې لکه نلدواني، برېښنا، نجاري، فلزکارۍ او معمارۍ او د ودانیو اړوند په نورو چارو کې د معلوماتو لرونکی وي.

د اغېزناکه اصولو او کړنو په برخه کې د پام وړ پوهه ولري

د کاري مدیریت د اغېزناکه پوهولو او را پوهولو پیاوړتیا ولري

پر ملي (پښتو او دري) او انګلیسي ژبو باندې د خبرو کولو توانايي ولري

دکمپیوټري پروګرامونو په ځانګړې توګه د ورډ او اکسل په برخه کې سمه پوهه ولري

د راپور ترلاسه کولو او راپور ورکولو په برخه کې کاري چټکتیا او کاري نوښت ولري

په انفرادي او ډله ایزه توګه د کار کولو وړتیا ولري

رېښتینولي او د کاري پټنتیا (محرمیت) ساتل، کاري انعطاف وړتیا او په سختو شرایطو کې د کاري لومړیتوب ټاکلږ

شخصي صفتونه او ارزښتونه

صادقه، د نیک چلند خاوند، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، او په کاري برخه کې پریکړه کوونکی او مسلکي وي

نوټ: د شرایطو سره برابر کسان کولای شي چې د یو غوښتنلیک سره چې پکې د اوسني پست نوم او د انتخابي پست نوم سره د فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د یو CV سره یوځای د 1398 کال د مرغومې میاشتې د 29 نیټې څخه مخکې د افغانستان بانک بریښنالیک پتې ته واستوي: Dab.jobs@dab.gov.af

مهم ټکی:

  • د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي کاندیدانو سره اړیکه نیول کېږي.
  • د مرکې نیټه وروسته اعلانیږي.
  • کاندیدان اړ دي چې د فراغت دیپلوم یا د باصلاحیته ادارې (وزارت) د تاییدۍ سند هم راولیږي، که نه نو له شارټ لسټ کیدو محرومیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies