د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د افغانستان بانک د عالي شورا د حقوقي مشاوریت د دفتر او د دارالانشا د قوانینو او مقررو د تسوید د متخصص پُست ازادې سیالۍ ته وړاندې کیږي.
د پُست نوم: د افغانستان بانک د عالي شورا د حقوقي مشاوریت د دفتر او د دارالانشا د قوانینو او مقررو د تسوید د متخصص پُست
ګریډ: اتم
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه کول او چمتو کول او د اړونده اداري او تقنیني اسنادو د تعدیل په برخه کې همکاري
• د ماهیت او بڼې له پلوه د نویو او تعدیل شویو مقررو، کړنلارو، لوایحو او لارښودونو او په د افغانستان بانک کې د نورو تقنیني اسنادو ایډیټ، سمون، تنظیم او نهایي کول
• د افغانستان بانک د کړنلارو او پالیسیو د تعدیل، تغییر او په کې د زیاتونو رامنځته کولو په تړاو د افغانستان بانک د آمریتونو، اړوندو دولتي بنسټونو، مالي مؤسسو، او د خصوصي او نړیوالو مؤسسو د نظرونو راټولول او همغږي کول او د قوانینو او مقررو په اړه د راټول شویو نظرونو یوځای کول او شننه
• د غوره عملي طرحې د پیدا کولو لپاره د طرحه کولو او تسویدولو په پړاو کې د هېواد او د نورو هېوادونو د نافذه قوانینو، مقررو، پالیسیو او کړنلارو په اړه لټون او څېړنه
• د اړوندو آمریتونو په مرسته د افغانستان بانک د انټرنیټي سايټ د قوانینو او مقررو د برخې تنظیم، بیاکتنه او اپډیټول
• د تصویب شویو تقنیني موضوعاتو او د نورو موضوعاتو په اړه چې د مستقیم آمر او یا صلاحیت لرونکي آمر لخوا یې لارښوونه شوې وي، د راپورونو د چمتو کولو او وړاندې کولو په اړه د حقوقي مشاوریت د دفتر له نورو غړو سره همکاري او همدارنګه د افغانستان بانک د ستراتیژیک پلان په تړاو له نورو شعبو سره مرسته کول
• د عدلیې وزارت له مهال وېش سره سم د راتلونکي کال لپاره د افغانستان بانک د تقنیني پلان طرحول او تنظیمول
• د مستقیم آمر یا د واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د افغانستان بانک د مقررو د پښتو، دري او انګلیسي ژباړو تصحیح او بیاکتنه
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري مراسلاتو لیکل او په ټاکلي وخت کې یې د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم طی مراحل کول
• په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونوکې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري مراسلاتو ترتیبول، تنظیمول او په هارډ او سافټ ډول د هغه د کاپي ساتل
• د کاري پلان ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د هغه د کاري راپور وړاندې کول
• د نورو دندو او مسؤولیتونو ترسره کول چې له لایحې او مقرراتو سره سم د کړنلارو، لارښودونو او د پورته مقام له لارښوونو پر بنسټ ورته سپارل کېږي.
د شخص ځانګړنې:
د زده کړې درجه: حقوق او شرعیاتو په برخه کې د لسانس تحصیلي سند. د ماسترۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه: لږ تر لږه 3 کاله کاري تجربه په اړوند برخه کې
وړتیاوې او توانايي:
• له انګلیسي ژبې سره بلدتیا
• مدیریتي وړتیاوې ولري
• د هېواد له نافذه بانکي قوانینو او مقررو او د تصفیې له بهیر سره بلد وي
• کمپیوټري پروګرامونو او د هېواد له حقوقي، قضایی، جزایي، او بانکي سیسټمونو سره بلد وي
• د وینا فصاحت او بلاغت ولري
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا ولري
• د حقوقي مسایلو د شننې او د مناسبو تګلارو په برخه کې د پام وړ وړتیا ولري
شخصي صفتونه او ارزښتونه
ریښتینی، د نیک چلند خاوند، مبتکره، متحرک، منظمه، دندې پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، او په کاري برخه کې پریکړه کوونکی او مسلکي وي
نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشتې له ۲۵ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي. د دې ترڅنګ مینه وال کولای شي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ویب پاڼې https:dab.gov.af ته مراجعه وکړي.
مهم ټکی:
- د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.
- د مرکې نېټه وروسته اعلانیږي.
- نوماندان اړ دي چې د فراغت دیپلوم یا د باصلاحیته ادارې (وزارت) د تائیدۍ سند هم راولیږي، د نه لیږدو په صورت کې له شارټ لسټ کیدو محرومیږي.