د کارموندنې خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۲:۵۳
د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د ریاست د دفتر د لوی آمریت د ژباړې د مدیریت د ژباړونکي پسټ ازادې سیالۍ ته سپارل کیږي.

د پُست نوم: ژباړونکي

ګریډ: اتم

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

• د خپرونې د مدیریت د اړوند سندونو او مطالبو ترڅنګ د بانک د مجلې لپاره د علمي او اقتصادي مقالو، مطالبو او داسې نورو نشراتي موادو ژباړه

• له دري ژبې پښتو او انګلیسي ژبې او برعکس د افغانستان بانک د ویب پاڼو لپاره د مطبوعاتي کنفرانسونو د خبر پاڼو ژباړه  

• د افغانستان بانک د نورو شعبو د اړوند سندونو (قوانینو، مقررو، پالیسیو، کړنلارو، تګلارو، تړون لیکونو، راپورونو او نورو مهمو او کلیدي سندونو) ژباړه

• له انګلیسي ژبې پښتو او دري ژبو ته د افغانستان بانک د کلني او درې میاشتني اقتصادي او احصائیوي راپورونو ژباړه

• له دري ژبې پښتو او انګلیسي ژبو ته د افغانستان بانک د کلني راپور ژباړه

• د بانک د کارکوونکو د دندو د لایحو ترڅنګ د اړوندو آمریتونو د بري لیکونو، بلنلیکونو، بروشورونو، د ګمارنې د خبرتیاوو، د پیسو د دودیدو لپاره د رسالو، خبرتیاوو او ګرافیک فلمونو د متنونو ژباړه

• د هغه نورو دندو ترسره کول چې د مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر لخوا ورته سپارل کیږي.

د شخص ځانګړنې:

تحصیلي درجه: د هېواد له معتبره پوهنتونونو څخه د ادبیاتو او اقتصاد په څانګه کې لیسانس ولري

تجربه: په اړوند برخه کې لږ تر لږه څلور کاله کاري تجربه ولري

وړتیاوې او توانايي:

• په رسمي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبه په خبرو او لیکلو کې فصاحت او روانتیا

• د ژباړې په مسائلو د پوهیدو ترڅنګ د ژباړې له هنر، اصولو او تیورۍ سره اشنايي

• د ژباړې په برخه کې مهارت

• د رسمي ژبو ترڅنګ په انګلیسي ژبه د ژباړې وړتیا

• د اقتصادي مسائلو (پولي سیاست، بانکدارۍ، مالي او سوداګرۍ) په برخه کې پوهه او معلومات 

• د کمپیوټر د (MS Office) له پروګرام سره اشنايي

شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، د دندې او وخت پابند، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې له ۱۰ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي. د دې ترڅنګ مینه وال کولای شي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ویب پاڼې dab.gov.af ته مراجعه وکړي.

مهم ټکی:

-  د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.

-  د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.

-  نوماندان اړدي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies