د کارموندنې خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د خارجي ساحې د څارنې مدیریت د څارونکي پُست ازادې سیالۍ ته سپارل کیږي.
د پُست نوم: د خارجي ساحې د څارنې د مدیریت څارونکی
ګریډ: اتم
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤولیتونه:
• په اونیزه، میاشتني، ربعوار او کلنۍ توګه د اسلامي بانکونو او د افغانستان بانک د مجوزو اسلامي بانکدارۍ د برخو د مالي راپورونو راټولول.
• د رالیږل شویو راپورونو کتل، سمول او د اسلامي بانکدارۍ د معاونیت بیلابیلو برخو ته د دې راپورونو وړاندې کول.
• د افغانستان بانک د عامل پلاوي د تصویبونو پر بنسټ د نویو راپورونو چمتو کول او اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکدارۍ برخو ته د دې راپورونو لیږل
• د بانکونو د موضوعاتو په اړه د جزئیاتو غوښتنه او د اړوندو بانکونو د لوړ پوړو غړو سره په غونډو کې ګډون او یا له هغوی سره اړیکې او د هغوی د مالي راپورونو سمول.
• د افغانستان بانک د محاسبې د معیارونو، قوانینو، مقرراتو او متحد المالونو څخه د سرغړونې په صورت کې د مدیر یا مرستیال خبرول.
• د بانکونو د محاسبې د مسؤلینو سره د غونډو ترتیبول او د ستونزو او نیمګړتیاوو حلول او د هغې راپور ورکول.
• د غوښتل شویو زیرمو په توګه د اسلامي بانکونو د ۸ سلنه بنسټیزو امانتونو سنجول او ترتیبول.
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر یا اړونده آمر ته د خپل کاري راپور وړاندې کول.
• د نورو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د طرزالعملونو، کړنلارو او د لوړ پوړو مقاماتو د لارښوونو مطابق او د لایحې او مقرراتو پر بنسټ راجع کیږي.
د شخص ځانګړنې:
تحصیلي درجه: د اقتصاد، مدیریت، بانکداري او مالي، ادارې او سوداګرۍ، عامه ادارې او یا محاسبې په څانګو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې ماسترۍ ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه: په پورتنیو برخو کې لږ تر لږه څلور کاله کاري تجربه
وړتیاوې او توانايي:
• له انګلیسي ژبې سره بلدتیا
• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو پوهه
• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• د پروپوزلونو د ترتیبولو وړتیا او د پروژو مدیریت
شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، مبتکره، منظم، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوې وي، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې له ۱۱ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي.
مهم ټکي:
- د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شويو نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.
- د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.
نوماندان اړ دي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.