د ګمارنې خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۵:۳۰
د ګمارنې خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د پولي سیاست لوی آمریت د اسعارو د مبادلې نرخ د مسئول پُست آزادې سیالۍ ته وړاندې کیږي.

د پُست نوم:  د اسعارو د مبادلی د نرخ مسئول

ګریډ: اووم

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئوولیتونه:

د اسعارو د مبادلي نرخ د شمېرو د راټولولو د برخې د کارونو څارنه او اداره کول او له دې ډاډ ترلاسه کول چې د راپور ورکولو کارونه په ټاکل شوي وخت په سمه توګه جوړیږي او اړوندو مرجعوته لیږل کیږي.

د پولي سیاست د لوی آمر او مرستیالانو لخوا د مطلوبه راپورونو ترتیبول او وړاندې کول، د اسعارو د مبادلې د نرخ، د سروزرو، سپینو زرو او SDR نرخونو په اړه د اسعارو د مبادلې د نرخ د شمېرو د راټولول د مدیریت په ساحه کې پوښتنو ته ځواب ورکول.

په کمپیوتر او اړونډو فایلونو کې په منظم او خوندي توګه د شمېرو او راپورونو تنظیم او ساتل.

د اړتیا په صورت کې د افغانستان بانک بیلابېلو برخو ته د راپور جوړول.

• د کمپیوټر د (MS Office) له پروګرام سره اشنايي

شخصي ځانګړنې:

د زده کړې درجه: د اقتصاد، اداره او مدیریت، بانکداري او مالي برخه کې لیسانس.

تجربه: په اړونده برخه کې لږ تر لږ ۳ کاله کاري تجربه ولري.

شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، د دندې او وخت پابند، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې له ۱۸ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي. د دې ترڅنګ مینه وال کولای شي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ویب پاڼې dab.gov.af ته مراجعه وکړي.

مهم ټکی:

-  د ازموینې لپاره یوازې له شارټ لست شوي نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.

-  د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.

-  نوماندان اړ دي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies