د ګمارنې خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د پولي سیاست د لوی آمریت د نړیوالي پانګې اچونې د موقف لوی افیسر پُست آزادې سیالۍ ته وړاندې کیږي.
د پست نوم: د نړیوال پانګې اچونې د موقف لوی افیسر
ګریډ: اووم
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئوولیتونه:
د مختلفو سرچینو څخه د شمېرو راټولول، دنړیوالې پانګې اچونې د موقف د حسابونو د جوړیدو په موخه د هغه ترتیبول، تنظیمول او بیا کتنه.
له اړوندو مراجعو څخه د راټولو شویو شمېرو پرتله او بیا کتنه او د شته ستونزې حلول.
دې ادارې لپاره د راپور د جوړولو په برخه کې د ارقامو له نورو مراجعو سره همکاري، له اروندو مرجعو څخه د حصول وړ ټولو ارقامو په اړه وضاحت او تفصیل.
په رسنیو د ټولو خپرو شویو موادو مطالعه چې د کاری ساحې اړوندو او په کاري ساحه کې د معلوماتو تازه ساتل.
په ساده او عام فهمه توګه د راپورونو د راټولولو د طریق لیکل او توضیح او همدا ډول د کاري پروسې د ساده کولو لپاره په جدولونو او ګرافونو کې د شته ارقامو ترتیبول.
د کاری ساحې اړوند په ښوونیز پروګرامونو کې ګډون او په ورځنیو فعالیتونو کې د هغه عملي کول.
د ارقامو د پوښښ لپاره په ربعواره او یا د کال په اوږدوکې د اړتیا په صورت کې په اړوندو برخو کې د سروې ګانو ترسره کول.
د صلاحیت په محدوده کې د لوړ مقام لخوا د وړ سپارل شویو دندو ترسره کول.
شخصي ځانګړنې:
د زده کړې درجه: په اقتصاد، اداره او مدیریت، بانکداری او مالي کې لیسانس.
تجربه: د مالي او بانکدارۍ په چارو کې لږ تر لږه د 3 کاله تجربې لرونکی وي.
وړتیاوې او توانايي
د هېواد د رسمي ژبو په لیکلو او خبرو کې روانتیا او فصاحت.
- د کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل
شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، د دندې او وخت پابند، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې له ۱۸ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي. د دې ترڅنګ مینه وال کولای شي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ویب پاڼې dab.gov.af ته مراجعه وکړي.
مهم ټکی:
- د ازموینې لپاره یوازې شارټ لست شوي نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.
- د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.
- نوماندان اړدي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.