د ګمارنې خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
په ختیځو او شمال ختیځو سیمه ایز زونونو کې د لوړو آفیسرانو دوه پوستونه د آزادې سیالۍ لپاره وړاندې کیږي.
د پست نوم: د شمال سیمه ایز زون لوړ آفیسر
ګریډ: اووم
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤلیتونه:
په اړوند زون کې د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو، صرافانو، غیر مالي موسسو څخه د زیاتو او شکمنو معاملو څخه د راپور راټولول او هم د اړوند زون سیمه ایز مدیر ته راپور وړاندې کول او لارښود اخیستل
په اړوند زون کې د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو، صرافانو، غیر مالي موسسود راپور وړاندې کولو له نه وړاندې کوولو څخه د احصائیې ترتیبول په فنتراکا سیستومونو کې د ترلاسه شویو کتبي راپورونو ثبتول او په دې برخه کې د برېښنایي راپورونو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کول نه شاملیږي
د ښوونیزو پروګرامونو په جوړولوکې همکاري، په اړوند زون کې د سروی ترسره کول، د راپور ورکولو له موسسو څخه د څارنې په بهیر کې همکاري او د اړوند سیمه ایز زون د مدیر د موافقې ترلاسه کول
د قوانینو او مقررو د پیروي مدیریت د قوانینو، مقررو او کړنلارو سره د پولي خدمتونو، صرافانو او د پیسو برېښنایي موسسو څخه د ترلاسه شویو راپورونو تطبیق او د اړوند زون سیمه ایز مدیر ته د راپور وړاندې کول
د اړوند زون سیمه ایز مدیر ته د وارده راپورونو د تخنیکي، مشکوکو او محتوایي ستونزې سپارل
د قوانینو او مقررو، عملیاتي کړنلارې، لارښودونو سره سم د هغو دندو تر سره کول چې د سیمه ایزې ساحې مدیر او آمرینو لخوا سپارل کیږي
شخصي ځانګړنې:
د زده کړې درجه: په اقتصاد، مالي او یا د هغوي معادل لیسانس
تجربه: د بانکي چارو په برخه کې کې لږ تر لږه 1 کال تجربه ولري
وړتیاوې او توانايي:
پر ملي او انګریزي ژبوباندې پوره واکمني،
د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د قوانینو او مقررو سره آشنایي
له کمپیوټري پروګرامونو سره اشنايي
شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، متقابله درناوی، مبتکره، منظمه، دندې او وخت پورې پابنده، ډله ییز کار ته لیواله، همکار، مسوولیت مننونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي وړتیا.
نوټ: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته په کې درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د مرغومی میاشتې له ۶ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي:
مهم ټکی:
- د ازموینې لپاره یوازې له شارټ لست شویو نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.
- د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.
نوماندان اړ دي چې د ذیصلاح ادارې (وزارت) لخوا د خپل فراغت دیپلوم یا تائیدی سند هم را واستوي، پرته له دې شارت لست کې نه راځي.