د پولي سیاست ابزارونه

د افغانستان بانک د پولي زیرمو د کچې د کنټرولولو لپاره له دوو ابزارونو یعنې د اسعارو پلور او د افغانستان بانک د بیه لرونکو پاڼو له لیلام څخه د پولي سیاست د لومړنيو وسایلو په توګه کار اخلي.

۱.  د لیلام له لارې د اسعارو پلور: د اسعارو پلور د اسعارو د پېر او پلور د مقررې په اډانه کې د لیلام د آزادې او رڼې پروسې له لارې د سوداګریزو بانکونو او د جواز لرونکي صرافانو په ګډون په اوونۍ کې دوه ځلي ترسره کېږي.

۲.  د بیه لرونکو پاڼو لیلام: دوېم ابزار چې د افغانستان بانک لخوا د پولي زیرمو د کنټرولولو په موخه کارول کېږي، د بیه لرونکو پاڼو (Capital Notes) له پلور څخه عبارت دی چې په اوونۍ کې یوځل پر سوداګریزو بانکونو پلورل کېږي. د یادولو وړ ده چې د افغانستان بانک له دې ابزار څخه په لا زیاتې ګټې اخیستنې سره کولای شي د اسعارو پر پلور د اتکاء کچه راټیټه کړي. د افغانستان بانک د روان مالي کال د وري میاشتې له پیل څخه د ۲۸ ورځني، ۱۸۲ ورځني او ۳۶۴ ورځني بیه لرونکو پاڼو ترڅنګ اوونیزه (۷ ورځني) بیه لرونکي پاڼې معرفي کړي چې دا کار په دې پاڼو کې د پانګونې زمینه زیاتوي. همدا ډول د افغانستان بانک په پام کې لري چې د بیه لرونکو پاڼو د ثانوي بازار په دودولو سره د نقدینګۍ په کنټرول کې د دې ابزار ونډه زیاته کړي.

د دې ترڅنګ د افغانستان بانک نور پولي ابزار لکه اجباري زیرمې (Required Reserves) هم په واک کې لري چې د اړتیا په صورت کې د احتیاطي څارنیزو موخو د تامینولو سربېره د پولي سیاست د اجراء په موخه هم ترې ګټه اخیستل کېږي. اوس مهال په افغانستان کې د اجباري زیرمو د اماناتو نسبت ۸ سلنه ده.