بهرنۍ برخه

دا برخه د اداینو د بیلانس د احصائیو لکه د توکو او خدمتونو د صادراتو او وارداتو د شمېرو، د لومړنيو او ثانوي عوایدو او همدا ډول د شتمنیو او پوراینو د زیاتوالي او کموالي، د نړیوالو پانګونو د وضعیت احصائیې لکه؛ داخل ته او د دې برعکس بهرنیو مالي شتمنیو او پوراینو راټولې شوې زېرمې، بهرنیو ناخالصو پوراینو او د هېواد د ناخالصو زېرمو اړوند شمېرو راټولولو او ترتیبولو مسؤلیت لري. د دې برخې د شمېرو څخه هم د پولي سیاست په طرحه کولو او پلي کولو کې کار اخیستل کېږي.