په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د ټینګښت او اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په موخه د ګډو هڅو او همغږۍ د ورکشاپ جوړېدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۴:۴
په هېواد کې د مالي او بانکي سکتور د ټینګښت او اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په موخه د ګډو هڅو او همغږۍ د ورکشاپ جوړېدل

د ۱۴۴۴ د شوال المکرم ۳۰ مه - د بانکدارۍ سکتور دټینګښت او پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډو هڅو د ولایتي ورکشاپونو په لړ کې د افغانستان بانک په شمال شرق زون ( کندز) کې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس سربیره، د کندز او سمنګان ولایتونو والیانو، د پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد حج او اوقافو، ګمرکونو، او مستوفیت د ریاستونو، سوداګرو،  قومي متنفذینو، صرافانو او د مالي خدمتونو د وړاندې کوونکو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې د کندز والي ښاغلي نثاراحمد نصرت د دې ډول ورکشاپونو له جوړېدو د هر کلي تر څنګ د بانکي سکتور او اقتصادي رغښت په برخه کې د خلکو رول د ارزښت وړ یاد کړ. ښاغلي نصرت د افغانستان بانک مشرتابه ته له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او د کندز ولایت له محترمو خلکو یې و غوښتل چې د بانکي سکتور د فعالیتونو د عادي کولو په برخه کې د هېواد په شمال شرق زون کې له بانکونو سره همکار پاتې شي.

د کندز ښاغلي والي د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان بانک له مشرتابه و غوښتل چې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره لا ډیره زمینه برابره کړي او په دې وسیله د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او د انفلاسیون د کچې د کنټرول په برخه کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې لویو موخو ته د رسېدو لپاره په کار ده، ترڅو د امارتي ادارو تر منځ غوره همغږي موجوده وي او نن د همدې موخې لپاره را ټول شوي یو.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د افغانۍ ترویج او په داخلي راکړوورکړو کې له هغې څخه سمه ګټه اخیستنه،ګډو هڅو او د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري، نوموړي د مزار شریف له درنو خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې له د افغانستان بانک سره پوره همکاري وکړي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د خپلو خبرو په دوام په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د ودې او پراختیا لپاره د افغانستان بانک د مشرتابه له ژمنتیا څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي بانکوالي په افغانستان کې یوه اړتیا ده او موږ به په دې برخه کې له هر راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړو.

تر هغی وروسته د کندز ولایت د ارشاد حج او اوقافو ريیس ښاغلي ضیاالحق حنفي، د سوداګرۍ خونې سلاکار او قومي مشر ښاغلي محمد غوث حیرت د اسلامي بانکوالۍ په ارزښت او د هیواد په اقتصادي رغښت کی د بانکوالۍ په رول خبری وکړی او په دې برخه کې یې د خلکو ونډه مهمه یاده کړه.

د دې غونډې په لړ کې د بانکدارۍ سکتور په برخه کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو او د دې سکتور د ښه والي لپاره راتلونکوپلانونو، د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه ګټور پریزینټیشنونه وړاندې، هر اړخیز معلومات شریک شول او د غونډې له ګډونوالو سره د افغانستان بانک د همکاریو د کچې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د دی غونډی په وروستۍ برخه کی د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د غونډی جمع بندي وکړه او پر ټاکل شوو موخو یی ټینګار وکړ. نوموړي له خلکو و غوښتل چی له بانکونو ملاتړ وکړي او په سوداګریزو معاملو کې له افغانۍ کار واخلي. د نوموړي په خبره افغانۍ د سیمی په کچه با ثباته پولي واحد دی او د دې پولي واحد د ارزښت او ثبات د ساتنې لپاره د خلکو دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده.

د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپونه د افغانستان بانک په نورو زونونو کې هم په نوبتي ډول په لاره اچول کېږي او په ټوليزه توګه به په مالي او بانکي برخو کې د ښه والي او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعاليتونو د ميکانيزه کولو په برخه کې د ادارو د همغږۍ او خلکو ملاتړ تر لاسه کړي چې ان شا‌ءالله دا چاره به د بانکي سکتور د عادي کېدو او اجراآتو په برخه کې ښه والي رامنځته کړي.

آخرین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۷
Background image

حریق بانکنوت های مندرس در زون جنوب غرب د افغانستان بانک

6 جمادی‌الثانی 1447 – د افغانستان بانک مطابق با طرزالعمل‌ های مربوطه به ارزش 405،892،000 (چهارصد و پنج میلیون و هشتصد نود و دو هزار) افغانی بانکنوت های مندرس که  از زون جنوب ‌غرب جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

معاون اول  د افغانستان بانک با رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی ترکیه دیدار کرد

محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک که در راس  یک هیئتی  به ترکیه سفر کرده، با محترم اسماعیل یورال رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی و اعضای این اتحادیه دیدار نمود.

اتحادیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۳۷
Background image

تدویر نشست پیرامون تسهیل پروسه های اداری

۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ – به هدف اجرای فیصله شماره (۵)، بند (۲) مورخ  ۱۴۴۷/۳/۱ کابینه امارت اسلامی افغانستان و حکم شماره (۱۸۲۵/۶۹۶) مورخ ۱۴۴۷/۳/۲۰ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، جلسه‌ای. . .

بازگشت به خبر