د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۱۱
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

۱۶ شعبان المعظم ۱۴۴۵- د افغانستان بانک او د ایم ټي ان شرکت نویو مسؤلینو ترمنځ د برېښنايي معاملاتو  په برخه کې د همکارۍ او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان بانک په معاملاتو کې د نغدو پیسو د کارَونې د کچې راکمولو او د برېښنايي معاملاتو د ترویج په برخه کې هر ډول هڅو او نوښتونو ته د قدر په سترګه ګوري او ژمن دی ترڅو د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې په هېواد کې د بانکي او غیربانکي مالي مؤسساتو د فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي. ښاغلي بدري په راکړو ورکړو کي د برېښنایی پیسو رول مهم وباله او په یاد سکتور کې  یې د ایم ټي ان شرکت د نویو مسؤلینو لخوا د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هغوی د ژمنو هرکلی وکړ او هغوی ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې موږ چمتو یو ترڅو د معیاري او مؤثرو خدمتونو او آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د نویو سیستمونو د فعالیدو لپاره پانګوالو، شرکتونو او سوداګرو ته د همکارۍ لاس ورکړو.

د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو یادَونه وکړه چې یاد شرکت په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې د هېواد وګړو ته خدمات وړاندې کوي او غواړي چې په ځانګړې توګه د برېښنايي پيسو په برخه کې د خپل فعالیت لمنه نوره هم پراخه کړي او د معیاري خدمتونو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نویو سیستمونو ته پراختیا ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمر ښاغلي اسد الله مشفق او د غیر بانکي مالي مؤسساتو آمریت معاون ښاغلي شاه پور میاخیل هم ګډون درلود.

آخرین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۳
Background image

انستیتیوت مالی و بانکی افغانستان بار دیگر گشایش یافت

۶ ذوالحجه الحرام ۱۴۴۶ – محترم صدیق الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، انستیتیوت مالی و بانکی افغانستان را مجدداً افتتاح نمود.

محترم صدیق الله خالد معاون اول د افغانستان بانک  هنگام. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۳
Background image

رییس کُل د افغانستان بانک  با سفیر چین مقیم کابل پیرامون همکاری های مالی و بانکی صحبت نمود

۴ ذوالحجة الحرام  ۱۴۴۶ – محترم نور احمد آغا سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک، طی دیداری با سفیر کشور چین، محترم جاو شینګ، پیرامون گسترش همکاری‌های مالی و بانکی میان دو کشور، بحث و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۵۰
Background image

حریق بانکنوت‌های مندرس در زون شمال د افغانستان بانک

 16ذوالقعدة الحرام 1446 د افغانستان بانک به‌ منظور تسهیل در داد و ستدهای پولی و بیرون‌ نمودن بانکنوت‌های مندرس و فرسوده از چرخه اقتصادی، مبلغ (843,430,000) هشت ‌صد و چهل‌وسه میلیون و. . .

بازگشت به خبر