د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ مرغومی ۷ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د بانکي سکتور د فعالیتونو پر ښه والي بحث وشو او د نظرونو تبادله تر سره شوه. د افغانستان بانک دویم مرستیال د سوداګریزو بانکونو له استازو څخه وغوښتل چې درنو هېوادوالو لپاره غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي. د نوموړي په خبره بانکونه اړ دي چې د بانکي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره خپل فعالیتونه د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو پر استازو سربېره د افغانستان بانک یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.