د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي ‌کوونکي سره ولیدل

Mpoya
Tue, Oct 24 2023 2:13 PM
د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي ‌کوونکي سره ولیدل

۱۴۴۵ ربیع الثانی ۹ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي ښاغلي فریدون سینیرلي ‌اوغلو سره وکتل او پر یو شمېر مالي او بانکي موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

په یاده کتنه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی.

ښاغلي بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي وغوښتل چې په افغانستان کې د تر سره شویو پرمختګونو په اړه پر واقعیتونو ولاړ راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو نړیواله ټولنه په افغانستان کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه رښتني معلومات تر لاسه کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بانکي سکتور په برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه یې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته مفصل معلومات ورکړل، نوموړي پر بانکي سکتور نړیوالو محدودیتونو ته په اشارې وویل چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته په پام سره پر دې سکتور لګېدلي محدودیتونه باید لرې کړل شي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان اسعاري زېرمې د خلکو حق یاد کړ او د دې زېرمو کنګل کول یې د افغانستان د خلکو په زیان وبلل او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې به نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په ګټه مؤثر ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد، د بازار د عملیاتو لوی آمر ښاغلي محمد عباس سامح او د بانکي څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور هم ګډون درلود او د افغانستان بانک اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې په تفصیل خبرې وشوې.

Latest news

Tue, Jun 03 2025 4:55 PM
Background image

Afghanistan Institute of Banking and Finance Officially Reopened

June 3, 2025 – Sediqullah Khalid, the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, officially reopened the Afghanistan Institute of Banking and Finance (AIBF).

Speaking at the. . .

Sun, Jun 01 2025 3:47 PM
Background image

DAB Governor, Chinese Ambassador Meet on Financial and Banking Collaboration

The acting governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, met with the Chinese ambassador to Kabul, Zhao Xing, to discuss enhancing financial and banking collaboration between the. . .

Wed, Mar 19 2025 2:48 PM
Background image

DAB, MoF Ink MoU on Digital Payments

Da Afghanistan Bank (DAB) and the Ministry of Finance (MoF) signed a memorandum of understanding (MoU) regarding the transparent collection of revenues, Emirate expenditures, and. . .

BACK TO NEWS