د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ته ژمن دی

Anonymous (not verified)
Tue, May 21 2019 11:53 AM
1

کابل،  ۱۳۹۸ کال د غويي ۳۱– د مالي خدماتو د پراختیا د پالیسۍ په اړه شپږ میاشتۍ روزنیز تخصصي پروګرام چې د AFI نړیوال سازمان په نږدې همکارۍ سره د فرانکفورټ د مالي چارو او مدیریت د پوهنتون لخوا د مالي خدماتو د پراختیا د عمومی آمریت د کارکوونکو لپاره جوړ شوی ؤ، په بریالي توګه پای ته ورسېده.

باید وویل شي چې دا پروګرام په انلاین ډول تدریس شوی او د تصدیق لیک د ترلاسه کولو په موخه د هغه ازموینه په حضوري ډول د افغانستان په مالي او بانکدارۍ انسټیټوټ کې ترسره شوې ده.

د مالي خدماتو د عمومي آمریت کارکوونکو په بریالی توګه د دغې ازموینې په سرته رسولو سره د مالي خدماتو د پراختیا پالیسۍ (Certified Expert in Financial Inclusion Policy) په برخه کې د تخصص تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.

د یادولو وړ ده چې د دې روزنیز پروګرام لګښت د نړیوال بانک لخوا د مالي ټینګښت پروژې په چوکاټ کې ورکړل شوی دی.

Latest news

Thu, Nov 20 2025 12:03 PM
Background image

First Deputy Governor Meets with Turkey’s TKBB Secretary General

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, during his visit to Turkey, met with Ismail Vural, the Secretary General of the Participation Banks. . .

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

BACK TO NEWS