د افغانستان د مالي او بانکوالۍ انستیتوت (AIBF) د مدیره پلاوي غونډه

Mpoya
Tue, Jun 08 2021 3:00 PM
د افغانستان د مالي او بانکوالۍ انستیتوت (AIBF) د مدیره پلاوي غونډه

۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۸ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان د مالي او بانکوالۍ د انستیتوت د بورډ رئیس هم دی د دې انستیتوت د بورډ غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکوالۍ د انستیتوت غړو د افغانستان د بانکو ټولنې د رئیس ښاغلي سالم امید او د مسفا ادارې رئیس ښاغلي بهرام برزین ګډون کړی وو.

د دې غونډې په سر کې د یاد انستیتوت پر اساسانامه بحث وشو او ورپسې پر ښوونیزو پروګرامونو، د انستیتوت پر عوایدو او لګښتونو، تشکیلاتي جوړښت او د دې ادارې پر یو شمېر نورو اداري موضوعګانو خبرې وشوې او په اړه یې اړینې پرېکړې تر سره شوې.

په دې غونډه کې له کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو مرکزونو سره په تخنیکي برخو کې د همکاریو پر امنځته کولو او ګډون هم بحث وشو او له معتبرو کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو بنسټونو سره د سالمو اړیکو پر ټینګولو، معلوماتو او تجربو پر شریکولو او د معیاري ښوونیزو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

Latest news

Wed, Mar 19 2025 2:48 PM
Background image

DAB, MoF Ink MoU on Digital Payments

Da Afghanistan Bank (DAB) and the Ministry of Finance (MoF) signed a memorandum of understanding (MoU) regarding the transparent collection of revenues, Emirate expenditures, and. . .

Mon, Feb 24 2025 8:36 AM
Background image

DAB Governor Meets with Governor of Uzbekistan’s Central Bank

February 23, 2025 – The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, met with his counterpart from the Central Bank of Uzbekistan, Timur Ishmetov, during the Islamic Emirate’s high. . .

Wed, Nov 13 2024 5:17 PM
Background image

DAB Holds National Conference On Microfinance

November 13, 2024-Da Afghanistan Bank (DAB) held the National Conference on Microfinance, attended by representatives from national and international institutions, various countries’. . .

BACK TO NEWS