د معلوماتو د شریکولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره د تعلیمي او تحصیلي ادارو سره د اړیکو د ټینګښت په موخه ګډ بحث

Mpoya
Wed, Sep 21 2022 4:03 PM
د معلوماتو د شریکولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره د تعلیمي او تحصیلي ادارو سره د اړیکو د ټینګښت په موخه ګډ بحث

۱۴۴۴ صفر المظفر ۲۴ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د افغانۍ د ترویج، د بانکنوټونو د ساتنې، بانکي سکتور د وضعیت او فوریکس د غیر قانوني فعالیتونو په اړه د ارشاد، حج او اوقافو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د معینانو سره د معلوماتو د شریکولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په موخه ګډه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د غونډې په پیلیزه وینا کې وویل د ویاړ ځای دی چې نن په مهمو ملي موضوعاتو را ټولېږو او ګډ بحث کوو. نوموړي زیاته کړه د څو لسیزو ګډوډیو له امله د افغانستان تولیدي ځواک په کلکه زیانمن شوی او په پایله کې افغانستان په یو وارداتي هېواد بدل او د اسعارو کارول په کې زیات شوي دي. د افغانستان بانک سرپرست رئیس وویل د ملي پیسو څخه ملاتړ چې په حقیقت کې د خلکو د پېر له ځواک څخه ملاتړ دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې د ټولو ادارو په ځانګړې توګه له اکاډمیکو ادارو سره ګډ کار وشي.

نوموړي همدارنګه وویل په هیواد کې د فوریکس د غیر قانوني فعالیتونو د درولو لپاره چې زمونږ ډېری هیوادوال یې زیانمن کړي دي او پیسې یې ترې وړې دي، پدې برخه کې زمونږ او ستاسو ګډ کار کولای شي په زرګونو هیوادوال د غلو او فریبکارانو په لومو کې له لوېدو وژغوري.

د ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) په خبره د افغانستان بانک په سختو شرایطو کې وکولای شول چې بانکي سکتور په ښه ډول مدیریت کړي، نوموړي له درنو هېوادوالو وغوښتل چې پر بانکي سکتور باور وکړي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغونه کې مرسته وکړي.

ورپسې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانۍ ترویج د ټولو افغانانو ملي مسئولیت دی او دا مسئولیت یوازې یوه اداره او یا هم یو ځانګړی نهاد نشي تر سره کولای او په کار ده چې په دې برخه کې بېلابېلې ادارې همکاري وکړي او له دې لارې خپل ملي مسئولیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په ښه ډول د بانکنوټونو ساتنه د ټولو ملي مسئولیت دی او د دې لپاره چې پیسې مو تر ټاکلې مودې وړاندې زړې نه شي، نو اړینه ده چې په سم ډول د پیسو د ساتنې لپاره له بېلابېلو لارو عامه پوهاوی رامنځته شي.

ښاغلي صدیق الله خالد وویل پدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فوریکس آنلاین په نامه غیرقانوني فعالیتونه تر سره کېږي چې زمونږ ډېری هېوادوال یې له ستونزو سره مخ کړي او له دوی څخه په بېلابېلو پلمو پیسې وړي. د نوموړي په خبره د افغانستان بانک د فوریکس د آنلاین فعالیتونو لپاره هېڅ ادارې او یا هم شخص ته د دې فعالیتونو جواز نه دی ورکړی. ښاغلي خالد وویل د افغانستان بانک له خپله اړخه په دې برخه کې هلې ځلې تر سره کړې دي، خو د دې لپاره چې غوره پایلې تر لاسه شي په کار ده چې د ادارو تر منځ لا ډېره همغږي موجوده وي او نن د همدې همغږۍ او همکارۍ لپاره را غونډ شوي یو او ستاسو ټولو د همکارۍ غوښتنه کوو.

تر هغې وروسته د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن حنیف د بانکي سکتور د اوسني وضعیت په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی توانېدلی دی چې په تېرو ۱۳ میاشتو کې بانکي سکتور په ښه ډول مدیریت کړي او ښې پایلې تر لاسه کړي. نوموړي زیاته کړه د افغانستان د اسلامي امارت تر بریا وروسته د اقتصادي چارو کارپوهانو وړاندوینه کوله چې د هېواد بانکي سکتور به د څو میاشتو په لړ کې سقوط شي، د ښاغلي حنیف په وینا نه یوازې دا چې بانکونه سقوط نه شول بلکې د ټولو سوداګریزو بانکونو وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه والي پر خوا روان دی. ښاغلي حنیف وویل دا مهال په هېواد کې اسلامي بانکوالي د پراختیا په حال کې ده او هڅې روانې دي چې پر بانکي سکتور د خلکو باور ډېر شي. نوموړي یادونه وکړه چې دا مهال د افغانستان بانک او مالیې وزارت تر منځ تر بل هر وخت زیاته همغږي رامنځته شوې او د دې دواړو ادارو تر منځ د مالي او بانکي چارو د ثبات لپاره ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد د افغانیو د ترویج او بیو د ټیکاو ساتنې چې د افغانستان بانک لومړنۍ موخه ده خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک د بېلابېلو ابزارونو په کارولو سره هڅه کوي چې په هېواد کې د بیو ټیکاو وساتي او د ټول هېواد په کچه په افغانۍ د راکړې ورکړې لپاره زمینه مساعده کړي.

تر هغې وروسته د بانکي عملیاتو لوی آمر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل د افغانۍ د ساتنې او تر وخت وړاندې د بانکنوټونو د زړښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي یادونه وکړه چې د افغانۍ بانکنوټونه په لوړ کیفیت سره چاپ شوي دي، خو د دې بانکنوټونو ساتنې ته د خلکو نه پاملرنه د دې لامل شوې ده چې تر وخت وړاندې زاړه شي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې له غیر بانکي مالي موسسو څخه د څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي شاه پور میاخیل د فوریکس آنلاین فعالیتونو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او یادونه یې وکړه چې دا ډول فعالیتونه د خلکو په ضرر دي او همدې ټکي ته په کتلو سره د افغانستان بانک پدې اړه کوم شخص یا ادارې ته د فعالیت جواز نه دی ورکړی.

په یاده غونډه کې له اړوندو ادارو څخه وغوښتل شول چې د یادو موضوعاتو په اړه له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي او د دې ملي مسئولیت په ادا کولو سره خپله ملي دنده تر سره کړي.

د اړوندو ادارو استازو یاد موضوعات د ډېر ارزښت وړ یاد کړل او  ژمنه یې وکړه چې له خپله اړخه به په دې برخه کې همکاري کوي او د لا زیاتې همکارۍ لپاره د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وشوه. دا کمېټه به په غونډه کې د ګډونوالو ادارو تر منځ جوړېږي او د پورته ذکر شوو موضوعاتو په برخه کې به کار کوي.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د نورو مهمو پرېکړو تر څنګ دا پرېکړه هم وشوه چې د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب کې د مالي او بانکي لومړنیو مسائلو او د نوور ملي ارزښتونو په ګډون د افغانۍ د ترویج او ساتنې په برخه کې هلې ځلې تر سره شي، تر څو په ټولنه کې د مالي سواد د لوړوالي سبب وګرځي.

Latest news

Mon, Jul 22 2024 3:55 PM
Background image

Islamic Microfinance Conference Holds for Development of Small and Medium Size Businesses

July 22, 2024- Mr. Sidiqullah Khalid, the Director General of the Governor’s Office of DAB delivered a speech at the conference held under the title of 'Islamic Finance Week of. . .

Sat, Jul 20 2024 4:51 PM
Background image

DAB Acting Governor, UNDP Head for Afghanistan Discuss Financial Services Development

July 20, 2024 – The acting governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Noor Ahmad Agha, met with the resident representative of the United Nations Development Programme (UNDP) for. . .

Wed, Jul 17 2024 9:39 AM
Background image

DAB Acting Governor meets with UNAMA Head to Discuss Developing Financial Services

July 16, 2024 - The acting governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Noor Ahmad Agha, met with the UNAMA head in Afghanistan, Roza Otunbayeva, and discussed the development of financial. . .

BACK TO NEWS